د پاکستان پوځ دعوه کړې چې د خېبرپښتونخوا په ټانک ضلع کې یې د استخباراتو په اساس عمليات کړي او درې "ترهګر" یې وژلي دي.
پوځ پرون د مې په دويمه نېټه ناوخته خپور کړي بیان کې ويلي، "وژل شوي ترهګر د ترهګرۍ په ګڼو پېښو او په وروستيو کې د جنوبي وزيرستان د ډسټرکټ اېنډ سيشن جج په تښتونه کې ککړ وو".
د جنوبي وزيرستان سيشن جج/ قاضي شاکرالله مروت په 27م اپرېل د خېبرپښتونخوا د ټانک او ډېره اسماعيل ضلعو ترمنځ لوی سړک څخه تښتول شوی، خو په بله ورځ بيا چارواکو ويلي وو، جج بيرته راخوشی کړل شوی دی.
د سي ټي ډي پوليسو ويلي وو، وسله والو جج په غېر مشروط ډول خوشی کړی، او هغه خپل کور ته ستون شوی دی. چارواکو په دغه اړه نور جزيات نه وو شريک کړي چې جج د کوم ځای نه خوشی شوی او څنګه خوشی کړل شوی دی.
د تښتولو د پېښې وروسته د جج يوه ويډيو مخې ته راغلې وه، نوموړي پکې ويلي وو، طالبانو تښتولی او د هغوی ځينې غوښتنې دي د غوښتنو پوره کولو پورې د خوشي کېدل ممکن نه دی. نوموړي په ويډيو کې د پېښور هايکورټ د چيف جسټس، خېبرپښتونخوا او مرکزي حکومت سره د سپريم کورټ د چيف جسټس نه د دغو غوښتنو پوره کولو ويلي وو چې پوره یې کړي او د هغه خوشي کېدل يقيني کړي.
د جج د تښتولو مقدمه ډېره اسماعیل خان کې د سي ټي ډي تاڼه کې درج کړل شوې وه. په مقدمه کې ويل شوي وو، د 25 نه تر 30 پورې د ټانک او ډېره اسماعيل خان ترمنځ په لویه لار موټر سايکلې ودرولې وې او لاره یې تړلې وه.
د پاکستان پوځ ويلي، امنيتي ځواکونو او استخباراتي ادارو په ګډه عمليات کړي، د ترهګرو سره نښته شوې او درې ترهګر وژل شوي دي.
د پوځي بيان ترمخه، د وژل شوو ترهګرو پېژندګلو د عظمت عرف عظمتي، کرامت عرف حنظلا او رېحان په نومونو شوې ده.
د پوځ او وسله والو ترمنځ د جګړو ځايونو ته اکثره خبريالان نه پرېښودل کيږي او د پېښو د ځايونو نه د مرګ ژوبلې په اړه د پوځ یا د وسله والو ډلو دعوې اکثره خپلواکه سرچينې تاييد کولی نه شي.
پاکستان کې د اپرېل په مياشت کې وسله وال بريدونه 38 فيصده سېوا شوي، تېره میاشت په ټول ملک کې په 77 وسله والو حملو کې د 31 امنيتي اهلکارو په ګډون ټول 70 تنه وژل شوي او په ټولو 77 حملو کې 73 فيصده، 56 بريدونه يواځې په خېبرپښتونخوا کې شوي دي.
پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکيورټي سټډیز (پيکس) د اپرېل په مياشت کې پاکستان کې د وسله والو بريدونو او پکې اوښتو مرګ ژوبلو په اړه خپور کړي رپورټ کې ويلي، د اپرېل په میاشت کې ترسره شوو وسله والو ټولو بريدونو کې 73 فيصده، 56 حملې يواځې په خېبرپښتونخوا کې شوې، د 26 امنيتي اهلکارو په ګډون پکې 17 ملکي وګړي وژل شوي او 19 امنيتي اهلکارو په ګډون پکې 32 کسان ژوبل شوي وو.
ويل شوي د خېبرپښتونخوا په څلور ضلعو ډېره اسماعيل خان، لکي مروت، ټانک او بنو کې تر ټولو زياتې 22 حملې شوي دي. د رپورټ ترمخه د خېبرپښتونخوا بندوبستي سيمو کې 31 او قبايلي ضلعو کې 25 حملې شوي دي.
Forum