لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزه کې د اسرایلو د جګړې پر سر احتجاجونه د امریکا نورو پوهنتونو ته هم خپاره شوي


د جیورج واشنګټن پوهنتون زده کونکي دي چې په غزه کې یې د اسرایلو د جګړې پرضد د پوهنتون په انګړ کې د احتجاج لپاره د اپرېل په ۲۵ نېټه خیمې لګولي.
د جیورج واشنګټن پوهنتون زده کونکي دي چې په غزه کې یې د اسرایلو د جګړې پرضد د پوهنتون په انګړ کې د احتجاج لپاره د اپرېل په ۲۵ نېټه خیمې لګولي.

واشنګټن – په غزه کې د اسرایلو د جګړې پرضد چې تېره اونۍ په نیویارک کې د کولمبیا پوهنتون زده کونکو خپل احتجاج پای ته و نه رسوه، که څه هم د پوهنتون لخوا پرې فشار واچول شو او د پولیسو لخوا ونیول شول، نو اوس دغه احتجاجونه په ټول هېواد کې خپاره شوي دي.

د اکثرو کالجونو زده کونکو دا ډول احتجاجونه پیل کړي او د پولیسو له غبرګون سره شوی.

په رسنیو کې راغلي چې یوه داسې پېښه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د نیوجرسي په پریسټن پوهنتون کې شوې چې پولیسو هغه مهال غبرګون ښودلی کله چې احتجاج کونکو زده کونکو د پوهنتون په انګړ کې خیمې وهلې.

په یوې ویډیو کې چې په اېکس یا پخواني ټوېټر لګېدلې د پولیسو یو افسر وايي، "تاسو ټول د پوهنتون له سیاست څخه تیری کوئ. دا خیمې باید اوس ښکته کړای شي."

احتجاج کونکو همدارنګه شعارونه ورکول چې" ازاد ازاد فلسطین."

څو ایالته لېرې په مسيچوسېټس کې پولیسو په زور سره په باسټن کې د ایمرسن کالج زده کونکو خیمې کوزې کړي او د راپورونو له مخې تر سلو زیات کسان پکې نیول شوی دي.

پولیسو همدارنګه ویلي، چې خیمې یې د زیارت په ورځ سهار یوه بجه لېرې کړي.

دغه ډول ایمرسن کالج د زیارت په ورځ خپل صنفونه هم رخصت کړي وو.‌

دې ته ورته د هاروارډ پوهنتون، تفت پوهنتون او مسیچوسیټس انسټیټیوټ اف ټیکنالوجي کې هم زده کونکو احتجاجونه کړي.

اخوا د اتلانتا او جیورجیا ایالتونو امنیتي کسانو په ایموري پوهنتون کې د احتجاج کونکو کمپ لېرې کړی.

او په واشنګټن کې د زیارت په ورځ په سلګونو مظاهره کونکي په واشنګټن پوهنتون کې د مظاهرې لپاره سره راټول شوي وو او له پوهنتونونو څخه یې غوښتل چې له هغو کمپنیو څخه جلا شي چې له اسرایلو سره تړل شوي او د فلسطین پلوو لاریون کونکو پرضد دې لګول شوي تورونه لېرې کړای شي.

دغه لاریون د جیورج واشنګټن، جیورج ټاون او په سیمه کې د نورو پوهنتونو لخوا تنظیم شوی و.

تېره اونۍ د کولمبیا پوهنتون په منهاتن څانګه کې حالات هغه وخت خراب شول کله چې د ښار پولیسو تر سلو زیات فلسطین پلوي لاریون کونکي ونیول.

د پوهنتونو چارواکو پرېکړه وکړه چې د پاتې سمستر درسونه دې له ټولګي څخه د باندې وشي خو دا بهیر په راتلونکې اونۍ کې پای ته رسېږي.

پوهنتون یو ځل بیا د راتلونکې جمعې تر سهاره دغه نېټه اوږده کړې چې زده کونکي خپلې لګولې خیمې لېرې کړي.

د زده کونکو دغه احتجاجونه په دې اونۍ کې له کنیکټیکټ او الینویس څخه نیولې تر ټکساس او کلیفورنیا پورې لیدل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG