لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزه کې د جګړې پر سر د امریکا نورو پوهنتونونو ته هم احتجاجونه خپاره شوي


په کلیفورنیا پوهنتون کې پولیس د فلسطین پلوو احتجاج کونکو د خپرولو په حال کې.
په کلیفورنیا پوهنتون کې پولیس د فلسطین پلوو احتجاج کونکو د خپرولو په حال کې.

واشنګټن – په کلیفورنیا پوهنتون کې د شورو یا چهارشنبې وختي د فلسطین پلوو لاریون کونکو په کمپ کې نښتې شوي او په نیویارک ښار کې پولیسو له کولمبیا پوهنتون څخه فلسطین پلوی احتجاج لېرې کړی.

په کولمبیا پوهنتون کې لاریون کونکو د نهې یا سې شنبې په ورځ د پوهنتون یوه ودانۍ نیولې وه او پر بام یې د فلسطین بیرغ پورته کړی و.

په کالیفورنیا پوهنتون کې اسرایل پلوو په هغو فلسطین پلوو لاریون کونکو باندې د شیانو ګوزارونه کول چې له اسرایلو څخه یې د پوهنتون د جلاوالي لپاره شعارونه ورکول.

د پوهنتون چارواکو د هغوی احتجاج غیر قانوني او د پوهنتون له پالیسۍ سره په ټکر کې بللی.

احتجاج کونکي او د هغوی پرضد کسان د نهې یا سې شنبې ناوخته پورې له یو او بل نه لېرې ساتل شوي وو خو د شورو یا چهارشنبې سهار وختي حالات هغه وخت په تاوتریخوالي واوښتل چې احتجاج ضد ډلې اورونه بل کړل او د پوهنتون ځانګړي شوي ځای ته مخکې شول او په لاریون کونکو یې د شیانو ګوزارونه پیل کړل.

په دغه ځای کې د دواړو خواوو ترمنځ وړې نښتې وشوې او کله چې د پوهنتون د مشرانو په غوښتنه پولیس وغوښتل شول نو پولیسو په سمدستي توګه دواړه ډلې سره جلا نه کړې.

دغه نښتې د ورځې په پخېدو سره ارامې شوې.

په نیویارک کې پولیس کولمبیا پوهنتون ته وروسته له هاغې ننوتل چې پوهنتون ورڅخه د مرستې غوښتنه وکړه.

د پوهنتون په انګړ کې لګېدلې خیمې لېرې کړای شوې او له همېلټن هال څخه لاریون کونکي وویستل شول.

دغلته پولیس دوهم پوړ ته په زینو پورته شوي وو ځکه لاریون کونکو شل ساعته مخکې دغه ودانۍ په زنځیرونو باندې تړلې وه.

د پوهنتون ادارې وویل، "کله چې پوهنتون شپه مهال په دې پوه شو چې همېلټن هال نیول شوی، ویجاړ شوی او بند شوی، نو مونږ سره بله لاره پاتې نه شوه."

هغوی زیاته کړه، "پولیسو ته رسېدل د لاریون کونکو د کړنو په غبرګون کې شوي نه دا چې د اتلولۍ له مخې. مونږ دا ښکاره ویلي و چې اجازه به ور نه کړي چې د پوهنتون په ودانۍ کې د هغو لاریون کونکو لخوا مزاحمت وشي چې د قانون او اصولو څخه سرغړونه کوي."

په کولمبیا پوهنتون کې په لسګونو کسان نیول شوي او د نیویارک ټایمز ورځپانې د ټولو کړو شمېرو له مخې په ټوله امریکا کې د ورته لاریونونو پر مهال په تېرو دوو اونیو کې تر زرو زیات کسان نیول شوي دي.‌

په شمالي ارېزونا پوهنتون کې پولیسو د نهې یا سې شنبې په ورځ شاخوا شل تنه نیولي دي.

د پوهنتون چارواکو تر دې مخکې خبرداری ورکړی وو چې زده کونکي به له جرمي تورونو سره مخ شي کچېرې تیت او خپاره نه شي.

پولیسو دغه ډول په نیو اورلینز ایالت په ټولین پوهنتون کې هم د شورو یا چهارشنبې په ورځ احتجاج کونکي شړلي دي.

د امریکا د نیویارک ایالت په کولمبیا پوهنتون کې وروستي لاریونونه په غزه کې د اسرایلو د روانو عملیاتو پرضد راپارېدلي چې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې پکې تر ۳۴۰۰۰ زیات کسان وژل شوي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

اسرایلو په غزه باندې وروسته له هاغې عملیات پیل کړل چې حماس د اکټوبر په اوومه نېټه په اسرایلو باندې برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ یې له ځانه سره وتښتول.

د ملګروملتونو په جنرال اسامبلۍ کې د فلسطین د دولتي حیثیت په اړه یوې غونډه کې د اسرایلو استازي د زده کونکو لاریونونه وغندل.

"مونږ هر کله پوهېدو چې حماس په ښونځیو کې پټېږي. خو مونږ لا تر اوسه په دې نه پوهېدو چې دوی نه یواځې د غزې په ښونځیو کې دي، بلکه د هاروارډ، کولمبیا او د امریکا په نورو معتبرو پوهنتونونو کې هم شته."

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG