لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حماس د غزې د اوربند وروستي وړاندیز ته په "مثبته سترګه" ګوري


حماس وايي، دوی د غزې تړون باندې په "مثبته روحیه" غور کوي، او ملګروملتونو خبرداری ورکړی چې د فلسطین د ویجاړې شوې سیمې بیا رغول به داسې هڅو ته اړتیا ولري چې د دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې نه دي لیدل شوي.

حماس د میاشتو راهیسې د بندو او روانو مذاکراتو وروسته د بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې د اوربند وړاندیز ته خوشبینې او هیله څرګنده کړې، چې ښايي ژر تړون ته سره ورسېږي.

که څه هم روغتیايي چارواکو د جمعې په ورځ د غزې په جنوبي ښار غزه کې د تازه هوايي بریدونو خبر ورکړی.

د حماس مشر اسمعیل هنیه ویلي، دغه ډله به "ژر" یو پلاوی مصر ته واستوي چې د اوربند د تړون په اړه روان بحث بشپړ کړي هغه تړون چې "زمونږ د خلکو غوښتنې پکې ښکاري."

هنیه چې د حماس د سیاسي څانګې مشر دی، مصري او قطري منځګړو ته د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې حماس د اسرایلو لخوا وروستی وړاندیز په "مثبت نظر" ګوري.

دا خبرې په داسې وخت کې شوي چې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ملګروملتونو په یو راپور کې اټکل شوی چې دا به اتیا کاله وخت ونیسي چې ټول هغه کورونه بېرته جوړ شي کوم چې په تېرې اوه میاشتنۍ جګړه کې ویجاړ او هوار شوي دي.

عرب هېوادونو ته د ملګروملتونو د پراختیايي‌ ادارې یا یو ان ډي پي مشر عبدالله الدرداري په اردن کې یوې خبري غونډې ته وویل،

"د ویجاړي اندازه ډېره لویه او بې سارې ده. دا داسې یو کار دی چې نړیواله ټولنه ورسره تر دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې نه ده مخامخ شوې."

یو ان ډي پي اټکل کړی چې نسلونه وخت به نیسي چې له دې جګړې څخه رسېدلی ټولنیز اقتصادي زیان جبران شي او د اوربند غوښتنه یې وکړه.

تر اوسه د دواړو خواوو ترمنځ مرکچیان په دې توانیدلي چې په نومبر کې د یوې اونۍ یو تړون وکړي د کوم له مخې چې له حماس سره د ۲۴۰ برمته کسانو له ډلې څخه ۱۰۵ یې خوشې کړای شول.

اسرایل اټکل کوي چې ۱۲۹ تنه نور برمته شوي کسان چې حماس د اکټوبر د اوومې په برید کې تښتولي وو اوس هم په غزه کې دي.

پوځ وايي، ۳۵ تنه یې مړه شوي دي چې په هغو کې یو ۴۹ کلن درور اور هم شامل دی.

حماس د دایمي اوربند غوښتنه کوي او دا چې ټول اسرایلي سرتېري دې له غزې څخه ووځي خو اسرایل دا رد کړي دي.

که څه هم په اسرایلو کې د برمته شویو کسانو د خوشې کېدو په اړه تل لاریونونه کېږي خو وزیر اعظم نتن یاهو ژمنه کړې چې جګړه به روانه وي.

هغه ویلي، چې که تړون وشي‌ او که ونشي دی به په رفح کې د ځکمنیو عملیاتو لپاره پوځیان استوي که څه هم هلته شاخوا یو نیم میلیون ملکیانو پناه اخېستې.

په هر صورت د نوي تړون هغه خبرې چې برتانیې خپرې کړي په هغو کې د ۴۰ ورځو اوربند دی چې په دغه مهال به برمته شوي اسرایلیان د زرګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې خوشې کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن منځني ختیځ ته د خپل وروستي او تازه سفر په ترڅ کې له فلسطیني ډلې حماس څخه غوښتي وو چې ورته د اسرایلو لخوا وړاندې شوی تړون ومني او دا یې د اسرایلو لخوا له "سخاوته ډک" تړون بللی و.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG