لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند کې د عامو ټاکنو دویم پړاو کې نن په 13 ریاستونو کې رایې ورکول کیږي


هند کې د عامو ټاکنو د دویم پړاؤ لپاره په 13 صوبو اؤ د وفاق د واک لاندې یوه سیمه کې په 89 څوکیو نن -جمعه رایې ورکول کیږي.

د وزیراعظم نریندر مودي د وروستي لانجمن بیان اؤ په 19م اپریل د ټاکنو لپاره د رایې ورکولو عمل کې د خلکو په کمه کچه له برخې اخستو وروسته ننی پولنګ یا د رایې ورکولو عمل ته خاص ارزښت ورکول کیږي.

څېړونکي وایي په ننیو ټاکنو کې د جنوبي ریاست کیراله وایناډ حلقې تر ټولو زیات اهمیت ترلاسه کړی دی چې له دغه ځایه د حزب اختلاف د تر ټولو ستر ګوند ګانګریس مشر راهل ګانډي په دویم ځل ټاکنو ته ولاړ دی.

په تېرو ټاکنو کې راهل ګاندي د وایناډ په څوکۍ تر اوو لکو زیاتې رایې اخستې وې اؤ بریالی شوی ؤ اؤ د کمیونسټ پارټۍ اف انډیا نه د هغه مخالف کاندید یوازې 25 فیصدي رایې اخستې وې.

دا ځل د وایناډا په څوکۍ واکمن ګوند بهارتیه جنتا پارټۍ د راهل ګاندي په مقابله کې د خپل ګوند یو مشر سریندران مقابلې ته ودرولی دی.

د انتخاباتو په دویم پړاو کې چې په کومو ریاستونو کې رایې ورکول کیږي هغې کې اتر پردېش، مدھیه پردېش، آسام، بهار، چھتیس ګړھ، کرناټک، کیراله، مهاراشټر، راجستھان، مغربي بنګال، تري پورہ او مني پور شامل دي.

د کانګریس یو بل مهم مشر ششي تهرور په کیراله کې د ترواننټ پورم له حلقې څخه کاندید دی اؤ مقابله یې د بی جی پي د مرکزي وزیر راجیو چندر شیکهر سره ده.

هند کې د لوک سبهار یا ښکتني ایوان د 543 څوکیو لپاره ټاکنې په اوو پړاوونو کې ترسره کیږي اؤ د رایې ورکولو وروستی پړاؤ به د جون په وړومبۍ نېټه ترسره شوي .

هیله کیږي چې ددې ټاکنو نتیجې به په څلورم جون اعلان کړل شي.

وزیراعظم نریندر مودي انتخاباتو کې د بی جی پي اؤ ایتلافیانو لپاره په لوک سبها کې د 400 څوکیو ګټلو هدف اېښی دی اؤ هغه د دریمې مودې لپاره د ګوند د انتخابي کمپاین مشري کوي.

مودي څو کرته دعوې کړې دي چې د هغه ګوند به دې ټاکنو کې ساده اکثریت یعنې 370 څوکۍ وګټي خو کانګریس اؤ نورې مخالفې ډلې د مودي دا دعوه د هغه خام خیالي بولي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG