لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ دعوه کړې چې بلوچستان کې یې د یو ترهګر په وژلو سره د ترهګرۍ هڅه شنډه کړې


File Photo
File Photo

د پاکستان پوځ وایي د بلوچستان په هرنایي سیمه کې یې د ترهګرۍ یوه هڅه شنډه کړې اؤ په ډزو کې یې یو ترهګر وژلی اؤ بل ژوبل شوی دی.

د خالي په ورځ د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي چې ترهګرو په هرنایي کې په سنجاوي روډ د مسافرو د ګاډو ودرولو هڅه وکړه خو پوځ د ترهګرو ددغه اقدام په بدل کې چټک غبرګون وښودو اؤ د دواړو خواؤ ترمنځ ډزې وشوې.

د آي ایس پي ار له مخې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې یو ترهګر وژل شوی اؤ بل ژوبل شوی اؤ پوځ دعوه کړې چې د ترهګرو د ناوړه هڅې په شنډولو سره یې د بېګناه وګړو ژوند ژغورلی دی.

پوځ پخپل بیان کې نه ده واضحه کړې چې ترهګرو د مسافرو ګاډي د څه لپاره ودرول خو تر دې پېښې وړاندې په 11م اپریل د بلوچستان صوبې په نوشکي ضلعه کې د کوټې نه ايران ته په لاره د مسافرو يو بس څخه بېلتون غوښتونکو وسله والو د پنجاب صوبې لږ تر لږه 11 کسان تښتولي او بيا یې په ډزو وژلي وؤ چې نهه کسان پکې د پنجاب ایالت ؤ.

بلوچستان صوبه کې وخت نا وخت دغه ډول پېښې کيږي او د پنجاب صوبې سره تعلق لرونکود وژلو خبرونه مخې ته راځي.‏

د روان کال جنورۍ په میاشت کې هم د بلوچستان په کيچ ضلعه کې د ټيلي کام کمپنۍ پينځه د پنجاب مزدوران نامعلومه وسله والو تښتولي وو.‏

د تېر کال اکتوبر په میاشت کې د بلوچستان صوبې په تربت ضلعه کې په دوه وسله والو بريدونو کې لږ تر لږه لس تنه پنجابي مزدوران وژل شوي وو.‏

د نهې - سه شنبې په ورځ د بلوچستان وزیر اعلا ښاغلي سرفراز بګټي په کوټه کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي وؤ چې، د بلوڅ مزاحمت کوونکو اؤ مذهبي ترهګرۍ مزي له افغانستان څخه راغځېدلي خو قانون پځای کوونکې ادارې د ترهګرو مخې ته په کلکه ولاړې دي اؤ هغوي به خپلې مخې ته ته پرې نه ږدي.

بګټي ویلي وؤ،غره ته د ختلو(بلوڅ وسله والو) سره د خبرو اترو لپاره یوه کمیټي جوړولی شي اؤ دا کمیټی به پارلیمان کې د موجودو ګوندونو، پارلیمان نه د بهر ګوندونو اؤ قبایلي شخصیاتو سره له خبرو اترو وروسته خپله غوڅه راي مخې ته راوړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG