لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وایي پاکستان یې په سیمه کې مهم ملګری دی او خپلې اړیکې ورسره نورې هم پیاوړې کوي


 د امریکې د خارجه محکمې مرستیال ویاند ویدانت پټیل
د امریکې د خارجه محکمې مرستیال ویاند ویدانت پټیل

امریکې ویلي پاکستان همغسې په سیمه کې د امریکې مهم ملګری یا شراکت دار دی اؤ واشنګټن به اسلام اباد سره د خپلو دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا هڅې وکړي.

د امریکې د بهرنیو چارو محکمې دا تاثر رد کړی چې ګنې د امریکې له لوري د پاکستان د بیلسټک میزایلو د پروګرام په بهرنیو سپلایرانو لګول شوی بندیز د دواړو ملګونو ترمنځ د اړیکو خرابېدل په ګوته کوي.

مطبوعاتو ته د احوال ورکولو په وخت د امریکې د خارجه محکمې مرستیال ویاند ویدانت پټیل ویلي چې امریکا به د پاکستان سره د خپلو مهمو اړیکو د لا باثباته کولو هڅه کوي.

له ترجمان وپوښتلی شول چې د امریکې له لوري د پاکستان د بیلسټک میزایلو د پروګرام په سپلایرانو له بندیز لګول کیدو وروسته اړیکې تاوجنې ښکاري اؤ پاکستاني چارواکو هم ځینې سخت بیانونه ورکړي دي ایا د امریکې اؤ پاکستان تر منځ کومه معامله روانه ده؟

په ځواب کې یې ویدانټ پټيل وویل "هیڅکله نه"

هغه وویل "پاکستان په سیمه کې زمونږ له مهمو ملګرو څخه یو دی"

ویاند وویل "زمونږ د پاکستان د حکومت سره په ځانګړي‌ ډول د امنیت اؤ تجارت په څانګو کې ډيرې زیاتې همکارۍ دوامداره دي"

هغه امریکې ته د پاکستان د خزانې د وزیر د وروستي سفر په حوالې ورکولو سره وویل" دا یو مضبوط تعلق دی اؤ موږ ددې د لا پیاوړتیا هڅه کوؤ"

تر دې وړاندې پاکستان د امریکې له لوري د خپل بیلسټک میزایلو اؤ تر اوږدې فاصلې د وار کوونکي میزایلو د پروګرام په څلور سپلایرانو د بندیزو لګولو په پرېکړه نیوکې کړې وې.

د پاکستان خارجه دفتر پخپل غبرګون کې ویلي وؤ چې" پاکستان د برامدي کنټرول سیاسي مقصدونو لپاره کارول کیده ردوي"

امریکې چې په کومو څلورو غیرملکي کمپنیو د پاکستان د بیلسټک میزایلو لپاره د ټیکنالوجۍ اؤ پرزو د ورکولو تور لګولی ؤ د هغې تعلق د چین اؤ بیلا روس سره دی.

(د وي او ای اردو په مننه)

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG