لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن د اوربند د نویو هڅو په لړ کې له نتن یاهو سره لیدلي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن په تل ابیب کې د حماس لخوا د برمته شویو اسرایلیانو د کورنیو له غړو سره خبرې کوي. انځور د مې میاشتې په لومړۍ نېټه اخېستل شوی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن په تل ابیب کې د حماس لخوا د برمته شویو اسرایلیانو د کورنیو له غړو سره خبرې کوي. انځور د مې میاشتې په لومړۍ نېټه اخېستل شوی.

واشنګټن – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن د شورو یا چهارشنبې په ورځ د اسرایلو په پلازمېنه بیت المقدس کې د اسرایلو له وزیر اعظم بین یمین نتن یاهو سره لیدلي.

دا لیدنه په داسې وخت کې شوې چې په غزه کې له حماس سره د اسرایلو په جګړه کې د اوربند راتلو لپاره د مصر په سرښار قاهره کې خبرې روانې دي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر وویل، چې بلېنکن" ټینګار وکړ چې دا حماس دی چې د اروبند د راتلو په لاره کې ولاړ دی."

د حماس جنګیالیو تر اوسه پورې د څو اونیو دغه وړاندې شوی اوربند نه دی منلی چې له اوه میاشتنۍ جګړې وروسته اوربند راشي او د اسرایلو له زندانو څخه د فلسطینیانو د خوشې کېدو په بدل کې برمته شوي اسرایلیان هم خوشې شي.

که څه هم بلېنکن د اوربند د نه راتلو په برخه کې په حماس تور لګولی خو مېلر وویل، چې بلېنکن نتن یاهو ته ویلي، چې امریکا تر اوسه هم د اسرایلو د مشر د هغې خبرې سره مخالفه ده چې وايي، د غزې په جنوبي ښار رفح کې به ځمکني عملیات کوي.

اسرایل وايي، دوی پلان لری چې دغلته د حماس جنګیالو پاتې څلور کنډکه هم له منځه یوسي.

بلېنکن په اسرایلو کې یوه خبري کانفرانس ته ویلي، "مونږ نشو کولای او په رفح کې به د یو بل لوی پوځي عملیاتو ملاتړ ونه کړو. داسې پلان نه شته چې ملکیانو ته د ضرر نه رسېدو باور ورکړي او مونږ داسې کوم پلان نه دی لیدلی."

هغه وړاندې وویل، "په ورته وخت کې داسې نورې لارې شته او زمونږ په باور د حماس له چلنج سره د مقابلې لپاره غوره لارې چې په هغو کې په رفح کې د یو لوی پوځي عملیات اړتیا نه ده شامله."

امریکا،‌ ملګروملتونو او د نړۍ ګڼو مشرانو په رفح کې له اعلان شویو ځمکنیو عملیاتو سره مخالفت ښودلی ځکه تر یو میلیون زیات فلسطینیان هلته کډه شوي دي.

اکثرو ته یې اسرایلي پوځ ویلي وو چې د جګړې په لومړیو کې د غزې له شمال څخه دغه ځای ته وتښتي.

خو نتن یاهو وايي، د رفح عملیات هدف ته د اسرایلو د رسېدو لپاره ضروري دي چې په غزه باندې د حماس کنټرول ختم شي او دا عملیات به له حماس سره د اوربند د کېدو او یا نه کېدو په حالت کې ترسره کېږي.

بلېنکن ویلي، "حماس باید پرېکړه وکړي چې ایا دا تړون مني او د خلکو لپاره حالات ښه کړي چې دوی یې دعوه کوي. د ځنډ لپاره وخت نشته. د نورو لانجو لپاره وخت نشته.‌ هلته تړون شته. هغوی یې باید واخلي."

هغه وویل، که چېرې حماس اوربند ته غاړه کښې نه ږدي، "زه فکر کوم دا به لا نور هم د دې ثبوت وي چې دوی یوه زره هم د فلسطینیانو په کیسه کې نه دي."

قاهره د هغو خبرو کوربه ده چېرې چې امریکا، مصر او قطري منځګړو د اوربند وروستی وړاندیز تیار کړی.

بلېنکن همدارنګه په دې دوامداره ټینګار کړی چې غزې ته دې نوره بشري مرسته هم ورسول شي چې د خلکو ورته اړتیا ده.

جګ پوړي امریکايي ډپلومات سیمې ته په خپل دغه وروستي سفر کې چې په کې په سعودي عرب او اردن کې یې هم دمې درلودې په وار وار په حماس باندې غږ کړی چې د اوربند وړاندې شوی وړاندیز دې ومني.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG