لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن: د غزې د جنګ په سر د پوهنتونونو په مظاهرو کې باید د بیان د آزادۍ او د نظم دواړو خیال وساتل شي


څو هفتې پس د هغه چې د امریکا په پوهنتونونو کې د فلسطینیانو په طرفدارۍ مظاهرو زور واخېست، صدر جو بایډن د زیارت/پنجشنبې په ورځ اولس ته وینا وکړه، او هغه کې یې ټینګار وکړ چې په کار ده هم د اظهار رأی آزادي او هم د قانون خیال وساتلی شي.

بایډن چې د وایټ هاوس نه تقریر کولو، په دې ټینګار وکړ چې په جمهوریت کې اختلافات ضروري دي، خو زیاته یې کړه چې "نظم باید بحاله کړی شي."

د امریکا صدر وویل: "مونږ یو آمرانه اولس نه یو، چېرته چې خلک خاموشه کړی شي یا مخالفین وچقول شي. د امریکاییانو غږ واورېدل شو. په حقیقت کې، پرامنه مظاهرې تر ټولو بهترینه طریقه ده چې امریکاییان د هغې لارې اهمو مسئلو ته غبرګون څرګندوي."

بایډن دا هم وویل چې هغه د اېوان نمایندګان د سپیکر، مایک جانسن په شمول د هغو رېپبلېکنانو د دې خبرې حمایت نکوي چې وایي د دغو مظاهرو چقولو ته دې نشنل ګارډ ولېږلی شي.

جو بایډن دا هم وویل چې د امریکا په پوهنتونونو کې مظاهرې د دې سبب ندي ګرځېدلي چې هغه دې د غزه په باب خپلې تګلارې باندې نظرثاني وکړي. د بایډن انتظامیې په غزه کې د اسرایل د جګړې په طریقه باندې نیوکې کړې دي، خو که څه هم مترقي پسنده ډېموکرېټانو او د امریکایي مسلمانو ډلو لخوا ورباندې زور راوړی شوی، مګر د حماس د نابوده کولو په هدف یې د اسرایل د هڅو ملاتړ جاري ساتلی دی.

د بایډن په تقریر باندې د امریکا د مسلمانانو د کونسل (کائیر) نایب مشر اېډوارډ مېچل نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې د صدر بایډن "په مبهمه او دوه اړخیزه وینا کې په ځانګړې توګه د هغو پرتشدده حملو یادونه یا غندنه ونشوله کوم چې د اسرایل طرفداره بلواګرو او د قانون نافذوونکو افسرانو په ټول ملک کې د غزې د نسل وژنې ضد احتجاج کوونکو طالب علمانو په ضد ترسره کړل."

اېډوارډ مېچل وي او اې ته وویل: "په کراتو داسې شوي چې د یهود ضد کومه دعوه شوې، نو وایټ هاوس په بېړه داسې [یهود ضد] کړنې غندلي، خو په کراتو بیا د فلسطینیانو ضد نسلي فرق او د اسلاموفوبیا د واقعاتو په باب غږ اوچتولو کې ناکامه شوی دی."

د صدارتي انتخاباتو دپاره رېپبلېکن امېدوار او پخواني صدر ډونالډ ټرمپ هم دغو وروستیو مظاهرو ته د بایډن په غبرګون تنقید کړی او څرګنده کړې یې ده چې ګني بایډن د مظاهره چیانو په وړاندې له حده زیاته نرمي ښيي.

ټرمپ د شورو/چهارشنبې په ورځ د وېسکانسن په واکېشا ښار کې یوې انتخابي جلسې ته وویل: "راډیکاله انتهایي پسندان او تندلاره ګڅ اړخي مشتعل کوونکي د کالجونو په ودانیو کې دهشت خوروي. او بایډن چېرته هم موندل کېدلی نشي. هغه هېڅ هم ندي ویلي.

دغه مظاهرې د بایډن دپاره چې د سږکال نوامبر میاشت په صدارتي ټاکنو کې ډېموکرېټ امېدوار دی، یوه زیاتېدونکې سیاسي لانجه راپیدا کړې ده. رېپبلېکنان په صدر بایډن باندې دا تور لګوي چې ګني په لاقانونیت او یهود ضدیت باندې سترګې پټوي، خو مترقي او ځوان ووټران په دې ورنه سخت خفه دي چې د غزې د جنګ په سر مظاهرو کې پولیسو په دوی زور استعمال کړ.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG