لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

د بلوچستان روغتیا چارواکي: د پوليو وېکسين انکاري خلکو په اماده کولو کې ښځې مهم رول لري

په بلوچستان کې د پوليومخنيوي پروګرام چارواکي وايي، په پوليوضد کمپېن کې له وېکسين د انکاري خلکو په اماده کولو کې د کميونيکېشن څانګه مهم رول لري او په دې کې تر نارينه د مېرمنو رول ډېر مهم وي.

چارواکي وایي مېرمنې تر کمپېن وړاندې او په کيمپېن کې هغه کورونو ته ورځي چې ماشومان يې نه وي ويکسين شوي او یا یې کورنۍ خپلو ماشومانو ته له څاڅکو ورکولو انکاري وي.

ښايسته هم يوه له هغه مېرمنو ده، چې پر انکاري خلکو کار کوي. هغه له تېرو لس کلونو راهيسې د بلوچستان په سرحدي سيمه ږوب کې په پوليو مخنيوي پروګرام کې د کميونيټي موبلايزر په توګه کارکوي.

دغه پوليوکارکوونکې ميندو ته د وېکسين په اړه د مالوماتو ورکولو ترڅنګ وايي، چې دا وېکسين ماشومان د ټول عمر معذورۍ خوندي ساتي.

ښايسته وايي هغو کورونو ته ورځي چې انکاري وي. له ميندو د ويکسين نه ورکولو لاملونه او غوښتنې مالوموي. له هغو سره د وايرس د خطرناکو پايلو او د ويکسين پر ارزښت خبرې کوي چې ويکسين د ماشومانو په ګټه دی. ميندې چې قانع شي، بيا يې ماشومان ويکسين کوي:

"ځيني خلک د روزګار خو ځينې بيا د هغو دوایانو غوښتنه کوي چې په روغتون کې نه پيدا کېږي، خو پوليو قطرې په وار وار راوړل کېږي. داسې خلک د وېکسين په ارزښت نه پوهېږي. موږ بيا له هغو سره کښېنو، سر ورخلاص کړو چې دا قطرې د وايرس په ضد کار کوي. ماشوم له معذورۍ خوندي ساتي. د ماشومانو د پوليو او روټين ويکسين ماشومان د ټول عمر له معذورۍ او محتاجي خوندي کوي".

په سيمه کې د کامنيټ ادارې چارواکی صمد حريفال وايي، د کامنيټ اداره په بلوچستان کې د خلکو پر اماده کولو يا کميونيکېشن کار کوي. تر کمپېن وړاندې او د کمپېن په ترڅ کې د کامنيټ سټاف د انکاري خلکو د قانع کولو هڅې کوي، ځکه نو په کمپېن کې مهم رول د کميونيکېشن وي:

"په پوليو مخنيوي پروګرام کې مهم رول د کميونيکېشن دی چې په ټولنه کې د وېکسين په اړه د خلکو پوهه زياتوي، بېلابېل پروګرامونه، سيمينارونه او غونډې کوي. د پوليوضد ويکسين په اړه خلکو ته معلومات ورکوي. ځينې داسې لرې پرتې سيمې دي، چې اوس هم خلکو د پوليو او روټين ويکسين په اړه مالومات نشته".

نوموړی زياتوي، چې د کميونيکېشن په برخه کې نارينه او مېرمنې کار کوي. هغه کور پر کور ګرځي او خلکو ته مالومات ورکوي. په ښاري سيمو کې مېرمنې خو په کليوالو سيمو کې نارينه کار کوي. د کميونيکېشن په کار کې تر نارينه د مېرمنو رول ډېر مهم وي:

"د مېرمنو رول ځکه مهم دی، چې هغه کورنيو ته ښه لاسرسی لري. کورونو ته ننوځي، له ميندو سره د ويکسين په اړه خبرې کوي او هغو ته مالومات ورکوي. د دې له امله د ويکسين کار نور پياوړی کېږي. په خلکو کې د ويکسين طلب زياتېږي او غواړي چې خپلو ماشومانو ته د پوليوضد قطرې ورکړي".

په بلوچستان کې د پوليوضد کيمپېن چې د اپرېل مياشتې پر دېرشمه نېټه پيل شوی د صوبې په دېرش ضلعو کې دوام لري. په کمپېن کې د درويشت لکه 95 زره ماشومانو د وېکسين کولو هدف ټاکل شوی چې د پوليوضد وېکسين به ورکول کېږي.

چمن پرلت 197 ورځې: د ملېشې او پرلتوالو نښته، یو احتجاج کوونکی وژل شوی او ګڼ شمېر ژوبل

د چمن په ﺭوان پرلت کې موجود کسان وايي په دوی باندې نن د ملېشه ځواکونو عسکرو بريد کړی چې د دوی په وینا پکې ﺯيات شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو ملېشه ځواکونو (ايف سي) له ډزو کولو انکار کړی دی.

د چمن سېول هسپتال عمله وایي شپز ټپیان او د يوه تن مړی هسپتال ته وروړل شوي دي خو د پرلت وياند صادق اڅکزی دعوه کوي چې پر پرلت په ډزو کې دﺭې کسان وژل شوي دي او تر شلو ﺯيات ژوبل دي.

د پرلت کمېټۍ ددې پېښې په ضد په چمن ښاﺭ کې کاﺭبنديز کړی او د کوټې چمن لویه لاﺭه یې بنده کړې ده. وایي تر څو ددغو حمله کوونکو په ضد قانوني ګام نه وي اخستل شوی احتجاج به یې روان وي.

د ځایي خواﺭیکښو او ايف سي چاﺭواکو تر منځ نښته د شنبې- خالي په ورځ هغه وخت پيل شوه چې خواﺭیکښو خپلې د خچرو ګاډۍ د ايف سي مرکز مخته ودﺭولې او احتجاج یې پيل کړ.

ځايي خلک وايي په دغه مهال ايف سي د خپل مرکز له مخې د احتجاج کوونکو د لرې کولو لپاﺭه پر دوی حمله وکړه.

د چمن پرلت وياند صادق اڅکزی دعوه کوي، چې پاکستاني ملېشه چاﺭواکو پر پرلت هم حمله وکړل او هم یې ناتاﺭه ډﺯې وکړې، د پرلتوالو خېمې یې وسوځولې، سټېج یې ور مات کړ:

"اول اوښکې بهوونکی ګېس بيا یې ټکان [ډزې] وکړو، ډېر ځوانان پکې شهيدان سو چې دوی پوﺭته کړو ايف سي هيډکواﺭټر ته یې وړي دي او ډېر ځوانان ﺯخميان دي".

صادق اڅکزی وایي په ښاﺭ کې یې کاﺭبنديز اعلان کړی او د کوټې چمن پر لاره به هر قسمه تجاﺭت بند وي، چې کوم کسان وژل شوي دي د هغوی مړي به د ملېشې د ودانۍ مخته ږدي "تر هغه پوﺭې چې ددغه عمل ذمه واﺭو په ضد قانوني عمل نه وي شوی".

د چمن سرکاري ﺭوغتون طبي عملې يوه غړي عبيدالله وې او اې ډيوه ته وويل، هسپتال ته اوو کسان وروړل شوي چې وایي په هغوی کې يو مړ او شپز ټپیان وو. عبدالله وایي د دوو ژوبل کسانو حالت مرګونی وو او د نوﺭې دﺭملنې لپاﺭه کوټې ته ولېږل شول.

د چمن ايف سي وياند خبري ﺭسنیو ته په لېږلي بيان کې پر احتجاج کوونکو له ډﺯو کولو انکاﺭ وکړ.

د پرلت کمېټۍ يوه مشر غوث الله اڅکزي وويل دوی سخت احتجاج اعلان کړی وو، خو وایي ددغه احتجاج د ګډوډولو لپاﺭه ايف سي د پرلت پر ګډونوالو حمله وکړه او عام ولس يې په ډﺯو وويشت:

"دغه د ټوله ولس پرلت دی چې د خپلو غوښتنو لپاﺭه دلته شاخوا د اوو مياشتو ﺭاهیسې یې پرلت وهلی دی او پر باډﺭ تګ ﺭاتګ او خپل ﺭوﺯګاﺭ غواړي، خو ایف سي د پرلت خېمو ته اوﺭواچاوه اته خېمې یې وسوځولې، ځوانان یې په ګولۍ وويشتل، ﺯموږ نوﺭې د صبر پيمانې ډکې شوې، موږ به نوﺭ ګام اخلو".

تر پېښې وروسته احتجاج کوونکو د يوه کس مړی دا وخت د احتجاج په توګه د ضلعې د سرکاﺭي ودانۍ مخته ايښی دی او له حکومته په دغه پېښه کې د ککړو کسانو په ضد د قانوني کاﺭوايۍ غوښتنه کوي.

په چمن کې ال پاﺭټيز تاجر اتحاد پرلت له تېرو 197 وﺭځو ﺭاهیسې ﺭوان دی او له حکومته پر چمن دﺭواﺯه د افغانستان سره تګ ﺭاتګ د پخوا په څېر په شناختي کاﺭډ او افغان تذکره غواړي خو د پاکستان حکومت یې دا غوښتنه نه مني او د تېر کال د نومبر له اولې نېټې یې تګ ﺭاتګ په پاسپوﺭټ او ويزه باندې عملي کړی دی.

پښتونخوا کې د ماشومانو له حقونو سړغړونې دوامداره دي، چارواکي وایي د قوانینو عملي کولو هڅې کوي

څېړنیز رپورټونه ښیي چې د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې کارکوونکي ماشومان د جنسي تېري، په کم عمرۍ کې د کار کولو او د کار په وخت د وهلو ټکولو د ستونزو سره مخ دي او له حقونو يې سرغړونې کیږي.

د حکومتي ادارو چارواکي وايي د ماشومانو د حقونو خوندي کولو هڅې روانې دي او په دې لړ کې يو شمېر قوانين جوړ کړی شوي دي.

چارواکي وايي د تېر وخت په پرتله اوس د ماشومانو په ضد کېدونکې بدې پېښې رپورټ کيږي.

د خېبرپښتونخوا د خواريکښو د محکمې چارواکی سعید الرحمان وایي، د ماشومانو نه په کم عمرۍ کې محنت اخستل یوه غټه موضوع ده "او مونږ سره کره شمېرې نه وې، دې د پاره مونږ بيا يوه پروژه پېل کړه د کارکوونکو ماشومانو په هکله سروې وشوه اوس رپورټ راغلو نو مونږ ته پته معلومه شوه چې څومره ماشومان په کومو کومو ځايونو کې لګیا دي او کار کوي".

سعید الرحمان وایي، دا يوازې د مزدورانو د محکمې ذمه واري نه ده په دې کې نورې ادارې هم شته چې هغوئ هم په دې کې برخه لري او زمه واره دي.

د ماشومانو د پاره کارکوونکې غېردولتي ادارې ساحل په خپل يو رپورټ کې ويلي پاکستان کې هره ورځ ۱۱ ماشومان د جنسي زور زياتي ښکار کيږي.

دغه رپورټ زياتوي تر ټولو زياتې پېښې د پنجاب نه او بیا ورپسې د خېبرپښتونخوا نه ۱۲۴ رپورټ شوي دي.

د نفسياتي رنځونو ډاکټرانې وايي د جنسي تيري، ځورونې او نورو پېښو ښکار شوي ماشومان د نفسياتي ناروغيو هم ښکار کېږي.

د نفسياتو ډاکټره عروسه شیراز ډیوه ته وایي،د کارکولو په ځايونو کې چې کوم ماشومان ځورول کيږې نو هغې نه څوک هم انکار نه شي کولئ او دې سره سم ماشومان د بدني زياتي ترڅنګ د نفسياتي ناروغيو هم ښکار کيږي.

"نو مونږ سره چې څومره هم ماشومان راځي او د هرې يوې پېښې هم ښکار شوي وي نو هغه د نفسياتي ستونزو يو لوۍ جنجال نه تېرېږي او په نفسياتي توګه د بې دسته کېدو هم ښکار کېږي".

په پښتونخوا کې وخت په وخت د ماشومانو د حقونو خوندي کولو لپاره قوانین جوړ شوي دي.

د حکومتي ادارو چارواکي وايي د جوړ شوؤ قوانينو په هکله ټولنې ته د پوهې ورکولو مهم پېل شوی او دې سره به د ماشومانو په ضد کېدونکو پېښو کې کمی راشي.

په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو د ښېګړې او ژغورنې دکمېشن مشر اعجاز محمد خان وایي، که مونږ ته اطلاع ترلاسه شي چې يو ماشوم سره ظلم زياتی کېږي او ځورول کېږي نو مونږ کوشش کوؤ چې هغه ماشوم خوندي کړو او قانون په رڼا کې انصاف ورکړو.

ډیوه سره خبرو کې ښاغلی اعجاز وایي " که داسې څه خبره راځي نو زمونږ ۱۱۲۱ هېلپ لاین نمبر دی په هغې هم ټيلفون کېدای شي او زمونږ د ضلعو په کچه دفترونه دي هغې ته هم ټيلفون کېدای شي "

نوموړی وایي دوي ماشومانو سره د زیاتي په هکله شکایتونه حل کوي، ماشومانو ته وړیا قانوني مرسته ورکوي اؤ هڅه یې وي چې د ماشومانو په ضد جرم کوونکي د قانوني سزاګانو سره مخ شي.

ساحل نومې غېردولتي ادارې په خپل کلني رپورټ کې ويلي په 2023 م کال کې په ټول هیواد کې په ماشومانو د تشدد 4213 پېښې رپورټ شوي چې په کې 2021 ماشومان د جنسي تېري ښکار شوي دي.

ډاکټران وایي د وزیرستان اکثره خلک د جګړو او ناامنۍ له امله په ذهني ناروغیو اخته شوي

ډاکټران وایي په خېبر پښتونخوا صوبه کې ذهني ناروغۍ په څو چنده سیوا شوي او وجه یې د لسيزو راهسې روانې جګړې، تشدد او ناامني ده.

د ډېره اسماعیل خان مفتي محمود مېموریل ټیچینګ روغتون د نفسیاتو یا ذهني ناروغیو د درملنې په څانګه کې د بستر زیاتره ناروغانو تعلق د وزیرستان سره دی چې پکې د سړو ترڅنګ ښځې او ماشومان هم دي، دوی وايي په خپله علاقه کې د ذهني ناروغیو د درملنې اسانتیاوۍ نه لري.

دغه روغتون کې په ذهني ناروغتیا د اخته یو تن پلار سبحان وزیر ډیوه ته وایي، زوي یې هر وخت دا فکر کوي چې په افغانستان کې ظلم روان دی بیا چغې وهي اؤ د کور په کسانو تشدد شروع کړي.

هغه وایي خپل زوي یې لومړی پېښور ته علاج له بوتلی ؤ خو هلته مصرف زیات نو ځکه اوس ورله دغلته په ډیره اسماعیل خان کې علاج کوي.

د روغتون انتظامیه وايي په دې وروستیو کې د ذهني ناروغیو په مریضانو کې څو چنده اضافه شوې او هغوی د پاره موجودې اسانتیاوې ډیرې زیاتې کمې دي.

د هسپتال انتظامي مشر یا ډایریکټر جنرل ډاکټر عمر شاه وایي،روغتون کې د زنانه او نارینه و د پاره دوه بیلا بیل وارډونه ځانګړي کړل شوي دي خو بیا هم د ناروغانو شمیر ډیر سیوا ده او نه پکې ځاېیږي.

ډاکټران وايي د ذهني ناروغيو د زیاتوالي یوه وجه د پښتنو په خاوره روان تاو تریخوالی دی.

د دوی وینا ده د ترهګرۍ پرضد روانو جنګونو زیاتره ځوانان ناامیده کړي دي او تشدد ته یې هڅولي دي .

د ذهني ناروغیو ډاکټر ښاغلی کرامت الله بیټنی وایي، دغلته چې څومره ناروغان راځي دوی د ناامنۍ، بې ثباتۍ او کډوالۍ له وجې خفه شوي وي.

د هغه په وینا " همدې ته‌ ژور خفګان یا ډېپرېشن ویل کېږي خو بیا کله ورسره وېره یا انزایټي هم وي او وجه یې دا وي چې دوي د ترهګرۍ او جنګونو له امله مکمل ناامیده وي چې څه به کیږي"

په دې وروستیو کې صوبه او په ځانګړي ډول جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې سیوا شوې دي اؤ وزیرستان د وړاندې نه د پوځي عملیاتو او د ترهګرې مرکز ګرځېدلۍ دی.

د دغه سیمې خلک وايي ناامني سخت له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د سویلي وزیرستان استوګن نور محمد وي او ای ډیوه ته وایي، دده ورور روغ انسان و خو چې علاقه له بده مرغه د جګړو مرکز ګرځېدلی او اوس د ریاستي تګلارې له امله دافغانستان او پاکستان ترمینځ د انګور اډې لاره تړل شوې او د سیمې کاروبار په ټپه ودریدلی دی او دې بندیز او جنګونو د علاقې هر وګړی په ذهني توګه اغیز من کړی دی.

د ډاکټر کرامت نه چې مو وپوښتل ایا د ذهني ناروغیو ښکار یو تن له علاج وروسته عادي ژوند کولی شي او که نه؟ هغه وايي باوجود د دې چې د نفسیاتو ډاکټران ډېر کم دي خو علاج یې شته او علاج یې ارزان هم دی:

"خو دا بیا هم د عام نارمل انسانانو په څیر ژوند نه کوي دوی ته یو ځانګړی صفا او سوچه ماحول پکار وي او چې کله خپل کلي علاقې ته لاړ شي هلته بیا دا د نامنۍ او تاوتریخوالي ماحول وویني نو د بیا متاثره کېدو امکان یې ډیر زیات وي".

د پوهانو په وینا دې حالاتو هر وګړی د نفسیاتي ټراما یا صدمې سره مخ کړی او دا د بدني صدمې نه ډیره دردناکه او اذیت ناکه وي. باید خلک دا یوه بیماري وګڼي او د تعویزونو او پیرانو پرځاي دوی په روغتنونو کې علاج وکړي.

د پاکستان صدر اؤ وزیراعظم وایي ضروري ده چې خبریالانو ته له ویرې پاک چاپېریال ورکړل شي

د صحافت د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د پاکستان صدر اصف علي زرداري او وزیر اعظم شهباز شريف په جلا جلا بيانونو کې ویلي چي ټوله نړۍ کې خبریالان په خپل کار کې د چېلنجونو سره مخ دي او ضروري ده چې مونږ خبريالانو ته د وېرې څخه پاک چاپیریال ورکړو.

خبريالان وايي پاکستان کې نه يوازې د اظهار د ازادۍ قانوني حق تروړل کېږي بلکې د خبریالانو ژوند هم د خطر او ګواښونو سره مخ دی.

د جمعې په ورځ پاکستان کې د صحافت د ازادۍ نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل شوې چې هم په دغه ورځ د بلوچستان په خضدار سيمه کې وتلی خبريال او د خضدار پرېس کلب صدر محمد صديق مېنګل په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

خبريال مبارک زېب خان وايي په پاکستان کې د وژل شويو صحافيانو قاتلان نه معلومول کېږي او نه په دغو وژنو کې ککړو کسانو ته تر اوسه سزا ورکړی شوې ده.

ډيوه سره خبرو کې هغه وایي ،نن هم په دې ملک کې صحافيان وژل کېږي، اغوا کېږي، پرضد یې مقدمې درج کېږي .

د مبارک زېب په خبره " ايف آي ار کول خو ډېره معمولي خبره ده، دلته نېغ په نېغه د صحافیانو قتلونه روان دي او مونږ چې کله په دې تناظر کې ګورو نو پاکستان دا وخت د صحافت دپاره يو بدترين ځای دی"

د صحافت د نړیوالې ورځې په مناسبت د خبريالانو د حقونو نړیوال تنظیم رپورټرز ود اوټ بارډرز جارى کړي رپورټ کې پاکستان د صحافت د ازادۍ په نړيواله درجه بندۍ کې دوه درجې په ښکته راغلی او دا هېواد د 180 هېوادونو په فهرست کې په 152 نمبر اچول شوی دی.

رپورټ کې ویل شوي زياتره حکومتونه او سياسي مشران د داسې چاپيریال په باوري کولو کې په ناکامه کېدو دي چې د صحافت تحفظ په کې باوري وي.

په پاکستان کې د صحافت د ازادۍ او د ميډيا کارمندانو د تحفظ لپاره کار کوونکی غېر دولتي تنظيم فريډم نېټ ورک دعوه کوي چې د تېر يو کال په موده کې په پاکستان کې د اظهار ازادۍ ته په پېښو خطرو کې اضافه شوې ده .

فريډم نېټ ورک په خپل رپورټ کې ويلي چې د تېر يو کال په مهال پاکستان کې څلور خبريالان وژل شوي او هم دې موده کې د صحافيانو پرضد 104 مقدمې درج کړی شوي دي.

د فريډم نېټ ورک پروګرام منېجر عدنان رحمت وایي ،مونږ وينو چې د صحافيانو ژوند هم د خطر سره مخ دی او د ورپېښو بنديزونو له کبله هغوي نه شي کولی چې د رایې د اظهار د ازادۍ د اييني ضمانت لاندې خپله مسلکي دنده ترسره کړي.

د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف او صدر اصف علي زرداري د صحافت د نړیوالې ورځې په مناسبت خپلو جدا جدا بيانونو کې ویلي چي حکومت د صحافيانو تحفظ باوري کولو ته ژمن دی او وايي د اظهار ازادي د جمهوریت بنياد دی.

وتلی خبريال عامر غوري وايي د پاکستان په دستور کې د اظهار د ازادۍ 19 مه ماده د نړیوالې مادې څخه ډېره بدله ده.

ډيوه سره خبرو کې هغه وایي "پاکستان کې د 19 مې مادې سره دومره شرطونه تړل شوي دي چې بنده د څه ویلو نه وړاندې د مذهب، اسټبلشمنټ، حکومت او ټولنيز فشار په اړه څلور ځله سوچ کوي، په دې کې ازادي چرته باقي پاتې کېږي"

پاکستان د نړۍ په هغو دريوو هېوادونو کې شامل دی چې په کې د پيکا د تور قانون لاندې په ان لاېن فورم د رائ په ورکول کېدو هم مقدمې درج کېږي خو په نوره نړۍ کې بيا د سپکاوي د قوانینو لاندې اقدام کېږي.

نور کتل

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00
XS
SM
MD
LG