لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان په نړۍ کې د صحافت په ازادۍ کې تر ټولو زیات 26 درجې لاندې تللی اؤ پاکستان 7 درجې ترقي کړې


د صحافت د ازادۍ د نړیوالې ورځې په موقعه د صحافیانو لپاره کار کوونکي غیر دولتي سازمان "بې پولې خبریالان" وایي د صحافت د ازادۍ په نړیواله درجه بندۍ کې افغانستان تر ټولو زیاته 26 درجې تنزلي کړې اؤ په 178 نمبر ودریدلی دی.

خو دغه رپورټ بیا ښیي چې پاکستان 7 درجې ترقي کړې اؤ په 152م نمبر ودریدلی دی.

د بې پولې خبریالانو نړیوال تنظیم ګرده نړۍ کې د خبریالانو خلاف په سیوا شوي سیاسي جبر اؤ په صحافت په لګول شوؤ بندیزونو ژورې اندېښنې ښکاره کړي دي.

ټوله نړۍ کې د صحافیانو په حالت کې د تېر کال په مقابله کې سږکال هم څه خاص غوره والی نه دی راغلی اؤ د بې پولې خبریالانو د تنظیم له لوري د خپاره شوي رپورټ له مخې په ګرده نړۍ کې صحافیان د خپلو سیاسي مشرانو د لاسه په خطره کې دي.

په ډان ورځپاڼه کې خپور شوی د بې پولې خبریالانو د نړیوال تنظیم دا رپورټ وایي زیاتره حکومتونه اؤ سیاسي مشران د داسې چاپیریال په باوري کولو کې په ناکامه کېدو دي چې د صحافت تحفظ پکې باوري وي اؤ ولسونه یې باوري، بې پلوه اؤ هر اړخیزه خبرونو ته لاس رسی ولري.

رپورټ زیاتوي چې د ریاستونو اؤ سیاسي ادارو د فشارونو له امله د میډیا ازادي په محدودېدو ده.

درجه بندي :

د رپورټ له مخې د اکتوبر2023م راهdسې غزه کې له جګړې پیل کیدو وروسته د صحافیانو اؤ میډیا پر ضد سرغړونې زیاتې شوې دي اؤ په د اسرایل له لوري په غزې کې تر 100 زیات صحافیان وژل شوي دي.

پخپل 22م کلني رپورټ کې د بې پولې خبریالانو تنظیم ناروی یو وارې بیا د خبریالانو لپاره تر ټولو غوره اؤ افریقایي هیواد اریټیریا تر ټولو خراب هیواد ګرځولی دی.

پروسکال تر ټولو په ښکته درجه راغلی هیواد شمالي کوریا سږکال دوه درجې پرمخ تللی اؤ په 177م نمبر ودرېدلی دی.

دافغانستان تر ټولو زیاته ښکته کېدل:

د کومو ملکونو درجې چې تر ټولو زیاتې په ښکته تللي هغې کې افغانستان هم شامل دي، افغانستان 26 درجې تنزلي ښکته تللی اؤ په 178 نمبر ودریدلی دی.

همدا شان ټوګو 43 درجې تنزلۍ سره 113م نمبر اؤ ایکواډور د 30 درجو تنزلۍ سره په 110م نمبر ولاړ دي.

رپورټ ښیي چې ارجنټاین 26 درجې تنزلي کړې اؤ په66م نمبر دی. د نړۍ تر ټولو سترو معاشي طاقتونو کې امریکا هم 10 درجې په ښکته راغلې ده.

رپورټ کي په څلورو کې درې برخې هیوادونه د صحافت د ازادۍ په حواله "خراب "ګرځول شوي

د لاندینۍ درجې په 10 هیوادونو کې چین،ایران، شمالي کوریا،شام اؤ اریټریا شامل دي.

رپورټ وایي چې دغو هیوادونو کې په ریکارډ شمیره کې صحافیان نیول شوي،لادرکه کړل شوي اؤ هم یرغمال کړی شوي دي.

میکسیکو د صحافیانو لپاره هم هغه شان خطرناک ترین هیواد بلل شوی اؤ ویل شوي چې دغلته د کال 2019 نه تر اوسه 37 خبریالان وژل شوي.

ایشیا پیسیفک سیمه د صحافت لپاره د نړۍ دوهمه خطرناک ترینه سیمه بلل شوې ده، په دې سیمه کې پینځه هغه هیوادونه دي چې په نړۍ کې د صحافیانو لپاره خطرناک ترینه 10ؤ هیوادونو کې شمېر دي.

په دې هیوادونو کې میانمار (171م)، چین (172م )، شمالی کوریا (177م)، ویتنام (174م) او افغانستان (178م ) شامل دي خو د تېر کال برعکس د سیمې هیڅ یو هیواد د انډیکس د سر په 15نومونو کې نه دی شامل .

د پاکستان لپاره چیلنجونه:

د فریډم نیټ ورک د یو رپورټ له مخې پاکستان کې په تېر یو کال کې څلور صحافیان وژل شوي اؤ د صحافیانو په ضد تر 104 زیاتې مقدمې درج کړل شوي.

د بې پولې خبریالانو د تنظیم په رپورټ کې ویل شوي چې پاکستان 7 درجې ترقي کړې اؤ په 152م نمبر ودریدلی. پروسکال پاکستان دې درجه بند کې په 159م نمبر راغلی ؤ. هند بیا دې رپورټ کې په 159م نمبر ښودل شوی.

پاکستان د نړۍ په هغو دریوؤ هیوادونو کې شامل دی چې پکې د پیکا د تور قانون لاندې په انلاین فورم د رایې په ورکول کیدو هم مقدمې درج کیږي خو په نوره نړۍ کې بیا د سپکاوي د قوانینو لاندې اقدام کیږي.

رپورټ ښایي چې اسرایل په 101، امریکا په 55، برتانیه په 53، عرب امارات په 160اؤ سعودي عرب 166م نمبر دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG