لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: اپرېل کې وسله وال بريدونه ‏‎38‎‏ فيصده سېوا شوي، ټولو ‎77‎‏ حملو کې ‏‎56‎‏ يواځې پښتونخوا کې شوي


پاکستان کې د اپرېل په مياشت کې وسله وال بريدونه ‏‎38‎‏ فيصده سېوا شوي، تېره میاشت په ټول ملک کې په ‏‎77‎‏ وسله والو حملو کې د ‏‎31‎‏ امنيتي ‏اهلکارو په ګډون ټول ‏‎70‎‏ تنه وژل شوي او په ټولو ‏‎77‎‏ حملو کې ‏‎73‎‏ فيصده، ‏‎56‎‏ بريدونه يواځې په خېبرپښتونخوا کې شوي دي.‏

پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکيورټي سټډیز (پيکس) د اپرېل په ‏مياشت کې پاکستان کې د وسله والو بريدونو او پکې اوښتو مرګ ژوبلو په اړه رپورټ خپور کړی دی.‏

په رپورټ کې ويل شوي، د اپرېل په مياشت کې په ‏‎77‎‏ وسله والو بريدونو کې ‏‎70‎‏ تنه وژل شوي دي، په وژل شوو کې ‏‎35‎‏ ملکي وګړي، ‏‎31‎‏ امنیتي اهلکار او ‏څلور وسله وال شامل دي، او په دغو حملو کې د ‏‎35‎‏ امنيتي اهلکارو او ‏‎32‎‏ ملکي وګړو په ګډون ‏‎67‎‏ تنه ژوبل شوي دي.‏

ويل شوي د مارچ د میاشتې په مقابله کې په اپرېل کې بريدونه ‏‎38‎‏ فيصده سېوا شوي دي.‏

د رپورټ ترمخه، تېره میاشت د پاکستان امنيتي ځواکونو لږ تر لږه ‏‎55‎‏ مشکوک وسله وال وژلي او ‏‎12‎‏ نيولي دي، ویل شوي په نيول شوو کې د بشام په ‏ځانمرګي بريد کې ککړ کسان هم شامل دي.‏

په 26م مارچ د خېبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سیمه کې د داسو ته روانه د چیني انجنیرانو په قافله یو ځانمرګي برید شوی وو، پینځه د چین ‏انجنیران او د هغوي یو پاکستانی ډرایور پکې وژل شوي وو.‏

‎د خالي یا شنبې په ورځ خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې دعوه کړې وه، بشام کې په چینايي انجنیرانو شوي ځانمرګي برید کې د ککړتیا په تور یې ‏د ټي ټي پي څلور ترهګر نیولي وو. سي ټي ډي ويلي وو، په نيول شوو ترهګرو کې د مرکزي ملزم عادل شهباز تعلق د افغانستان د ننګرهار ولایت جلال اباد ‏سیمې سره، او د نورو پېژندګلو د محمد شفیق قریشي، زاهد قریشي او نذیرحسین په نومونو شوې او تعلق یې د پښتونخوا د مانسهرې سیمې سره دی.‏

پيکس په رپورټ کې زياته کړې، د اپرېل په میاشت کې ترسره شوو وسله والو ټولو بريدونو کې ‏‎73‎‏ فيصده، ‏‎56‎‏ حملې يواځې په خېبرپښتونخوا کې شوې، ‏د ‏‎26‎‏ امنيتي اهلکارو په ګډون پکې ‏‎17‎‏ ملکي وګړي وژل شوي او ‏‎19‎‏ امنيتي اهلکارو په ګډون پکې ‏‎32‎‏ کسان ژوبل شوي وو.‏

ويل شوي د خېبرپښتونخوا په څلور ضلعو ډېره اسماعيل خان، لکي مروت، ټانک او بنو کې تر ټولو زياتې ‏‎22‎‏ حملې شوي دي. د رپورټ ترمخه د ‏خېبرپښتونخوا بندوبستي سيمو کې ‏‎31‎‏ او قبايلي ضلعو کې ‏‎25‎‏ حملې شوي دي.‏

د رپورټ ترمخه بلوچستان صوبه کې په ‏‎16‎‏ حملو کې ‏‎21‎‏ کسان چې پکې ‏‎17‎‏ ملکي وګړي او څلور امنیتي اهلکار وژل شوي او ‏‎31‎‏ نور ژوبل شوي دي.‏

د پيکس په رپورټ کې ویل شوي، د اپرېل په مياشت کې په پنجاب صوبه کې په څلورو بريدونو کې درې کسان وژل شوي او سيند صوبه کې په يو بريد کې ‏درې کسان وژل شوي دي.‏

پيکس ويلي، پاکستان کې روان کال په لومړو څلورو میاشتو کې ټول ‏‎323‎‏ وسله وال بريدونه شوي، ‏‎324‎‏ کسان پکې وژل شوي او ‏‎387‎‏ ژوبل شوي دي.‏

د پاکستان حکومت او پوځ وخت په وخت دعوې کوي چې په ملک کې د ترهګرۍ ملا ماته کړل شوې او د ملک څخه په بشپړ ډول د ترهګرۍ د نوغي ‏ويستو پورې به مبارزه جاري ساتي.‏

خو د حکومتي او پوځي دعوو باوجود په ملک کې او ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا، قبايلي ضلعو او بلوچستان صوبه کې د ناامنۍ پېښې پرله پسې دوام ‏لري.‏

د پاکستان حکومت او پوځ دعوه کوي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ناامني زياته شوې او تور لګوي تحریک طالبان ‏پاکستان د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد حملو دپاره کاروي، خو په افغانستان کې واکمنه طالبان د پاکستان دغه تور په کلکه ردوي او تحریک ‏طالبان پاکستان دعوه کوي د پاکستان په خاوره موجود دي او د دلته نه حملې کوي.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG