لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي ټي ډي: بشام کې په چینایي انجنیرانو شوي ځانمرګي برید کې ککړ د ټي ټي‌ پي څلور ترهګر نیول شوي


د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې دعوه کړې چې تېره میاشت بشام کې د چین په انجنیرانو شوي ځانمرګي برید کې د ککړتیا په تور یې د ټي ټي پي څلور ترهګر نیولي دي.

د خالي یا شنبې په ورځ د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) ویاند پخپل یو بیان کې ویلي چې نیول شوؤ ترهګرو کې د مرکزي ملزم عادل شهباز تعلق د افغانستان د ننګرهار ولایت جلال اباد سیمې سره دی.

د نیول شوؤ نورو ترهګرو پېژندګلو د محمد شفیق قریشي، زاهد قریشي او نذیرحسین په نومونو سره ښکاره کړل شوې ده اؤ ویل شوي چې هغوي د پښتونخوا د مانسهرې سیمې اوسیدونکي دي.

بیان کې ویل شوي چې د پېښې د پلټنو لپاره جوړې شوې جی آي ټي د نورو قانون پځای کوونکو ادارو په مرسته ددې ترهګرې ډلې درک لګولی دی اؤ دهغې مهم غړي یې نیولي دي.

بیان کې دعوه شوېد ه چې نیول شوؤ ترهګرو د چیني انجنیرانو په کارروان د برید کولو اعتراف کړی دی.

په 26م مارچ د خېبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سیمه کې د داسو ته روانه د چیني انجنیرانو په قافله یو ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې پینځه د چین انجنیران اؤ د هغوي یو پاکستانی ډرایور وژل شوی ؤ.

په هغه مهال د ملاکنډ ډویژن د پولیس مشر یا ډي آي جي محمد علي ګنډا پور ویلي وؤ چې برید کوونکو له باردو ډک ګادی د چیني انجینرانو د ګاډي سره ټکر کړی اؤ په دې برید کې د چینایي انجنیرانو د وژل کیدو تر څنګ ګڼ شمیر کسان ژوبل شوي هم وؤ.

تر دغې پېښې وروسته چین د پاکستان نه د شوي برید د بشپړه پلټنو اؤ د خپلو وګړو د تحفظ غوښتنه کړې وه اؤ هم یې له خپله انده د پېښو پلټنو لپاره یو پلاوی د بیجنګ نه پاکستان ته رالیږلی ؤ.

د اپریل په وړومبۍ نېټه د ترهګرۍ ضد محکمې ویلي وؤ چې د بشام د ځانمرګي برید په تړاؤ د ځېنو افغانو په ګډون تر 12 زیات ترهګر اؤ د هغوي سهولت کاران نیول شوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG