لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ایران باندې د اسرایل "برید"

15:27 18.4.2024

قریباً ۵۰ ملکونو په اسرایل د ایران حملې غندنه او تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه یې کړې

د اسرایلي پوخ ترجمان اېدمېرل ډېنیل هېګري هغه بېلېسټېک مزایل ښيي چې اسرایل وايي ایران په حمله کې استعمال کړی
د اسرایلي پوخ ترجمان اېدمېرل ډېنیل هېګري هغه بېلېسټېک مزایل ښيي چې اسرایل وايي ایران په حمله کې استعمال کړی

قریباً ۵۰ ملکونو په یو مشترکه بیان کې په اسرایل د ایران د مزایل او ډرون حملو غندنه کړې او په ټولو فریقېنو یې غږ کړی چې کړکېچ د نور پراخېدو مخنیوي دپاره دې کوښښونه وکړي او لوظ یې وکړو چې په منځني ختیځ کې تاوتریخوالي د ختمولو دپاره به په سفارتي کچه همکاري کوي.

په ملګرو ملتونو کې د ۵۰ واړو ملکونو مستقل استازو د شورو، چهارشنبې، په ورځ جاري شوي بیان کې وویل په اسرایل د ایران حمله د ایران او د ایران پلوه وسله والو د هغه ګامونو څخه وروستی ګام دی چې نړیوال امن او امان ته خطر راولاړوي.

د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د خپلې خوښې په طریقه به ایران ته جواب ورکوي.

د ایران صدر ابراهیم رییسي د سرښار تهران سره نږدې د پوځیانو کلیز پرېډ ته وویل که اسرایل په ایران حمله وکړه نو ایران به ورته دروند او سخت جواب ورکوي.

22:57 16.4.2024

اسرایلي وزیراعظم وايي د ایران د حملې په ضد به د هېواد دفاع کوي

بېنجمن نېټن یاهو د جرمن چانسلر اولف شولز سره مشترکه خبري کانفرس ته وېنا کوي
بېنجمن نېټن یاهو د جرمن چانسلر اولف شولز سره مشترکه خبري کانفرس ته وېنا کوي

د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د ایران د حملې په ضد به د هېواد دفاع کوي.
بلخوا، د ایران نایب خارجه وزیر علي باقر کني د ګل، دوشنبې، په ورځ د ایران حکومتي ټېلې وېژن ته وویل د اسرایل د ممکنه حملې جواب به په ګنټو نه بلکې په سېکېنډونو کې ورکوي.

18:08 16.4.2024

صدر ابراهیم رییسي: ایران به د اسرایل "کمزوري اقدام" ته هم "سخت او دردوونکی" جواب ورکړي

د ایران صدر ابراهیم رییسي وایي که اسرایل د ایران خلاف معمولي اقدام وکړي نو سخت او دردوونکی جواب به ورکړل شي.

د ایران د اسنا خبري ایجنسۍ د خبر له مخې ایراني صدر دا خبرې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني سره تېره شپه په ټیلیفوني خبرو کې کړې دي.

د ایران صدر زیاته کړې چې هېواد به یې د خپلو ګټو خلاف هر ډول اقدام ته جواب ووایي.

د ایران د صدر په ګډون د دې هېواد نورو چارواکو هم د اسرایل هغو خبرداریو ته د جواب ویلو ګواښ کړی چې وایي د ایران د ډرون او میزایل بریدونو جواب ته به مناسب جواب ورکوي.

15:12 16.4.2024

اسرایل د ایران پر میزایل پروګرام او پاسدارانِ انقلاب د بندیز غوښتنه کړې

اسرایل د ایران د پوځ او د هغه د ځینو متحدینو له خوا پر یهودي ریاست باندې د بېساري ډرون او میزایل بریدونو د جواب د یوې برخې په توګه د پر ایران باندې د نویو بندیزونو غوښتنه وکړه.

د اسرایل د بهرنیو چارو وزیر اسرایل کاټز د سه شنبې- نهې په ورځ پر ټولنیزو رسنیو لیکلي، ده 30 هېوادونو ته د دې لپاره خط لېږلی چې د ایران د میزایلو پر پروګرام بندیز ولګول شي او د ایران پاسدارانِ انقلاب ځواک "ترهګر" تنظیم ونومول شي:

"د میزایلو او ډرون د را ویشتلو په غبرګون کې له پوځي جواب سره سره زه د ایران خلاف د سفارتي جواب رهبري کوم".

په ملګرو ملتونو کې د اسرایل استازي ګیلاډ ایردان هم د دوشنبې- ګل په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې غوښتنه وکړه چې ایران باید نور په ملګرو ملتونو کې هیڅ مقام ونه لري او امنیت شورا دې پرې سخت بندیزونه ولګوي او سپاه پاسداران دې یو ترهګر تنظیم اعلان کړي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG