لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روان مالي کال لومړیو نهو میاشتو کې د پاکستان مالیاتي خساره تر4337 اربه ډالرو اوښتې ده


د پاکستان د خزانې وزارت ویلي، د روان مالي 24-2023 په لومړیو 9 میاشتو کې د پاکستان مالیاتي خساره 4337 اربه روپۍ پاتې شوې اؤ لګښتونه یې تر 9651 اربه روپو اوښتي دي.

د خزانې وزارت په یو رپورټ کې ویل شوي چې د مالي کال 24-2023 په لومړیو نهو میاشتو کې پاکستان د پورونو پسر سود کې 5517 اربه روپۍ ورکړې دي.

رپورټ وایي چې د محصولاتو راټولولو قامي ادارې ایف بي ار په دغو نهو میاشتو کې د6711 روپو ټيکسونه راټول کړي دي.

همدا شان رپورټ ښیي چې په دې موده کې د این ایف سي ایوارډ په اساس صوبو ته 3815 اربه روپۍ ورکړل شوي د جولاي نه تر مارچ میاشتې له ټیکس بهر عایدات 2416 اربه روپۍ ریکاډ کړل شوي دي.

د خزانې وزارت د رپورټ له مخې په دې نهو میاشتو کې د پټرولیم لیوي په مد کې د صارفینو څخه ریکارډ 719 اربه اؤ 59 کروړه روپۍ ترلاسه شوي چې دا د تېرکال په پرتله 357 اربه روپۍ زیاتوالی ښیي.

رپورټ کې ویل شوي چې له جولاي تر مارچ میاشتې پورې حکومتي لګښتونه تر 9 زره اؤ 201 اربه روپو اوښتي اؤ په ترقیاتي منصوبو 454 اربه روپۍ لګول شوي دي.

همدا شان خلکو ته د رعایتونو په ورکولو 473 اربه اؤ په پنشن ورکولو تر 611 اربه زیاتې روپۍ مصرف کړل شوې دي .

دا رپورټ ښیي چې د حکومتي چارو په چلولو نهو میاشتو کې 518 اربه روپۍ لګول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالې ادارې آي ایم ایف له لوري تېره ورځ د پاکستان قامي بینک ته یو ارب اؤ 10 کروړه ډالر رسیدلي دي اؤ ددغه مالیاتي ادارې سره د پاکستان د لنډ مهال قرض پروګرام پائ ته رسېدلی دی.

د پاکستان د خزانې وزیر ویلي چې پاکستان آي ایم ایف نه د پور یو بل غټ پروګرام هم ترلاسه کوي .

د شورو په ورځ ګڼ شمیر پاکستاني مطبوعاتو د سرچینو له قوله ویلي چې د قرض په نوي پروګرام د خبرو اترو لپاره په 15م مئ د آي ایم ایف ډله اسلام اباد ته رارسیدونکې ده.

مطبوعات وایي پاکستان به هڅه وکړي چې آي ایم ایف نه له م 6 څخه نیولي تر 8ؤ اربو ډالر د دریوؤ کالو یا له دې څخه د زیاتې مودې لپاره په پور ترلاسه کړي خو څېړونکي وایي که آي ایم ایف پاکستان ته د درې اربه ډالرو پروګرام هم ورکوي نو پاکستان ته به ددې لپاره سخت شرطونه ږدي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG