لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي: په کوټه کې له پوليو ويکسين د انکاري خلکو شمېر کم شوی دی


د بلوچستان روغتيايي چارواکي وايي، چې څو کاله وړاندې په صوبه کې د انکاري خلکو شمېر پينځوس زره وو، خو اوس دا شمېر له درېو تر څلورو زرو راکم شوی دی. د ماشومانو د روغتيا لپاره د نړيوالي ادارې يونيسيف کميونيکېشن څانګه د انکاري خلکو پراماده کوولو کار کوي
د بلوچستان روغتيايي چارواکي وايي، چې څو کاله وړاندې په صوبه کې د انکاري خلکو شمېر پينځوس زره وو، خو اوس دا شمېر له درېو تر څلورو زرو راکم شوی دی. د ماشومانو د روغتيا لپاره د نړيوالي ادارې يونيسيف کميونيکېشن څانګه د انکاري خلکو پراماده کوولو کار کوي

د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د صحت چارواکي وايي چې تر هر پوليوضد کيمپېن وړاندې له ويکسين انکاري خلک اماده کېږي او هغو ته د کيمپېن په اړه مالومات ورکول کېږي.

په کوټه کې د ويکسين لپاره د ماشومانو شمېر پينځه لکه دی. د دې شمېرې څخه تر درې زره زيات هغه خلک وو چې ماشومانو ته به يې د پولیو وېکسین نه انکار کولو خو چارواکي وايي د وېکسین نه د انکاري خلکو دغه تعداد اوس اته سوه ريکارډ شوی دی

په کوټه کې يو روغتيايي چارواکی محمداصف وايي، چې په ښار کې د ويکسين کوونکو ماشومانو شمېر يا ټارګټ پينځه لکه دولس زره دی. په کوټه کې اتلس سوه روغتيايي ټيمونه په پوليوکيمپېن کې برخه اخلي.

اصف وویل ،،تر هر کيمپېن دولس ورځې وړاندې موږ انکاري والدين ته ورځو. په تېر کيمپېن کې اووه دېرش سوه نوي ماشومان انکاري ريکارډ شوي وو. زموږ پر هڅو سربېره هم اته سوه ماشومان داسي وو، چې له پوليوويکسين پاتي شو. خو په دې کيمپېن کې مو هيله ده، چې دا شمېر به راټيټ شي.،،

د کوټې د بلوڅي سټريټ اوسېدونکی نديم جان وايي، چې د دوی سيمې ته په هرکيمپېن کې پوليوکارکوونکي ورځي او ماشومان يې د پوليوپرضد ويکسين کوي. په خبره يې دوی ځکه له پوليو ټيمونو سره همکاري کوي، چې پوليو يوه خطرناکه ناروغي ده او علاج يې نه کېږي.

جان وویل ٬٬زما په کور کې يو ماشوم دی، په هر کيمپېن کې يې ويکسين کوم. پوليو ډېره خطرناکه ناروغي ده، که ماشوم پوليوشي، بيا يې علاج نه کېږي. ناپوهان خلک دي، چې ماشومان نه ويکسين کوي. ټولې ميندې بايد خپلو ماشومانو قطرې ورکړي او له معذورۍ يې خوندي وساتي.،،

روغتيايي چارواکی محمداصف زياتوي، په کيمپېن کې ترټولو مهم کار د انکاري يا رفيوزل خلکو اماده کول وي، چې له برکته يې اوس د رفيوزل شمېر د پخوا په پرتله ډېر راټيټ شوی دی. دا چې د ماشومانو کورنۍ ولي انکاري وي، لاملونه يې داسي په ګوته کوي.

اصف وویل ٬٬ د دې بېلابېل لاملونه دي، ځيني خلک وايي چې يو زوی يې هغه نه غواړي چې ويکسين يې کړي. ځيني يې له مذهبي پلوه او ځيني بيا له طبي پلوه دا قطرې ناسمې ګڼي. پر ټولنيزو رسنيو ځيني وخت ناسم مالومات خپاره شي، خلک بيا د هغه تقليد کوي. بله وجه داهم ده، چې ترخلکو کره مالوماته نه وي رسېدلي، ځکه هم خلک له ويکسين انکاري وي.،،

د بلوچستان روغتيايي چارواکي وايي، چې څو کاله وړاندې په صوبه کې د انکاري خلکو شمېر پينځوس زره وو، خو اوس دا شمېر له درېو تر څلورو زرو راکم شوی دی. د ماشومانو د روغتيا لپاره د نړيوالي ادارې يونيسيف کميونيکېشن څانګه د انکاري خلکو پراماده کوولو کار کوي.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG