د اسرايل پوځ د رفح په ختيځ کې د پلان شوو عملياتو نه وړاندې خلکو ته له سيمې څخه د وتلو ويلي دي.
د اسرايل د پوځ وياند ويلي، په رفح کې به د ترهګرو ډلو پرضد په پوره قوت سره عمليات کوي، او څوک چې په دې علاقه کې دي هغوی به خپل ځان په خطره کې اچوي.
پوځي وياند ويلي، چې اسرايل په رفح کې د محدودې کارروايۍ چمتو والی نيسي، او په دې لړ کې یې د يو لک نه زياتو کسانو ته د علاقې پرېښودو ويلي دي.
د اسرايل پوځ زياته کړې، د ختيځې رفح څخه خلک د خان يونس په علاقه کې پناه ځای ته تلی شي.
د اسرایل پوځ د وړاندې نه د خان يونس په لويديځ ساحل کې په بشري بنيادونو نقشه وړاندې کړې وه.
اسرايل ويلي حماس ته د ماتې ورکولو دپاره په رفح کې عمليات اړين دي، خو امریکې، ملګرو ملتونو او نورو هيوادونو خبرداری ورکړی، که اسرايل په دغه علاقه کې په غټه حمله عمليات وکړل چرته چې د غزې د نيمې نه زياتې ابادۍ پناه اخستې دغلته په ممکنه توګه انساني تباهي کېدی شي.
رويټرز خبري ادارې د حماس د يو مشر له قوله ویلي، د رفح څخه خلکو ته د وتلو حکم به خطرناک کړکېچ زیات کړي او دا به نتيجې ولري.
د امریکې د دفاع وزير لوېډ اسټين د اتوار په ورځ د اسرايل د دفاع وزیر يوو ګېلنت سره په ټيليفوني خبرو کې دغه مسله بيا راپورته کړې ده.
پنټګان ويلي، اسټين په خبرو کې د يرغماليانو د خوشي کولو په خبره ټينګار کړی او په رفح کې د پوځي عملياتو سره یې د فلسطيني ملکي وګړو د ويستلو د پلان او بشري مرستو هم ويلي دي.
د اسرایل د دفاع وزير ټينګار کړی په رفح کې پوځي عمليات ضروري دي بله لار نشته.
د فلسطين دپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې د ګل په ورځ ویلي، په رفح کې د اسرایل عمليات به نور بشري بحران او وژنې وکړي، او هلته د يو میلين نه زياتو پناه اخستونکو خلکو دپاره به د تباهۍ سبب وګرځي.
ادارې ويلي د ممکنه حده پورې به په رفح کې شتون لري، خلکو ته به مرستې رسوي.
له دې وړاندې د اتوار په ورځ د اسرایل او حماس ترمنځ د جنګ بندۍ خبرې د ځنډ ښکار شوي دي، په غزه کې نزدې اووه مياشتنۍ جګړه کې په زرګونو کسان وژل شوي او د يو میلين نه زيات خلک بې کوره شوي دي.
د اتوار په ورځ په څرګند ډول د کوم پرمختګ بغېر، د حماس پلاوی د قطر او مصر د درېمګړو ترڅنګ د خپلو مشرانو سره مشورې دپاره د قاهرې نه روان شوی، او ويلي یې دي د نهې/ سه شنبې په ورځ قاهرې ته د بيرته تلو پلان لري.
له دې وړاندې د حماس مشر اسماعيل هنيه ویلي وو، د فلسطين وسله واله ډله جامع جنګ بندي غواړي، چې اسرایل دې يرغل پرېږدي او له غزې څخه د وتلو ضمانت دې ورکړي، او حماس به د اسرايل په بند کې د لسګونو فلسطيني بنديانو په بدل کې خواوشا 100 يرغماليان خوشي کړي.
هنيه په يو بیان کې د اسرایل په وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو تور لګولی، چې هغه يرغمل دوامداره ساتل، د شخړې پراخول او جنګ بندۍ خبرې تباه کوي.
نېتن ياهو د جګړې داسې ختمول رد کړي چې په غزه به د حماس کنټرول وي او اسرايل ته به ګواښ وي. اسرايل قاهرې ته د مذاکراتو دپاره پلاوی نه وو لېږلی.
نېتن ياهو ويلي، اسرايل د جنګ بندۍ دپاره چمتو والی ښودلی، خو حماس په خپل کلک دریځ ولاړ دی، چې اول دې د غزې څخه ټول پوځونه وويستل شي، جګړه دې ختمه شي او حماس دې په واک کې پاتې کړي.
نوموړي ويلي، اسرايل دا نه شي منلی، چې حماس بيا بيا قتل عام، جنسي تيری او خلک تښتوي.
د اسرايل او حماس د جنګ بندۍ، د فلسطينيانو او يرغماليانو د خوشي کولو ترڅنګ نېتن ياهو بيا بيا ویلي، د غزې او مصر په پوله رفح کې به ځمکني عمليات کوي چې د حماس پاتې څلور بټالينه د مینځه لرې کړي، که جنګ بندي کيږي او که نه کيږي.
امريکې په رفح کې د اسرايل د عملياتو مخالفت کړی دی.
د اتوار په ورځ هم حالات نور کړکېچن شوي، حماس د اسرايل او غزې په مينځ کې کيرم شالوم پوله باندې د غزې څخه 14 راکټې داغلي، درې اسرايلي پوځيان پکې وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي. حماس د راکټي بريد زمه واري منلې ده.
حماس په اووم اکتوبر په اسرایل حمله کړې، د اسرايل په وينا په ياده حمله کې 1200 کسان وژل شوي او خواوشا 250 کسان یې یرغمال کړي وو، په يرغماليانو کې د تېر کال نومبر په میاشت کې په جنګ بندۍ کې خواوشا 100 يرغماليان خوشي کړل شوي وو.
د حماس د انتظام لاندې د صحت وزارت ویلي، په غزه کې د اسرایل په ځوابي عملياتو کې د 34,600 نه زیات کسان وژل شوي، اسرایل وایي په وژل شوو کې څو زره وسله وال هم شامل دي.
(د دې خبر ځينې معلومات د اې پي، اې اېف پي او رويټرز نه اخستل شوي)
Forum