د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په کراچۍ کې د چين کونسلګرۍ ته ورغلی، او ويلي یې دي "د چينايي وګړو امنيت ورته ډېر ګران دی، د چينايانو د تګ راتګ دپاره جوړ پلان باندې عمل کولی شي او د چينايي وګړو خونديتوب زمونږ فرض دی".
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت پرون د زیارت/ پنجشنبې په ورځ ویلي، محسن نقوي په کراچۍ کې د چين د کونسل جنرل يانګ يونډونګ سره ليدلي، په دوه اړخيزه چارو او چينيايي وګړو د امنیت په اړه یې خبرې اترې کړي دي.
ويل شوي، د کورنيو چارو وزير، د چين کونسل جنرل پاکستان او په ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې د چينايي وګړو د حفاظت دپاره پورته کړل شوو اقداماتو باندې خبر کړی دی.
محسن نقوي ویلي، دښمن د پاکستان او چين دوستۍ ته د تاوان اړولو هڅې کوي، خو دغه ډول هر سازش به ناکاموي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د چین کونسل جنرل په امنيتي پلان د اطمينان څرګندونه کړې ده.
په 26م مارچ د خېبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سیمه کې د داسو ته روانه د چیني انجنیرانو په قافله یو ځانمرګي برید شوی وو، پینځه د چین انجنیران او د هغوي یو پاکستانی ډرایور پکې وژل شوي وو.
په هغه مهال د ملاکنډ ډویژن د پولیس مشر یا ډي آی جي محمد علي ګنډا پور ویلي وو چې برید کوونکو له باردو ډک ګادی د چیني انجینرانو د ګاډي سره ټکر کړی وو.
تر دغې پېښې وروسته چین د پاکستان نه د شوي برید د بشپړه پلټنو او د خپلو وګړو د تحفظ غوښتنه کړې وه او هم یې له خپله انده د پېښو پلټنو لپاره یو پلاوی د بیجنګ نه پاکستان ته لېږلی وو.
درې ورځې وړاندې د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې دعوه کړې بشام کې د چین په انجنیرانو شوي ځانمرګي برید کې د ککړتیا په تور یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) څلور ترهګر نیولي دي.
سي ټي ډي ویلي وو، په نيول شوو ترهګرو کې د مرکزي ملزم عادل شهباز تعلق د افغانستان د ننګرهار ولایت جلال اباد سیمې سره، او د نورو پېژندګلو د محمد شفیق قرېشي، زاهد قرېشي او نذیرحسېن په نومونو شوې او د هغوي تعلق د پښتونخوا د مانسهرې سیمې سره دی.
دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د پينځه جاپانيانو په ګاډي دوه ځانمرګو بريد کوونکو بريد کړی خو هغوی پکې روغ وتلي وو.
Forum