په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي په هرات کې د ګل، دوشنبې، په ورځ شوې حمله وغندله. هغه وویل داعش خراسان د افغانستان، ایران او په پراخه کچه د سيمې دپاره خطر دی
اېمنېسټي انټرنېشنل ويلي، "د پاکستان څخه د افغان کډوالو بيرته لېږل به ښځې او جينکۍ د ځانګړې خطرې سره مخامخ کړي، ځکه په زوره د دوی بيرته ستنول به دوی د تعليم، کار روزګار، ګرځېدو د حقونو څخه محرومه او تشدد د خطرو سره مخامخ کړي".
د کوربرټ مېرمن اېنا، ای پي خبري ادارې ته په یوه مرکه کې وویل د کوربرټ د جسماني او ذهني صحت په اړه تشویش لري نو ځکه یې وکیلانو د ملګرو ملتونو نه غوښتنه وکړه چې د خاوند د ازادۍ په لړ کې يې ګامونه واخیستل شي
نور کتل
No media source currently available