لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګلګت کې د مسافرو بس ژورې کندې ته غورځېدلی، لږ تر لږه ‏‎20‎‏ مسافر پکې مړه شوي دي


د پاکستان د انتظام لاندې ګلګت بلتستان په چلاس سیمه کې د مسافرو يو بس ژورې کندې ته غورځېدلی، د ګلګت حکومتي وياند فېض الله فراق وي او ‏اې ډيوه ته تاييد کړه، چې د راولپنډۍ نه ګلګت ته روان بس نن سهار پينځه نيمې بجې په چلاس علاقه کې ژورې کندې ته غورځېدلی، ‏20‎‏ مسافر پکې مړه ‏شوي او ‏21‎‏ نور ژوبل شوي دي.‏

هغه وویل، ژوبل مسافر د چلاس او نزدې نورو روغتونونو ته منتقل کولی شي، د ژغورنې او نورې امدادي ادارې پکې برخه اخلي.‏

هغه وویل، د مسافرو بس نزدې ‏300‎‏ فټه ژور د دريای سيند غاړې ته غورځېدلی دی. ‏

د ابتدايي معلوماتو ترمخه بس په موړ کې د تېز رفتارۍ، او ډرايور د بې پروایۍ له سببه کندې ته غورځېدلی دی.‏

فراق زیاته کړه، د وزيراعلا ګلګت بلتستان په لارښوونه د ژغورنې ادارې، پوليس او ضلعې انتظامیې د پېښې د ځای نه مړي او ژوبل روغتونونو ته منتقل ‏کړي دي او د ژوبلو درملنه روانه ده.‏

هغه وویل، د مړه شوو د پېژندګلو عمل روان دی، ځينې پېژندل شوي او ځينې لا نه دي پېژندل شوي د پېژندګلو د عمل پوره کېدو وروسته به خپلو علاقو ‏ته لېږلی شي.‏

حکومتي ویاند وويل، دا ډېره بد مرغه پېښه ده، د ګلګت بلتستان حکومت او ولس پرې غمجن دی.‏

پاکستان کې وخت په وخت خونړۍ ټرېفکي پېښې کيږي، چارواکي د دغو پېښو علت د ډرايورانو غفلت، د حساب نه سېوا وزن بار کول او د قانون ‏سرغړونه بولي.‏

خو ډرايوران بيا وايي، زياتې پېښې د تنګو او خرابو سړکونو له امله کيږي.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG