لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران اسرایل ته خبرداری ورکړی چې د هغه هېواد په اېټمي تنصیباتو برید ونکړي


د ایران په بوشهر کې د اېټمي تنصیباتو یوه برخه
د ایران په بوشهر کې د اېټمي تنصیباتو یوه برخه

د ایران سرکاري مېډیا رپوټ ورکړی چې د سپاه پاسداران انقلاب یو جګپوړي چارواکي د زیارت/پنجشنبې په ورځ ګواښ وکړو که چېرته اسرایل د هغه ملک په اېټمي تنصیباتو برید وکړي، نو ایران به هم د اسرایل "اېټمي تنصیبات" په نښه کړي. هغه دا خبره په داسې حال کې کړې چې اټکل کیږي اسرایل به د ایران د خالي/شنبې ورځې د حملې جواب په انتقامي حملې ورکړي.

د ایران لخوا چې په اسرایل د میزائیلو او ډرونونو کومه حمله وشوه، اکثره هغه میزائیلونه او ډرونونه په نښه او نسکوره کړی شول، خو اسرایل عزم ښودلی چې د ایران د دغه فضایي حملې جواب به ورکوي. نړېوالو مشرانو ټینګار کړی چې د شخړې د سېوا کېدو مخه دې ونیولی شي.

د ایران حمایت لاندې حماس تندلارې فلسطیني ډلې اکټوبر د اوومې نېټې د حملې وروستو چې د اسرایل او حماس جګړه پیل شوې ده، له هغه راهېسي په ټول منځني ختيځ کې د ایران پلوه ډلو متعلق تشدد سېوا شوی دی.

د اپرېل په ۱۳مه نېټه ناوخته، ایران په وړومبي ځل نېغ په نېغه اسرایل باندې حمله وکړه، او ویل یې دا یې د اپرېل د اولې نېټې د هغې حملې انتقامي کاروایي ده چې په دمشق کې د ایران قونصلګري په کې تباه شوې وه او د سپاه پاسداران اووه تنه افسران، په شمول د دوو جنرالانو، په کې وژل شوي و.

اسرایلي چارواکو دا ندي ویلي چې څه وخت او څنګه به انتقام اخلي، مګر د ایران د اېټمي تنصیباتو د تحفظ او امن مشر احمد حق طلب وویل چې ایران به پخپلو اېټمي تنصیباتو باندې د هرقسمه برید جواب، بالکل هماغسې ورکړي، یعنې دوی به هم بیا د اسرایل په اېټمي تنصیباتو برید وکړي.

د ایران سرکاري خبري ادارې، اېرنا د حق طلب له قوله لیکلي: "که چېرته صهیونیسټي رژیم (اسرایل) وغواړي چې زمونږ د اېټمي مرکزونو او تنصیباتو په ضد اقدام وکړي، نو په یقین او باور به زمونږ له عکس العمل سره مخ شي."

د ایران د سپاه پاسداران دغه جنرال زیاته کړه: "په جوابي حمله کې به د [اسرایل] رژیم جوهري تنصیبات په نښه کړی شي او په ترقي یافته وسلو سره به ورباندې برید وشي."

د جنرال حق طلب دا خبرداری پس د هغه راغی چې د اسرایل وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو وویل، ملک یې د ځان د دفاع حق محفوظه کوي.

حق طلب دا هم وویل چې د ایران په اېټمي تنصیباتو باندې د اسرایل حمله ممکن سبب شي چې تهران "اعلانیه جوهري پالیسیو او ملاحظاتو باندې بیا غور وکړي او ورنه انحراف وکړي." نوموړي په دې اړه نور تفصیل ورنکړ.

ایران چې همېش یې د خپلو جوهري پروګرامونو په پرامن توب ټینګار کړی او د دې نه یې انکار کړی چې ګني د اېټمي بم جوړولو کوشش کوي، پخپل سرسخت دښمن اسرایل باندې تور لګوي چې په وروستیو کلونو کې یې د ایران په جوهري مرکزونو خرابکارانه حملې کړي او جوهري سائنسدانان یې په هدفي وژنو کې قتل کړي دي.

د ایران مشر آیت الله علي خامنه اي په ۲۰۱۹ کال کې وویل چې ایران کولی شول اېټمي وسلې جوړې کړي، مګر دا کار نه کوي ځکه اسلام د دغسې کار اجازت نه ورکوي.

امریکا او نورو مغربي ملکونو ویلي چې د ایران د جوهري پروګرام دوامداره پراخېدل ښایي چې ایران پوځي مقاصد لري.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG