لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سویلي وزیرستان تښتول شوي جج مقدمه د نامعلومه کسانو پرضد درج شوې


File Photo
File Photo

د خېبر پښتونخوا ټانک او ډېره اسماعیل خان ترمنځه لوې سړک نه تښتول شوي د سویلي وزیرستان جج/ قاضي شاکرالله مروت مقدمه په ډیره اسماعیل خان کې د ترهګرۍ ضد پولیسو تاڼه کې د نامعلومه کسانو پرضد درج شوې.

د ځايي پولیسو تر مخه په مقدمه کې لیکل شوي چې د ۲۵و نه تر ۳۰و پورې وسله والو کسانو په دغه لویه لار موټر ساېکلې ودرولې وې او لاره یې تړلې وه.

د ټانک او ډیره اسماعیل خان تر منځه دغه ۵۵ کلومېټره لاره د ګاډو د تګ راتګ او د هیواد د نورو سیمو نه د افغانستان انګور اډې سیمې ته د شپې ورځې تګ رتګ لوې سړک دی. د قضیې تر مخه وسله والو لومړی د جج په ګاډي ډزې کړي بیا یې د ګاډي نه راکوز کړی سترګې یې ورله تړلي او نا معلومه ځاې ته یې د ځان سره وړی.

د تښتول شوي جج ډراېور ویلي چې جج په وردۍ (سوټ او پېنټ/ تهري پیس) کې وو تښتونکو هغه ته د علاقې ساده جامې ورغوستولي، ګاډي ته یې اوور اچولی او جج یې په موټر ساېکل د ځان سره تښتولی. دغه ډرېور پولیسو ته ویلي کله چې یې د دوي سترګې پرانیستې نو دوي په یوه ځنګله کې وو.

د یادې پېښې ذمه واري تر دې دمه چا په غاړه نه ده اخستې او د ترهګرۍ پرض پولیسو ویلي دوي ته داسې کوم معلومات په لاس نه دي ‌ورغلي چې دا تښتونکي څوک وو او یا د کومې ډلې سره تعلق لري.

ځايي څیړونکي وايي داسې ښکاري وسله والو دغه ګام د پوره منظمې منصوبې لاندې ترسره کړی او دوي ته د جج پوره او کره معلومات ترلاسه وو. دوي زیاتوي په دومره لوې او مصروفه سړک دومره غټ ګام پورته کول د حکومتي رټ کمزوري څرګندوي.

د ترهګرۍ ضد پولیسو تر مخه دوي ته د جج ګاډی د ټاک ضلعې شادا سیمې کې په سوځیدلي خالت کې ترلاسه شوی. دغه سیمه د ټانک نه ۲۵ کلومیټره ختیځ اړخ ته پرته ده چې د لوې سړک نه لس کلومیټره لرې او پوله یې د ډیره اسماعیل خان کلاچي سره لګیدلې.

حکومتي غبرګون:

د ځايي پولیسو تر مخه تېره ورځ په ټانک ضلع کې د جنوبي وزیرستان په عدالتونو کې د ډیوټۍ کولو وروسته یاد جج د ډیره اسماعیل خان کلاچي تحصیل په بهګوال سیمه کې د لوې سړک نه تښتول شوی.

د ډیره اسماعیل خان ډویژن پولیسو مشر ناصر محمود ستي د دفتر چارواکي وايي د ټانک او ډیره اسماعیل خان پولیسو شریکه کمیټي جوړه کړې او د دواړو ضلعو په سرحدي سیمو کې پولیس ځاې پرځاې شوي او پولیسو د لټون عملیات پېل کړي او د پوځ مرسته هم ورسره ده.

د پولیسو په وینا د کلاچي سیمه کې د عملیاتو پرمهال وسله والو سره د ډزو تبادله شوې چې پکې د دوو وسله والو د وژلو مالومات یې تر لاسه کړي دي.‌ د پېښور هايي کورټ ستر قاضي د جج د تښتولو د پېښې نوټس اخستی او حکومتي چارواکو ته یې د جج د خوشي کولو امر کړی.

د خېبر پښتونخوا صوبې اعلا وزیرعلي امین ګنډاپور په سمدستي توګه پولیسو ته د جج راخوشي کولو لار ښونه کړې. د ځايي پولیسو تر مخه دغه سیمه ګڼ ځنګلونه لري او د بارانونو د لاسه راغلي سېلابونو په سبب پکې لارې همخرابې شوي چې د ګاډو تګ راتګ کې ورته مشکلات دي.‌

پېښې ته غبرګون:

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پارلیمان پخواني غړي علي وزیر په ټویټر لیکلي: ٫٫ د پښتونو په خاوره یو ځل بیا اوور لګول شوی، دا ځل یې طریقه کار بدل دی. لومړی پولیس، بیا د ګمرک اړوند کسان او اوس سوداګر په نخښه کیږي. له دې وروسته به سیاسي او فکري خلک هدف وي.٬٬

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر او قامي پارلیمان پخواني غړي محسن داوړ په ایکس لیکلي. ٫٫ د جنوبي وزيرستان اپر/لوئر سيشن جج شاکرالله د ټانک نه وسله والو تښتولی دی. د لکی سمنټو په فیکټرۍپرون برید شوی وو. پښتونخوا د وسله والو له خوا نیول شوې او د پاکستان په میډیا او په حکومتي کچه مکمله خاموشي ده.٬٬

د ډیره اسماعیل خان خبریال اسلم اعوان وي او ای ډیوه ته وايي یواځې په ډیره اسماعیل خان کې د جنوبي وزیرستان سیشن جج تښتول شوی، د ګمرک ۸ مامورین ووژل شوي، د پولیسو او اېف سي دوه دوه اهلکار وژل شوي خو حکومت دې ته ناست دی چې غندنه یې وکړي او رپورټ وغواړي او د شهيدانو په کورونو دې عکسونه جوړ کړي.

اسلم اعوان زیاتوي حکومت دې ته پام نه کوي او ښکاري په سیمه کې حکومتي رټ ختم شوی او وسله وال پکې منظم نیټ ورک لري.

کلاچي تحصیل:

‎کلاچي د ډیره اسماعیل خان ښار نه ۵۰ کلومیټره لرې سویل لویديځ سیمه ده او پوله یې د ټانک ضلعې سره لګېدلې ده. په دې ورستیو کې د وسله والو او پوځ ترمینځ زیات بریدونه په دغه سیمه کې شوي چې پکې دواړو خوا یو بل ته د زیات زیان اړولو ادعاوې کړي.

په یاده سیمه کې په اتمه فروري د عامو ټاکنو په ورځ په یو وسله وال برید کې پینځه پولیس اهلکار وژل شوي وو.‌ یاده سیمه د ډیر وخت راهسې د القاعده سره تړلې او د تحریک طالبان پاکستان ګنډاپور ډلې پیاوړی مرکز ګڼل کیږي.

‎کلاچي د اعلا وزیر علي امین ګنډا پور پلارنۍ ټاټوبی دی او د عامو انتخاباتو پرمهال د قامي اسمبلۍ څوکۍ د پاکستان تحریک انصاف حمایت ‏یافته کاندید داوړ کنډي او د صوبايي څوکۍ د پاکستان پیپلز ګوند احسان میانخېل ګټلې ده.‏ ځايي خلک وايي په سیمه کې روانۍ ناامنۍ سخت ستونزمن کړي او عادي ژوند نه شي کولی. په دغه سیمه کې د نا امنۍ د پېښو پرضد وخت په وخت احتجاجي مظاهرې هم کیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG