په هېواد کې د قطر د الجزیره ټېلې وېژن عملیات د تړلو وروسته اسرایلي پولیس د اتوار، يکشنبې، په ورځ په مشرقي یروشلم کې د هوټل په هغه کوټه چاپه وهله چې الجزیره ټېلې وېژن د عارضي دفتر په توګه استعمالوله. روېټرز خبري ادارې دا خبر د یو اسرایلي چارواکي او د الجزیره د یوې سرچېنې له قوله خپور کړی دی.
په اېکس، پخواني ټوېټر، شریک کړی شویو وډیوز کې لیدل کېږي چې په ساده جامو کې پولیس افسران د هوټل په کوټه کې د نشریات دپاره برابر کړی شوي کېمرې لرې کوي. دا خبره د الجزیره سرچېنې وکړه.
اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو په یو بیان کې په یروشلم کې په سمدستي ډول د الجزیره د دفترونو د تړلو فېصله اعلان کړه.
هغه وویل د امنیتي کابېنې سره د بحث او د هغه د هدایاتو سره سم په اسرایل کې د الجزیر نشریات بند کړل شول.
د نېټن یاهو کابېنې اعلان وکړو چې په متفقه توګه یې دا فېصله کړې چې ترڅو په غزه کې جنګ دوام لري په اسرایل کې به د الجزیره عملیات بند وي په دې سبب چې الجزیره د اسرایل قومي سلامتیا ته خطر راولاړوي.
د اسرایل د مواصلاتو وزیر شلومو کري د الجزیره د بندولو په امر دستخط کړی دی.
کري په یو بیان کې وویل د هغه چا خلاف به په سمدستي ډول ګام اخیستل کېږي چې د مطبوعاتو ازادي اسرایل او اسرایلي ځواکونو نه د نقصان دپاره استعمالوي او د جنګ په وخت کې "ترهګري راپاروي."
بیان وايي په اسرایل کې چې د هغه چا دپاره د رای ازادي نه وي چې د کري په قول د حماس غږ پورته کوي. "الجزیره به په سمدستي ډول تړل کېږ او الات به په قبضه کې اخیستل کېږي."
په بیان کې وویل الجزیره به د کېبل نه لرې کولی شي او په وېب پاڼه به یې بنده وه. په بیان کې په غزه کې د الجزیره د عملیاتو په اړه څه نه دي وېل شوي.
الجزیره د اسرایل فېصله "مجرمانه اقدام" او معلوماتو ته د لاس رسي د بنیادي انساني حق خلاف ورزي وبلله.
الجزیره وویل د اسرایل دا الزام چې چېنل د اسرایل سلامتیا ته خطر راولاړولو "خطرناک دروغ دي" چې خبریالان یې د خطر سره مخامخ کوي. الجزیره وویل په نړیواله کچه خبرونه خپرولو به دوام ورکوي او دا حق لري چې هرقانوني ګام ولټوي.
الجزیره په غزه کې د اسرایل په پوځي عملیاتو تنقید کوي او جنګ د شروع کېدو راهسې غزه نه ۲۴ ګنټې نشریات کوي.
د ملګرو ملتونو د انساني حقونو څانګې یو اېن هیومن رایټس د الجزیره د دفتر په بندول کېدو تنقید وکړو او د اسرایل په فېصله يې د خفګان اظهار وکړو.
یو اېن هیومن رایټس په اېکس خپل ردعمل کې وویل د شفافیت او احتساب د یقیني کولو دپاره ازاده میډیا ضروري ده، په خصوصي توګه چې غزه نه په خبرونو ورکولو قدغنونه دي.
یو اېن هیومن رایټس وویل د رای ازادي بنیادي انساني حق دی او د اسرایل د حکومت نه غوښتنه کوي چې په الجزیر دې پابندي ختمه کړي.
د خبریالانو نړیوال تنظیم کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس هم د اسرایلي کابېنې فېصله وغندله.
په نیویارک کې مېشته د سي پي جی پروګرام ډرېکټر کارلوس مارټېنز ډي لا سرنا وویل اسرایلي اقدام په اسرایل کې د کارکوونکو نړیوالو مطبوعاتو دپاره "انتهايي خطرناک مثال" دی.
د سي پي جی چارواکي وویل اسرایلي کابينه دې الجزیره او نورو نړیوالو مطبوعاتو ته اجازت ورکړي چې په ازاده توګه کار وکړي په خصوصي توګه د جنګ په وخت کې.
د الجزیره د عربۍ څانګې یو خبریال وویل د اسرایل د امر وروسته به په اسرایل او مشرقي یروشلم کې عملیات وتړل شي خو په فلسطیني علاقو کې به د اسرایل د اقدام عملداري نه وي. په اووم اکتوبر د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو راهسې الجزیره د مشرقي یروشلم نه په ژوندۍ بڼه نشریات خپروول.
اسرایلي مطبوعاتو وویل د کابېنې د فېصله په نتیجه کې الجزیره د ۴۵ ورځو دپاره په اسرایل کې فعالیت نه شي کولی.
تېره میاشت الجزیره وویل اسرایل په منظمه ډول کوښښ کوي چې چېنل خاموشه کړي او الزام يې ولګولو چې د چېنل یو شمېر خبریالان اسرایل قصدا په هدف کړي او وژلي دي.
اسرایل وايي خبریالان نه هدف کوي.
قطر په ۱۹۹۶ کې الجزیره ټېلې وېژن شروع کړو.
د اسرایل او الجزیره تعلقات د ډېر وخت راهسې تاوجن پاتې شوې دي.
که د الجزیره د انګریزۍ څانګې پروګرامونه لکه د نورو لویو چېنلونو په شان نشر کېږي خو د الجزیره عربۍ څانګه اکثر د حماس او د نورو وسله والو ډلو د مشرانو بیانونه نېغ په نېغه نشر کوي.
د الجزیره د عربۍ څانګه د اسرایلي چارواکو او پوځي ترجمانانو بیانونه هم د ترجمې سره نېغ په نېغه نشر کوي.
د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، په کال ۲۰۰۳ کې په عراق کې قبضې او د صدام حسین حکومت د نسکورولو وروسته امریکې هم په الجزیره سخت تنقید کولو.
Forum