لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند د امریکایي ادارې لخوا د ۲۰۲۴ کال د مذهبي آزادۍ رپوټ باندې نیوکې کړې دي


هند د زیارت/پنجشنبې په ورځ د امریکا یو رپوټ چې همدا تېره هفته کې د مذهبي آزادۍ په باب خپور شو، وغندلو. په دې رپوټ کې د امریکا خارجه وزارت ته سپارښتنه شوې وه چې هند او شپاړلس (۱۶) نور هېوادونه دې د خاصې فکرمندۍ وړ ملکونو (سي پي سي) په فهرست کې شامله کړي.

د هند د خارجه وزارت ترجمان رندهیر جېسوال په یو خبري کنفرانس کې، دغه رپوټ "د هند په وړاندې پروپګېنډه" وبلله.

د امریکا د خارجه وزارت ترمخه، هغه ملکونه په سي پي سي فهرست کې شاملېدلی شي چې "په خاص ډو د مذهبي آزادۍ سختې خلاف ورزۍ" یي کړې وي.

دا رپوټ د شورو/چهارشنبې په ورځ د مذهب د عالمي آزادۍ په باب امریکایي کمېشن (یو اېس سي آی آر اېف) خپور کړ، کوم چې یوه آزاده دوه ګوندیزه اداره ده او هر کال د مذهبي آزادیو په حوالې سره د امریکا حکومت ته د پالیسیو وړاندیزونه کوي.

په دې رپوټ کې سپارښتنه شوې چې په ۲۰۲۳ کال کې په سي پي سي کې شامل شوي دوولس (۱۲) ملکونه دې يو ځلي بیا په ۲۰۲۴ کې هم په دې فهرست کې شامل کړی شي، چې په دغو ملکونو کې چین او روس هم شامله دي. خو د دې ترڅنګ یې پېنځه نور ملکونه هم یاد کړي چې د خاصې فکرمندۍ وړ ملکونو (سي پي سي) کې شامل کړی شي، او دا ملکونه افغانستان، آذربایجان، نایجریا، ویټنام، او هندوستان دي.

په دې رپوټ کې د ځینو غیردولتي ډلو یادونه هم شوې ده چې باید یو ځلي بیا د خاصې فکرمندۍ وړ وبلل شي، او هغو کې الشباب او بوکو حرام غوندې تنظیمونه شامل دي.

د دې ترڅنګ، په رپوټ کې یوولس (۱۱) نور ملکونه هم یاد شوي چې په کار ده "د مذهبي آزادۍ د سختو خلاف ورزیو د تحمل او یا عملي کولو" له امله يې د امریکا خارجه وزارت د خاص نظر په فهرست کې ځای کړی شي.

د هند د خارجه وزارت ویاند جېسوال په خبري کنفرانس کې وویل: "مونږ رښتیا دا توقع نلرو چې یو اېس سي آی آر اېف دې حتی د هند د متنوع، مردم پسنده او جمهوري اخلاقیاتو په اړه د پوهېدلو کوشش وکړي. د نړۍ د تر ټولو ستر جمهوریت په انتخاباتو کې د هغوی د مداخلت هڅې به هېڅکله هم کامیابه نشي."

یاده دې وي چې اوس مهال په هند کې عام انتخابات روان دي.

د امریکایي ادارې په رپوټ کې راغلي چې د نرېندرا مودي "د بهارتیا جناتا پارټۍ (بي جې پي) په مشرۍ حکومت تفریقي قامي پالیسۍ بیا پرځای کړي، د نفرت ډکه لهجه یې رواج کړې، او د فرقه وارانه تشدد په مخنیوي کې ناکامه پاته شوی دی."

د رپوټ ترمخه، دغه تشدد "په غیرمتناسب ډول" مسلمانان، عیساییان، سېکهان، ډلیت، یهودیان او آدي واسي قبایل اغېزمن کوي.

په رپوټ کې دا هم سپارښتنه شوې چې په هغو کسانو چې په هند کې د مذهبي آزادۍ د خلاف ورزیو ذمه وار دي، پابندۍ ولګولی شي. د امریکا کانګرس ته هم سپارښتنه شوې چې د هند دپاره دې صرف په هغه صورت کې د مالي امداد او د امریکایي وسلو د اخېستو منظوري ورکړي چې په هغه ملک کې د مذهبي آزادیو شرایط بهتره شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG