لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کار پوهانو اؤ طالبعلمانو د تېملګرې کالج د ښځينه زده کوونکو په غیر نصابي فعالیتونو باندې بندیزونو ته سخت غبرګون ښودلی


په خېبر پښتونخوا کې تعلیمي پوهانو او طالب علمانو د کوز دیر د سرکاري کالج د ښځېنه زده کوونکو په غیر نصابي فعالیتونو د بندیز لګولو په اقدام اندېښنې ښکاره کړي اؤ ویلي یې دي چې په پښتنه ټولنه کې جینکۍ زده کوونکې له وړاندی څخه د ګڼ شمیر چیلنجونو سره مخ دی او د کالج د انتظامیې دا فیصله به د طالب علمانو ذهني او جسماني وده اغېزمنه کړي.

د اپریل په 29مه د ګورنمنټ پوسټ ګریجویټ کالج کوز دیر تیمرګرې د انتظامیې لخوا په جاری کړل شوې اعلامیه کې جینکو زده کوونکو ته ویل شوي چې هغوی باید د کالج دننه په څه رقم سیاسي ، غیر نصابي او نورو دستورو کی برخه وانه اخلي.

طالب علمانې وایي د وړاندې نه په ټولنه کی نجونه د لوړو زده کړو څخه محرومې دي او دې فیصلې سره د جینکو حوصلې نورې هم ماتې شوې.

د مردان د عبدالولی خان پوهنتون یوه زده کوونکې صاحبه علي ډیوه ته وایي د پښتنو په ټولنه کې د نیمې نه زیاته برخه د جینکو ده او په هغې کې هم ډیری جینکي تعلیم نه شی ترلاسه کولی.

هغه وایي ډیرې کمې پښتنې نجونه په مشکله سکول او کالج ته ځي اؤ "چې په دې کې په دوی پابندۍ ولګي نو هغوی ته به مشکلات زیات کړي او د جینکو زده کوونکو حوصلی به ماتې شي او چی کومې لږې ډیرې جینکۍ راځي هغوی به هم له تعلیم څخه محرومې شی"

د کوز دیر د کالج انتطامیه وایي هغوی دغه بندیزونه د جینکو طالب علمانو د ښېګړی دپاره لګولي.

انتظامیې ډیوه ته ویلي د کالج دننه امن امان برقرار ساتل او د څه قسمه بدنظمۍ مخه نیول د هغوی ذمه واري ده .

خو په صوبه کې د طالب علمانو تنظیمونو دې فیصلی ته بد ویلي او غوښتنه یې کړې ده چې زر تر زره دې دا فیصله واپس واخستل شی ګنې هغوی به په احتجاج لاس پورې کړي.

په عبدالولي خان پوهنتون کې د پښتون سټوډنټ فیډریشن مرستیال مشر جاوید شینواری ډیوه ته وایي "په افغانستان کې (په ښځينه زده کوونکو)پابندۍ لګیدلي، دغه شان که پرې دلته هم پابندي لګوو او بیا یې که سکول یا کالج ته ولیږو نو د ګیټ دننه هیڅ قسمه انټریکشن نه وي، د لوبو او یا د سیاسي هلو ځلو اجازه نه ورکوو نو دا ډیر غلط تاثر غورځوي او ددې له وجې مونږ ډیر وروسته پاتی یو"

په صوبه کې د کالجونو د تعلیم څانګې ډیوه ته ویلي هغوی د دیر د کالج ددغه اعلامیې جاج اخلي او هغه فیصله به د میډیا سره شریکه کړي.

د تیمرګرې د کالج سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي، تر دې فیصلې وړاندی په تیر وړوکي اختر کې په یاد کالج کې هلکانو طالب علمانو د اختر د خوشحالۍ نمانځلو پاړټی کړې وه او له هغې وروسته انتطامیی په جینکو بندیزونه ولګول.

څیړونکی وایی د هلکانو په رنګه جینکي هم دا حق لري چې په غیر نصابي او سیاسي فعالیتونو کې برخه واخلي .

پوهان وایي په غیر نصابي سرګرمیو بندیزونه د زده کوونکو ذهنې وده اغېزمنوي.

د عبدالولی خان پوهنتون د څیړنې د څانګی مشر ډاکټر طارق محمود ډیوه سره خبرو کې وایي، دا فیصله چې هر چا کړې وي، دې سره به د زدکړو موثره انداز اغیزمن کیږي او د ماشوم یا د ماشومې جذباتي صلاحیتونه او د هغې ذهني وده به اغېزمنه کیږي"

د پاکستان د اقتصادي سروی مطابق په خېبر پښتونخوا کی د تعلیم شرحه 55 فیصده ده او اکثره جینکۍ د لسم ټولګي وروسته خپلی زدکړی په نیمایي کی پریږدي او د مختلفو بندیزونو او غربت له وجې هم جینکۍ د لوړو زده کړو نه محرومه پاتی کیږي .

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG