لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بېرسټر سېف: حکومت، پوليس، پوځ او ټولې ادارې د ترهګرۍ ضد جګړه کې بوخت دي


د خېبرپښتونخوا صوبې د اطلاعاتو مشير بېرسټر سېف ويلي، "ترهګري يواځې د خېبرپښتونخوا نه، بلکې د ټول ملک مسله ده"، هغه ويلي، "د ترهګرۍ ‏ضد جګړه کې به په سياسي زمه وارۍ او ګډې تګلارې سره جنګيږو".‏

د بېرسټر سېف په خبره، "حکومت، پوليس، پوځ او ټولې ادارې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې بوخت دي، حکومت، امنيتي ادارې او عام خلک د ترهګرۍ ‏ضد جګړه کې قربانۍ ورکوي". ‏

له دې وړاندې د ګل/ دوشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور ويلي وو د دې ټولې خطې د مسلو حل "له وسلوالو ډلو سره" په ‏مذاکراتو کې دی، هغه ويلي وو له دې وړاندې چې حکومتونو څه کړي دي د هغې څخه څه نه دي تر لاسه شوي بلکې مونږ ته نقصان زيات شوی دی.‏

وزیراعلا په خپلو خبرو کې د کومې وسلوالې ډلې په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي نوم نه وو اخستی، خو اشاره یې هغو وسلوالو ‏ډلو ته وه چې د تحریک انصاف پخواني حکومت ورسره مذاکرات کړي وو.‏

د علي امين ګنډاپور څرګندونو ته په غبرګون کې ټي ټي پي مطبوعاتو ته په لېږلي يو بيان کې ويلي وو، جګړه یې د پوځ او د دوی د آله کارو خلاف ده، ‏پوليس دې د دوی او پوځ ترمنځ جګړې منځ ته د راتلو څخه ډډه وکړي.‏

بېرسټر سېف ويلي، "حکومت، پولیس او ټول خلک د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دي".‏

هغه ویلي، "د ترهګرۍ ضد جګړه کې پوليس او پوځ يو دي، دغه جګړه يواځې د پوځ او پوليس نه ده بلکې د رياست ده، د ترهګرۍ ضد جګړه کې به په ‏سياسي زمه وارۍ او ګډې تګلارې سره جنګيږو".‏

علي امين ګنډاپور د مذاکراتو خبره په داسې وخت کې کړې، چې د پاکستان پوځ او وفاقي حکومت وړاندې څو وارې د پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو ‏نه انکار کړی دی.‏

د روانې میاشتې په سر کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د کورنيو چارو د وزارت ‏مرستیال محمد نبي عمري د پاکستان حکومت او تحریک طالبان ‏‏پاکستان (ټي ټي پي) ته ‏مشوره ورکړې، "په خپل مينځ کې سره جوړ شئ مذاکرات وکړئ ‏او روغه جوړه وکړئ".‏

له دغې وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزات وياندې ممتاز زهرا بلوڅ ويلي وو، "پاکستان د ترهګرۍ ډلې ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) سره ‏‏هیڅ ډول خبرې نه ‏کوي، مونږ د ټي ټي پي سره د خبرو هیڅ پلان نه لرو".‏

پاکستان کې په وروستيو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې بيا زياتې شوي دي.‏

د امنيتي مطالعو د څيړنې مرکز (سنټر فار ریسرچ اینډ سیکيورټي سټدیز) په نوم ادارې د رپورټ ترمخه سږ کال په وړومبيو درېو میاشتو کې په ګرد هیواد ‏‏‏‏کې د ترهګرۍ او ترهګرۍ پرضد عملياتو کې د ترهګرو پشمول ‏‎432‎‏ کسان وژل شوي دي چې پکې د ملکي خلکواو امنيتي ادارو د غړو شمېره ‏‎281‎‏ ده.‏

و د ‏‏‏ترهګرۍ تر ټولو زياتې ‏‎92‎‏ فيصده پېښې په بلوچستان او خېبرپښتونخوا صوبو کې شوي دي.‏

پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې بلې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکيورټي سټډیز (پيکس) ترمخه ‏‏د مارچ په میاشت کې په میرعلي کې د پوځ په کېمپ وسله وال بريد کې پوځي افسران او عسکر وژل شوي، په ګوادر کې په ‏پورټ ‏کمپليکس، په تربت کې ‏‏د سمندري ځواک په هوايي اډه بريدونه، او د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سيمه کې په چينايي اينجينيرانو ‏ځانمرګي ‏بريد کې پينځه چينایان ‏‏او پاکستان ډرايور یې وژل شوي وو.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG