لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین صدر شي جن پنګ په سرکاري دوره فرانس ته تللی دی


د چین صدر شي جن پنګ په یوې غېر معمولي سرکاري دورې، فرانس ته رسېدلی او اول یې د هغه ملک له صدر اېمانوېل مېکرون او د یورپي کمېشن له صدرې اورزولا فون دېرلېن سره درې اړخیزې خبرې وکړې.

د چین د صدر له سفر نه وړاندې، مېرمن فون دېرلېن او صدر مېکرون دواړو څرګنده کړې وه چې دا ملاقات به د یورپي اتحاد او چین ترمنځ د یو منصفانه تجارت په جوړولو ترکیز ولري. دغه دواړه یورپي مشران دا شکایت لري چې ګني د چین سبسېډۍ ورکوونکي صنعتونه له حده زیات پیداوار لري چې په دې سره د یورپ بازارونه په ارزانه شیانو باندې ډکوي.

اوس مهال د یورپي کونسل د صدارت نوبتي عهده، د فرانس په غاړه ده او دا کونسل د یورپي اتحاد هغه اداره ګڼلی کیږي چې د نوموړې اتحادیې عام سیاسي جهت او ترجیحات معلوموي.

د خبرو نه پس، اورزولا فون دېرلېن د خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې که چین منصفانه عمل وکړي، نو داسې یو چین د ټولو په مفاد دی. هغې زیاته کړه: "د دې دپاره چې تجارت منصفانه وي، دا هم په کار ده چې د یو بل بازارونو ته رسائي په یو قسم برابره وي. او مونږ په دې خبرې وکړې چې بازارونو ته د رسائي په برخه کې څنګه واقعي پرمختګ وکړو."

د یورپي کمېشن صدرې دا یقین هم څرګند کړ چې دواړه اړخونه کولی شي پرمختګ وکړي، مګر اوس دستي به یورپي یونین د خپل اقتصاد او امن د تحفظ دپاره د ګام اخېستو نه مخ وانه ړوي،"او یورپي اتحاد آماده دی چې که چېرته ضرورت وي، نو د خپل تجارت د دفاع ټولې ذرائع به مکمله استعمالې کړو."

ميرمن فون دېرلېن زیاته کړه چې هغوی د چین صدر سره په ملاقات کې د روس او په اوکراین باندې د هغه ملک د پوځي یرغل په باب هم بحث وکړ. هغې د چین قدرداني هم وکړه چې د روس لخوا "د غیرذمه وارانه اېټمي دړکو" په راکمولو کې یې "اهم کردار" لوبولی دی.

د دې ترڅنګ، هغې د چین نه بیا هم د دوامداراه یقین ورکولو غوښتنه وکړه چې هغه ملک به روس ته کوم قسمه وسله نه ورکوي، او داسې ټېکنالوجي به هم په اختیار کې نه ورکوي چې په وسلو کې ترې نه کار اخېستلی کیږي.

د فون دېرلېن سره د درې اړخیزو خبرو وروستو، د چین صدر شي جن پنګ د فرانس د صدر اېمانوېل مېکرون سره دوه اړخیزه خبرې هم کړې دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG