لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیس: په بلوچستان کې د ماينونو په ساتنه مامور د اېف سي ځواک يو عسکر په برید کې وژل شوی


د چارواکي په خبره، په روژه کې د دکۍ څخه د سکرو د ماينونو نهه مزدوران تښتول شوي وو او تر اوسه نه دي خوشي کړل شوي
د چارواکي په خبره، په روژه کې د دکۍ څخه د سکرو د ماينونو نهه مزدوران تښتول شوي وو او تر اوسه نه دي خوشي کړل شوي

د پاکستان د بلوچستان صوبې په دکۍ سيمه کې د ماينونو په ساتنه مامور په اېف سي ځواک بريد کې د اېف سي يو عسکر وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.‏

پوليس چارواکو ویلي په دکۍ کې په اېف سي چوکۍ د ګل، دوشنبې، په شپّ د وسله وال بريد ته د اېف سي اهلکارو فوري ځواب ‏ورکړی او د مرستې دپاره یې نور اهلکار غوښتي وو.‏

د چارواکو په خبره، د اېف سي نور اهلکار موقعې ته رسېدلي، د وسله والو یې په ګاډي ډزې کړي، په بريد کې د اېف سي یو عسکر ووژل شو ‏او درې نور ژوبل شوي او هسپتال ته منتقل کړی شوي دي.‏

په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.‏

د دکۍ پوليسو يو چارواکي د وي او ای ډيوه خبريال حفيظ الله ستوري شېراني ته ویلي، په دغه ډول بريدونو کې بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې لاس لري.‏

د چارواکي په خبره، په روژه کې د دکۍ څخه د سکرو د ماينونو نهه مزدوران تښتول شوي وو او تر اوسه نه دي خوشي کړل شوي.‏

پوليس اهلکار د نوم نه ښکاره کولو په شرط ويلي، بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډله (بي اېل اې) د سکرو د کانونو د مالکانو نه قلنګ او پېسې غواړي چې ‏پېسې دې ورکړي بيا به یې مزدوران خوشي کړي.‏ پاکستان او امریکې بي اېل ای ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

د پاکستان ناارامه ضلع بلوچستان کې وخت په وخت د ناامنۍ پېښې کيږي، په امنيتي اهلکارو بريدونه کيږي او د زياترو زمه واري بلوڅ بېلتون ‏غوښتونکې ډلې مني.‏

د دې ترڅنګ د سکرو په ماينونو کې هم اکثره د ګېس چادونو او کانونو کښېناستو پېښې کيږي او مزدورانو ته پکې مرګ ژوبلې اوړي.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG