لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن په سپینه ماڼۍ کې د غزې پرسر خبرو کې د اردن د پاچا کوربتوب کوي


واشنګټن – د امریکا ولسمشر جو بایډن د ګل یا دوشنبې په ورځ د اردن پاچان عبدالله دوهم ته د سپینې ماڼۍ په هغو خبرو کې ښه راغلاست وايي،‌ چې ښايي د غزې مسله یې د اجندا په سر کې ځای ولري.

عبدالله تېره اونۍ په عمان کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټني بلېنکن سره ولیدل چېرې چې هغه په غزه کې د حماس او اسرایلو ترمنځ اوربند ته د رسېدو د هڅو پرسر خبرې وکړې.

دوی همدارنګه د اردن لخوا غزې ته د بشری مرستو د زیاتوالي پرسر خبرې وکړې او دا چې څنګه د اسرایلو او فلسطینیانو شخړه د دوه دولتونو له حل (ټو سټېټ سلوشن) سره په سیمه کې اوږد مهاله سوله راشي.‌

بایډن او عبدالله دې ته ورته په فیبروۍ میاشت کې هم په سپینه ماڼۍ کې خبرې کړې وې.

بایډن او عبدالله نېږدې یوه میاشت مخکې په اسرایلو باندې د ایران د هوايي برید څخه وروسته په ټیلیفون باندې هم خبرې کړې وې چې سپینې ماڼۍ ویلي وو له دغو بریدونو سره "خپله اردن او د هغوی خلک هم ګواښل شوي."

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG