په شمالي وزیرستان کې په یو سکول کې نامالومه کسانو د لسم ټولګي (مېټرک) ېپرې سوځلي دي، پوليسو پېښه تاييد کړې او وايي پېښه د میر علي تحصیل په عیدک سیمه کې شوې ده.
په شمالي وزیرستان کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د نښتې خبر دی.
په سکول کې د امتحاني پرچو سوځول کېدو په اړه پولیس ويلي، د سکول څوکیدار په مدعیت مقدمه درج کړې او ویلي یې دي، د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي.
په مقدمه کې ویل شوي د شپې د لسو نه تر 15 پورې نامالومه کسان راغلي او په سکول ودانۍ کې د زده کونکو د میټرک حل شوو پرچو ته یې اوور ورکړی دی.
د مقدمې ترمخه په عیدک سیمه سرکاري هايير سيکنډري سکول کې د شمالي وزیرستان د 23 امتحاني هالونو د زده کونکو حل شوې پرچې اېښودل شوې وې چې په مکمله ډول سوځول شوي دي.
دې پېښې ځايي زده کونکي اندېښمن کړي دي د بنو بورډ انتظام لاندې د میټرک نهم او لسم جماعت امتحانونه د اپرېل د 18مې نېټې نه پېل شوي وو.
په دې اړه دې بورډ انتظامیه څه نه دي ویلي چې څومره پرچې سوځول شوي دي.
په سیمه کې د تعلیم څانګې یو چارواکي وویل دا نهم او لسم جماعت د زدکونکو حل شوې پرچې وې چې د شمالي وزیرستان د 23 امتحاني مرکزونو نه راغونډې کړل شوې او دغلته اېښودل شوې وې.
هغه وویل کله چې امتحان وشي پرچې بیا د چیکنګ د پاره ډاک د لارې لیږل کیږي خو لا امتحان روان دی او دغه پرچې لا نه وې کتل شوې.
پولیس نه دي ویلي چې د عیدک په سکول کې پرچې به چا سوځولي وي. په تېرو څو کلونو کې په پخوانیو قبایلي او د خېبرپښتونخوا په ځینو سیمو کې وسله والو په سکولونو حملې کړي دي، د سکولونو ودانیو ته اورونه اچولي او زیانونه يې ورته ورسوولي وو.
بل لور ته په میر علي سیمه کې د پوځ او وسله والو ترمینځ د نښتو خبرونه ترلاسه شوي دي.
د سیمې نه امنیتي سرچینو وویل میر علي سیمه کې د وسله والود موجودګۍ استخباراتي مالومات وو او د هغوی نه یې ګیره چاپیره کړې ده.
د سیمې یو ځایی تن هاشم ارمز وویل په سیمه کې د انښتو پرمهال د ډزو ترڅنګ د چاودنو غږونه اوریدل کیږي.
هغه وویل په هوا کې جنګي هیلي کاپټرې لیدل کیږي او د انښتې له امله خلک په کورونو کې بندي دي.
Forum