لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران صدر ډاكټر ابراهيم ریيسي نن په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته رسېدلی


د ايران صدر ډاكټر ابراهيم ریيسي نن د ګل یا دوشنبې په ورځ په داسې حال کې پاکستان ته په دوه ورځني سفر رسېدلی چې یوې خواته په وروستیو کې تهران او اسلام اباد په یو بل وسلوالو ډلو ته د پناه ځایونو د ورکولو تورونه پورې کړي او بلې خواته د ایران اؤ اسرایل ترمنځ تاؤ تریخوالی لوړې کچې ته رسېدلی دی.

د پاکستان د خارجه دفتر ویاندې ویلي دا به د فبرورۍ د اتمې نېټې د عامو انتخاباتو نه وروسته پاكستان ته د كوم ولسمشر وړومبی سفر وي.

د اتوار په ورځ د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې پخپل بیان کې ویلي چې ه "د ایران صدر سره به په دې سفر کې د هغه مېرمنه، د بهرنیو چارو وزیر او د کابینې نور غړي، لوړپوړي چارواکي او یو لوی سوداګریز پلاوی هم وي"

بیان کې ویل شوي چې ابراهیم رییسي به د وزیراعظم شهباز شریف، صدر اصف علي زرداري، د سېنېټ چیئرمېن یوسف رضا ګیلاني او د قامي اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق سره لیدنې کوي.

ویاندې ویلي چې هغه به لاهور او کراچۍ ته هم ځي او د صوبايي مشرانو سره به لیدنې کوي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي چې "دواړو خواو سره به د پاکستان اؤ ایران د اړیکو د لا پیاوړتیا او د سوداګرۍ، مواصلاتو، انرژۍ، کرنې او د خلکو تر منځ د اړیکو په شمول په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پراخولو پراخه ایجنډه وي"

بیان زیاتوي چې د دواړو هېوادونو مشران به د سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو او د ترهګرۍ له ګډ ګواښ سره د مبارزې په موخه د دوه اړخیزو همکاریو په اړه هم خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ویلي ، پاکستان او ایران پیاوړې تاریخي، کلتوري او مذهبي دوه اړخیزې اړیکې لري اؤ پاکستان ته د ایران د صدر دا سفر. د دواړو هیوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یو مهم فرصت برابروي.

د ایران دولتي رسنیو ویلي چې پاکستان ته د ایران د صدر دا سفر څو میاشتې وروسته له هغه کیږي چې ایران په پاکستان کې د بلوچستان په سرحدي ښار پنجګور کې د جیش العدل د وسله والې ډلې پټنځایونه په نښه کړل چې وروسته یې اسلام آباد په کلکه غندنه وکړه او د ډیپلوماټیکو اړیکو د خرابیدو اشاره یې وکړه.

له ۴۸ ساعتونو لږ وروسته، پاکستان د ایران په سیستان بلوچستان ایالت کې د ترهګرو پر پټنځایونو ځوابي بریدونه کړي وؤ.

د اپریل په 13مه د پاکستان صدر اصف زرداري له خپل ایراني سیال سره په تلیفوني تماس کې د دواړو هیوادونو په وړاندې د امنیتي چیلنجونو د مقابلې لپاره د معلوماتو شریکولو په پراختیا ټینګار کړی ؤ.

د پاکستان د خارجه چارو وزیر اسحاق ډار تېره اوونۍ ویلي وؤ د ایران صدر به په 22م اپریل د پاکستان سفر کوي هغه ویلي وؤ د ایران لخوا په اسرایل د ډرون اؤ میزایلو بریدونو نه وړاندې دا سفر ترتيب شوی وو.

خارجه وزیر اسحاق ډار په ښکاره د ایران او اسرایل تر منځ‌ د روانې شخړې په هکله څه نه وؤ ویلي خو د هغه وینا وه چې پاکستان په منځني ختیځ کې په روانو حالاتو باندې تشویش لري.

د ایران صدر پاکستان ته خپل دا سفر‌په داسې حال کې کوي چې په دمشق کې د ایران په سفارتخانه له شوي برید وروسته ایران په اسرایل اؤ اسرایل بیا په ایران بریدونه کړي اؤ د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې تاوجنې شوي دي.

پاکستان په هغو ملکونو کې شامل دی چې د فلسطیني ریاست د قیام په مسله د اسرایل سره سفارتي تعلقات نه لري. اسلام اباد دریځ لري چې د فلسطینیانو مسله دې د متحده قومونو د قراردادونو په مطابق حل کړی شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG