لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کرونا وایرس تحقیق کونکي چینايي ساینس پوه د لېبارټرۍ نه په بې دخله کېدو احتجاج کړی


ساینس پوه جانګ یونګجا د ګل، دوشنبې، په ورځ په انټرنېټ یو پوسټ کې ولیکل چې هغه او د هغه د ډلې نورو غړو ته په ناڅاپي ډول لېبارټرۍ نه د وتلو ووېل شوو
ساینس پوه جانګ یونګجا د ګل، دوشنبې، په ورځ په انټرنېټ یو پوسټ کې ولیکل چې هغه او د هغه د ډلې نورو غړو ته په ناڅاپي ډول لېبارټرۍ نه د وتلو ووېل شوو

د چین هغه ساینس پوه چې د کرونا وایرس په سیکوېنس یا لړۍ يې د ټولو نه اول تحقیقاتي مقاله شایع کړې ده د لېبارټرۍ یا د تحقیقي مرکز نه بې دخله کړی شوی دی او اېسوسي اېټېډ پرېس وايي د ساینس پوه په ضد د چارواکو دا ګام په هغه ساینس پوهانو د بيجنګ زیاتېدونکی فشار څرګندوي چې په کرونا وایرس تحقیق کوي.

ساینس پوه جانګ یونګجا د ګل، دوشنبې، په ورځ په انټرنېټ یو پوسټ کې ولیکل چې هغه او د هغه د ډلې نورو غړو ته په ناڅاپي ډول لېبارټرۍ نه د وتلو ووېل شوو.

جانګ وایرالوجېسټ یا په وایرس تحقیق کوونکی دی. هغه په ۲۰۲۰ کې د حکومت د منظورۍ نه بغیر خپله مقاله شایع کړې ده.

لېبارټرۍ نه د جانګ بې دخلي د چینايي مامورینو وروستی ګام دی چې په کې ساینس پوهان ګوښه کړی شوي دی او یا يې عهده کمه کړی شوي ده.

د تېرې هفتې په اخېره کې جانګ لېبارټرۍ ته تلو خو محافظانو د داخلېدو نه منع کړو. هغه په احتجاج کې د لېبارټرۍ مخې ته په سخت باران کې کښېناستلو. د هغه د احتجاج تصویران په انټرنېټ خپاره شول.

د جانګ د احتجاج خبرونه په چینايي سوشل ميډیا هم خپاره شول. هغه خپل یو همکار ته وویل چې هغه د شپې د لېبارټرۍ نه بهر اوده شوی و. ای پي وايي دا نه ده معلومه چې ایا جانګ د نهې، سه شنبې، په ورځ هم په احتجاج ناست و.

جانګ په وایبو نومې چینايي سوشل ميډیا وېب پاڼه ولیکل چې خپله دنده به نه پرېږدي ځکه چې هغه د ساینس او د حقیقت په تکل کې دی.

شېنګهايي پبېلک هېلت کلېنېکل سېنټر وویل د جانګ لېبارټري نوي کېږي او په حفاظي وجوهاتو تړل شوې ده. سېنټر دا هم وویل چې جانګ او د هغه همکارانو ته متبادله لېبارټري ورکړی شوې ده.

خو جانګ وویل متبادله لېبارټري نه ده ورکړې شوې او د کومې لېبارټرۍ چې دوی ته ورکړی کېږي په کې د حفاظت او د تحقیق سهولتونه نه شته.

د جانګ مشکلات ښښي چې چین د کرونا وایرس سره تړلې معلومات په قابو کې ساتل غواړي.

د ای پي په تحقیقاتو کې موندل شوي چې چینايي حکومت د وایرس د شروعاتو نه واخلې د دې په وبايي شکل کې د خپرېدو په اړه د تحقیق کولو مخه نیولې ده او د چین دا کوښښونه دوام لري. په دې لړ کې لېبارټرۍ تړل شوي دي، د همکارۍ مخه نیول شوې ده، غېر ملکي ساینس پوهان د ملک نه ويستل شوي دي او په چینايي تحقیق کوونکو ملک نه په وتلو پابندي لګول شوې ده.

د نهې، سه شنبې، په ورځ چې ای پي جاګ ته لاس رسی وکړو نو هغه وویل په سکون خبرې نه شي کولی.
د جانګ مشکلات د کال ۲۰۲۰ د جنورۍ په پينځمه نېټه پس له دې یاداشت شروع شول چې هغه مامورین خبر کړل چې د کرونا وایرس په ممکنه توګه خپرېدلی شي. یوه ورځ وروستهه د جانګ لېبارټري په عارضي توګه وتړل شوه او په هغه د چارواکو فشار شروع شو. په دغه مهال په هانګ کانګ، تایوان، جنوبي کوریا او د چین په ووهان ښار کې ځینې خلک وایرس ناروغه کړي وو.

غېر ملکي ساینس پوهانو ته زر معلومه شوه جانګ او نورو چینايي ساینس پوهانو د کرونا وایرس په اړه معلومات ترلاسه کړي او غوښتنه يې کوله چې دغه معلومات دې شایع کړی شي. د کال ۲۰۲۰ د جنورۍ په ۱۱ نېټه جانګ د وایرس د ترتیب په اړه معلومات د حکومت د اجازت نه بغیر شایع کړل.

د وایرس په اړه دغ ډول معلومات د دې په ټېسټونو، مخنیوي او د دې په ضد وېکسین په جوړولو کې مرسته کوي. د هغه د کار په سر جانګ ته انعامونه هم ورکړی شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG