د بلوچستان د پوليو کارکوونکو د اتحاديې يو چارواکی قاسم خان وايي، په صوبه کې د کارکوونکو د هڅو په نتيجه کې اوس د زياتو کېسونو مخه نيول شوې ده دی وایي، حکومت بايد د پولیو سره د مبارزې په لاره کې د وژل شویو کسانو له کورنيو سره پر وخت او نوره هم مرسته وکړي.
د بلوچستان مرکز کوټې ته څېرمه په کچلاغ سيمه کې چارواکي وايي، د پولیو پرضد روان کمپاین کې افغان کډوال ماشومانو ته لومړيتوب ورکول کېږي.
د کوټې د بلوڅي سټريټ اوسېدونکی نديم جان وايي، چې د دوی سيمې ته په هرکيمپېن کې پوليوکارکوونکي ورځي او ماشومان يې د پوليوپرضد ويکسين کوي. په خبره يې دوی ځکه له پوليو ټيمونو سره همکاري کوي، چې پوليو يوه خطرناکه ناروغي ده او علاج يې نه کېږي
د بلوچستان په دېرشو ضلعو کې د پوليو ضد اووه ورځنی کمپېن د ګل یا دوشنبې په ورځ پيل شوی. په کمپېن کې به درويشت لکه ماشومانو ته چې عمرونه يې تر پينځو کلونو پوري وي، د پوليو ضد قطرې ورکول کېږي. کمپېن پرانيسته د بلوچستان د بېړنيوعملياتو په مرکز اي او سي کې د صوبې د صحت سيکرټري عبدالله خان وکړه.
له تېرو پينځلس کلونو راهيسې د بلوچستان په پوليو مخنيوي پروګرام کې د ګرځنده ټيمونو څارنه يا مانيټرنګ کوونکې عايشه وايي، د بلوچستان په سرحدي سيمه ږوب کې د کډوال ماشومانو د ويکسين کولو لپاره خېمو او جوګيو ته ورځي
د بلوچستان د پوليو مخنيوي پروګرام چارواکي وايي، له يوې سيمې بلې ته د خلکو تګ راتګ هم د پوليو د مثبتو کېسونو د خپرېدلو سبب ګرځي دوی موسمي خلک د وايرس له مخې های رسک بلل کېږي، ځکه نو په کيمپېنونو کې لومړی د دې ګروپ ماشومان ويکسين کېږي. تفصیل رفیع الله مندوخېل په راپور کې.
د بلوچستان په دوو ضلعو ډېره بګټي او سرحدي ضلع چمن کې تېره اوونۍ د کال لومړي د پوليومثبت کېسونه رپوټ شوي دي. دا په تېرو دریو کلونو کې لومړی ځل دی چې په صوبه کې مثبت کېسونه رپوټ کېږي. وروستی کېس په دوه زره يويشت کې په کلاعبدالله ضلع کې رپوټ شوی وو. تفصیل د رفیع الله مندوخېل په راپور کې.
د ږوب سيمې يو پوليو کارکوونکی نعيم الله خان وايي، چې دوی په سختو موسمونو او د ګڼو نورو ستونزو سربېره ماشومانو ته د پوليو ويکسين ورکوي. په کليوالو سيمو کې د کورونو په منځ کې فاصلې زياتي وي، خو د يوه ماشوم له ګوزڼ خوندي ساتل د دوی لومړۍ ترجيح ده. تفصیل د رفيع الله مندوخېل په راپور کې.
د اجمل خان په نامه یو معذوره کس وايي، کوښښ کوي چې د واکسین له لیارې نور ماشومان له معذورتیا څخه وژغوري دی د کوټې کندهار ترمنځ پرې لویې لارې باندې ماشومانو ته واکسینونه ورکوي. د ډیوې له خبریال رفیع الله مندوخېل سره یې خبرې کړي.
په بلوچستان کې د پوليو ضد اووه ورځنی کيمپېن د ګل یا دوشنبې په ورځ پيل شوی د دغه کيمپېن په ترڅ کې به په ټول ايالت کې شاوخوا دوه نيم ميليونو ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې او ويټامن اې ورکول کېږي. کيمپېن به د کوټې په ګډون د صوبې په شپږويشت ضلعو کې ترسره کېږي. تفصیل د رفيع الله مندوخېل په راپور کې.
د روغتيا د نړيوال سازمان په مرسته د بلوچستان د ويکسين مرکز ای پي ای له لوري د بلوچستان په څلور دېرش ضلعو کې د پوليو په ګډول د لس, نورو ناروغيو پر ضد د روټين ويکسين کيمپېن پيل شوی دی. تفصیل د رفیع الله مندوخېل په راپور کې.
نور کتل