پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي آی) پاکستان کې د اتمې فرورۍ په عامو انتخاباتو کې د درغلۍ تور بیا تکرار کړی، وايټ پېپر یې جاري کړی او غوښتنه یې کړې، عدالتي کمېشن دې د درغليو پلټنې وکړي، په درغلۍ کې ککړو کسانو پرضد کارروايي، او انتخابي اصلاحات دې وشي.
پاکستان کې په اتمه فرورۍ ترسره شوو انتخاباتو باندې د تحریک انصاف ګوند نه علاوه نورو سياسي ګوندونو هم د درغليو تورونه لګولي وو.
پاکستان کې د قانون جوړونې او روڼتيا ادارې پيلډاټ ويلي، د اتمې فرورۍ په انتخاباتو کې د تېرو دوو انتخاباتو په مقابله کې د روڼتيا کچه ټيټه ليدل شوې ده، او په دغه کچه کې پرله پسې کمی په پاکستان کې د جمهوري عمل کمزوري کېدو علامت دی او په انتخابي نظام کې د ولس د اعتماد په ځای کولو سمدستي اړتیا ظاهروي.
پيلډاټ ويلي و، د 2024م په عامو انتخاباتو کې په مجموعي ډول د روڼتيا کچه 49 فيصده وه کومه چې په 2013م کې 57 او 2018م کې 52 فيصده وه.
پيلډاټ د اتمې فرورۍ په انتخاباتو جايزه رپورټ خپور کړی دی.
په رپورټ کې په پوره انتخابي عمل کې د روڼتيا او احتساب د اقداماتو سېوا کولو سپارښتنه شوې او د الېکشن کېمشن نه غوښتنه شوې چې په ځانګړي ډول د نتيجو د مرتب کولو، د هغې د رسولو او انضمام په حواله دې د 2024م په عامو انتخاباتو کې د شوي وروسته والي او خاميانو پلټنې وکړي.
امریکې، برتانيې او يورپي يونين هم د پاکستان په انتخاباتو کې د ګډوډۍ، د درغليو په تورونو او د انتخاباتو په ورځ د انټرنېټ په بنديز اندېښنه څرګنده کړې او د پلټنو غوښتنه یې کړې وه.
خو د پاکستان نګران حکومت او الېکشن کمېشن د درغليو تورونه رد کړي او د انتخاباتو په ورځ د انټرنېټ د بنديز په اړه یې ويلي وو، د ناامنۍ د خطرو له امله انټرنېټ بند کړی شوی وو.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر بېرسټر ګوهر علي خان پرون په اسلام اباد کې يوه خبري غونډه کې ويلي، په انتخاباتو کې د دوی ګټه په ماتې بدله کړل شوې ده.
هغه ويلي، په انتخاباتو کې د درغليو په سر یې سپريم کورټ او الېکشن کمېشن ته خواستونه کړي خو نه دي اورېدل شوي ځکه دوی د 300 صفحو وايټ پېپر جاري کوي.
تحريک انصاف ګوند د پاکستان په الېکشن کمېشن هم نيوکې کړي او د چيف الېکشن کمشنر څخه د استعفا غوښتنه یې کړې ده.
پاکستان تحریک انصاف ګوند وړاندې هم په الېکشن کمېشن او چارواکو یې کلک تورونه لګولي خو الېکشن کمېشن تل دغه تورونه رد کړي دي.
تېر ماسخوتن مذهبی سياسي ګوند جمعيت علمااسلام ف ډلې هم په کراچۍ کې د ولسي اسمبلۍ په نوم جلسه کړې، او په انتخاباتو کې د درغليو تورونه یې لګولي دي.
Forum