لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړنه ښیي د موسمي بدلون له امله به راتلونکو 26 کالو کې د نړۍ اوسط ګټه نزدې پنځمې برخې ته راټیټه شي


وروستۍ څېړنې ښيي چې د اقليمي بدلون له امله به په راتلونکو 26 کالو کې د نړۍ اوسط ګټه نزدې پنځمې برخې ته راټیټه شي.

د چاپېریال پوهان وايي د اقليمي بدلون اغېز به په سویلي اسيا او بيا په خاصه توګه د پاکستان په څېر هغو هېوادونو باندې زيات وي چې د دې د ناوړه اغېزو نه یې د ځان خوندي کولو لپاره د وړاندې نه تیاری نه وي کړی.

په نړيوال اقتصاد د موسمي بحران د خرابو اغېزو په اړه یوه څېړنه کې ويل شوي چې د مخ په زياتېدونکې تودوخي، زیاتو بارانونو او سخت موسم له وجې د پېړۍ نيمايي پورې هرکال د 38 ټريليينه ډالرو د نقصان کېدو امکان دی.

د څېړنې په هکله دي ګارډين ورځپانه کې خپور شوي مضمون کې ليکلې شوي چې د موسمياتي خرابو اثراتو له وجې به 2049 پورې د نړۍ د امدن مستقل زيان 19 فيصده ته ورسېږي.

د ماحولياتو ماهرين وايي چې د اقليمي بدلون خراب اثرات د پرمختللي هېوادونو په پرتله د پاکستان په څېر وروسته پاتې هېوادونه زيات اغيزمن کوي.

پېښور پوهنتون کې د ماحولياتي چارو کار پوهه او څېړونکی پروفیسر ډاکټر حزب الله خان وایي د اقلیمي بدلون اثر په یوه خاص منطقه نه بلکې په ټوله نړۍ وي.

‌ډیوه سره خبرو کې هغه وایي " څه ته مونږ علاقايي او څه ته نړيوال اثرات وايو، نو دې نړوالو اثراتو کې موسمي بدلون او نړيواله تودوخه راځي، نو د دې په يوه خاص منطقه اثر نه وي بلکې په ټوله نړۍ يې اثر وي"

هغه وایي ددې تودوخې اثر به یوازې په پاکستان نه وي چې واورې یې په ویلي کیدو شي بلکې دا اثر به په افغانستان، سريلنکا، بنګال انډيا او نورو ملکونو هم وي.

د دي ګارډين ورځپانې په مضمون کې ليکل شوي چې د امريکا او يورپ په امدن کې به دا کمی نږدې 11 فيصده، افريقه او جنوبي اسيا کې به 22 فيصده وي او ځينو ځانګړي هېوادونو کې د دې نه زيات هم کېدای شي.

د ماحولياتو ماهرين وايي په دې منطقه کې پاکستان د موسمي بدلون او نړيوالې تودوخې نه ځکه زيات اغيزمن کېږي چې د دې د خرابو اثراتو د مخنيوي دپاره يې هغه شان اقدامات نه دي کړي څنګه چې پکار دي.

د پېښور آي ايم ساينسز پوهنتون کې د ماحولياتو کارپوهه او څېړونکی پروفیسر محمد رفیق وایي ،چا چې په وخت د اقلیمي بدلون په وړاندې خپل حکومتي نظام ښه کړو نو هغوي به د کمو ستونزو سره مخ کیږي.

"اوس دې کې چې چا ليډ واخيستو او خپل حکومتي نظام يې ښه کړو نو هغوی ته به مسلې کمې راځي، انډيا زمونږه په شان د خطر سره مخ ده خو هغوی بيا هم لګيا دي خپل نظام سموي خو زمونږه دلته کې کار نه کېږي، د وفاقي حکومت، صوبايي حکومتونو او بلدياتي حکومتونو ترمنځه د تعاون يا د رابطې نظام نشته او يوه منصوبه نشته چې دوی پرې عمل وکړي"

په خېبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې پي ډي ايم ای دشمېرو ترمخه په صوبه کې د وروستيو بې وخته بارانو له امله تر دې دمه 80 تنان مړه او 100 نه زیات کسان ژوبل شوي دي.

اداره وايي چې دې دوران کې د زياتو بارانونو له امله په مجموعي توګه 3 زره او څه د باندې 300 ودانیو ته زیانونه هم اوښتي دي.

د ماحولياتو ماهرين وايي چې په نړيوالې تودوخې کې د زياتوالې له وجې د فصولونو پېداوار هم متاثره کېږي او د خوراک د ناخونديتوب د کچې سېوا کېدو سوب ګرځي.

ډاکټر حزب الله خان وایي، که درجه حرارت يوه درجه هم سېوا شو نو څومره چې د کروندې زمکې او علاقې دي دا به ټولې سېلابي شي.

د هغه په خبره "دلته به واټرلاګنګ دومره سېوا شي چې دا به فصلونه نه کوي، دوی خو لا د دوو ډګرو خبره کړې، مونږه ته ښکاره پته ده چې په مختلفو علاقو کې ډېر فصلونه داسې دي چې هغه نه کېږي لکه د مونګ پلو فصلونه ختم شو، ځينې ځای کې په ګنو او غمنو مرض راشي"

د ماحولياتو ماهرين وايي پاکستان د نړۍ په لومړیو هغو لسو هېوادونو کې شمار دی کوم چې د موسمي بدلون نه زيات اغېزمن کېږي.

د حکومتي شمېرو ترمخه په 2022 کال کې راغلو سېلابونو د پاکستان په کچه څه باندې 30 ميلينه خلک اغېرمن کړي وو او د هېواد اقتصاد ته يې شاوخوا 30 اربه ډالره زيان رسولی و.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG