لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلنکن د مهاجرت په اړه سیمه ییز کنفرانس کې د ګډون دپاره ګواتېمالا ته ځي


د امریکا خارجه وزیر انټني بلنکن د نهې/سې شنبې په ورځ ګواتېمالا ته ځي چې هلته کې د مهاجرت په هکله جوړېدونکي کنفرانس کې برخه واخلي.

د امریکا خارجه وزارت وویل، چارواکي به په دې کنفرانس کې "[د قوانینو] په انفاذ، د مهاجرت د چارو په انتظام، او د پناه غوښتونکو په انضمام" بحث کوي. دا ناسته دوه کاله پس د هغه جوړيږي چې شل (۲۰) ملکونه د مهاجرت په مسئلو باندې د همکارۍ په حوالۍ سره یوې طریقه کار باندې اتفاق وکړ.

د امریکا د خارجه وزارت ترجمان مېتهیو مېلر په یو بیان کې وویل: "خارجه وزیر بلنکن به په تېرو دوو کلونو کې زمونږ شوي پرمختګونه رابرسېره کړي او په آینده مشترکو ګامونو به نظر واچوي کوم چې د بشري مهاجرت د پیاوړي انتظام او [د قوانینو] کلک انفاذ، قانوني لارو چارو او تحفظ ته د رسائي، او د امریکا په براعظمونو کې د پناه غوښتونکو او مهاجرو د انضمام سېوا کولو ته ضروري دي."

د مهاجرت او تحفظ په اړه د لاس انجلس اعلامیه په دې ټینګار کوي چې په کار ده د "محفوظه، باقاعده، بشري او منظمه مهاجرت" دپاره شرایط مهیا کړی شي. په دې اعلامیه کې ژمنه شوې چې د مهاجرو، کډوالو، پناه غوښتونکو، او بې وطنه وګړو تحفظ او کرامت خوندي کړی شي. په اعلامیه کې دا هم څرګنده شوې چې په کار ده هغه اصلي اسباب وپلټل شي کوم چې خلک د خپلو ملکونو پرېښودلو ته مجبوره کوي.

د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل او د داخلي امنیت د وزارت جګپوړو انتظامي چارواکو د ګل/دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د بایډن انتظامیه په خطه کې د مهاجرت د سېوا کېدو کړکېچ تسلیموي او ټینګار کوي چې هماهنګه هلې ځلې او د قانوني مهاجرت د بدیلونو جوړول ډېر اهم دي.

په آینده دوو ورځو کې به د نړۍ ۲۲ دوه ویشت ملکونه په ګواتیمالا کې غونډه کوي او د لاس انجلس اعلامیې د ژمنې پر اساس به د هغو پرمختګونو یادونه کوي چې په مشترکو کوښښونو ترلاسه شوي دي. هغوی به په دې هم خبرې کوي چې آینده کې څه ګامونه اخېستل ضروري دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG