د ډانلډ ټرمپ او جو بایډن د ولسمشرۍ د کمپاینونو ډلې په دې اړه لږ موافق دي، چې کینیډي د نومبر په ټاکنو کې ستونزي منځ ته راوړلای شي. رابرټ، ایف، کینیډي ، جونیر د راروانو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره مستقل کاندید دی. دی یو فعال سیاستوال او وکیل دی.
د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۲ کال کې ۱.۳ میلیونه کسان د نري رنځ له امله مړه شوي دي
د امریکا د 2024 کال د ولسمشرۍ په کمپاین کې د میندو لخوا د ماشوم ضایع کول یا سقط یو له مهمو مسلو څخه ده. ولسمشر جو بایډن وايي سقط ته لاسرسی د شخصي ازادۍ مسله ده، پداسې حال کې چې جمهوري غوښتونکي نوماند ډونالډ ټرمپ بیا وايي چې ایالتونه باید د خپل سقط قانوني پریکړو ته دوام ورکړي.
له هغه وخته چې د اکتوبر په مياشت کې د اسرائيلو او حماس ترمنځ جګړه پيل شوی، مصر له غزې څخه د رفح پوله د اکثرو فلسطينيانو پر مخ تړلې ده. خو یو شرکت له غزې څخه مصرته د خلکو په اړولو زرګونه ډالر ترلاسه کوي. خو زیاتره بیا دا د مهاجرو څخه ناوړه ګټه اخستنه بولي.
د ورجینیا په دارالهجره اسلامي مرکز کې د اختر په اوله ورځ انجونې، مشرانې او ځوانې میرمنې له خپلو ماشومانو سره د اختر لمونځ لپاره جومات ته تللې وې نور حال د بهشته تلاش په راپور کې.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردغان واکمن AK ګوند د ترکیې په محلي ټاکنو خپله تر ټولو بده انتخاباتي ماته وخوړه. شنونکي دا د ترکیې په سیاسي لوري کې یو مهم بدلون بولي. ډورین جونز له استانبول څخه په دې اړه راپور جوړ کړی چې بهشته تلاش یې تاسې ته وړاندې کوي.
لومړی وزیر نریندرا مودي او نور سیاسي مشران ښځېنه رایه ورکوونکي هڅوي ځکه چې په تیرو ټاکنو کې ښځو په لویه کچه ونډه اخیستې وه. انجانا پسریچا د هند په شمالي ایالت هریانا کې یوه کلي ته ورغلې وه. هغې معلومه کړه چې د مودې خیریه کارونو ملاتړ ترلاسه کړی دی. د پشریچا راپور بهشته تلاش وړاندې کوي.
شنونکې وايي، د امريکا رايه ورکوونکي باید د نومبر د ولسمشرۍ انتخاباتو کې د بهرنيو ناسمو معلوماتو او لاسوهنو په اړه خبر و اوسي
زمبیا د ایچ آی وي (HIV) ناروغۍ د مخنیوي لپاره نوي درمل ترلاسه کړي دي. ایچ آی وي هغه ویروس دی چې د ایډز لامل کیږي. زمبیا له امریکا وروسته په نړۍ کې دوهم هیواد دی چې د ایچ آی وي ناروغۍ د مخنیوۍ لپاره ځانګړي پیچکاري کاروي. کیتي شارټ د لوساکا، زمبیا څخه دا راپور جوړ کړی دی
د مارچ ۴مه، د چاغوالي نړيواله ورځ ده. په اندونیزیا کې د ځوانانو د وزن زیاتوالي کچه لوړه ده. د هیواد نږدې نیمایي میرمې یې ډیر وزن لري. د هیواد د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د اندونیزیا د ښځو د وزن زیاتوالي د سړیو په پرتله دوه چنده دی.
نړیوال بانک وايي، چې انلاین سوداګړي په نایجیریا کې د اقتصاد په پیاوړتیا او د غربت په کمولو کې ډیره مرسته کړې. د جنورۍ د میاشتې په یوه راپور کې، نړیوال بانک وايي چې انټرنیټ ته لاسرسی د لویدیځې افریقا په هیوادنو کې بې وزلي۷ فیصده کمه کړی ده.
افغان خبریال صادق تورابزی د څو هیوادونو له سفر وروسته کاناډا ته رسیدلی او اوس دې ته په تمه دی چې له خپلې کورنۍ سره یوځای شي دی واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته دې ته اړ شو چې خپل هیواد پریږدي. له ټورنټو څخه احمد فرشاد صالح په دې اړه راپور جوړ کړی چې بهشته تلاش یې تاسې ته وړاندې کوي.
په ارلینګټن، ویرجینیا کې، د رسنیو بدلون نه یوازې زده کونکو ته د ژورنالیزم په اړه درس ورکوي بلکې ټولنې ته محلي خبرونه هم وړاندې کوي. د VOA کریسټینا کیسیډو په دې اړه راپور جوړ کړی چې بهشته تلاش يې تاسې ته وړاندې کوي.
University of People د لوړو زده کړو وړیا آنلاین پوهنتون، په 2009 کې جوړ شو او په 2014 کې یې اعتبار ترلاسه کړ. د امریکا دې غیر انتفاعي پوهنتون چې هدف یې د عام ولس زده کړو ته لاسرسی دی، په دوه سوه هیوادونو کې شاوخوا 140,000 زده کونکو ته د تعلیم زمینه برابره کړې ده.
د اوکراین په کییف سیمه کې د ښوونځي رضاکارانو د "هوبیټ" فلم کورونو په څیر د بمونو یو پټنځای جوړ کړ. دغه ښوونځی د روسیې د یرغل په پیل کې ویجاړ شوی و. وروسته له هغه چې رضاکارانو بیا جوړ کړ، دوی ددې کار په کولو سره د زده کونکو لپاره په زړه پورې سرپناه ګټه اخېستو ته چمتو کړه.
د سومالیا کاروباري خلک وایي، د چینايي تولیداتو له زیاتوالي سره د دوی کورني تولیدات کم شوي دي د امریکا غږ عبدالقدیر زبیر په مګدیشو کې له یو شمېر کورنیو سوداګرو سره غږېدلی او دا راپور یې پرې راستولی چې بهشته تلاش یې وړاندې کوي.
د سمندر د سطحې لوړېدل، د بدې هوا پېښې، او د تودوخې لوړېدل په جنوبي افریقا کې د سمندر ساحلي اوسیدونکي ګواښي د VOA ډیریک مازورا له سویلي افریقا څخه راپور جوړ کړی چې بهشته تلاش یې تاسې ته وړاندې کوي.
د ډیموکرېټ ګوند کاندیدان چې د ماشومان د زیان یا سقط د حق پلوي دي پدې وروستیو کې په څو محافظه کارو ایالتونو کې لوی انتخاباتي بریاوې ترلاسه کړي. مګر تر کومې کچې د زیږون حقونو مسله د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو اغیزه کولی شي.
د صنفې توقعاتو او په ټولنه د نارینو د واکمنۍ برعکس باتولا علي د کینیا تر ټولو په لوی مهاجر کمپ داداب کې یوازینۍ ښځینه امبولانس چلوونکې ده د وي او ای خبریال احمد حسین له مېرمن علي سره لیدلي او دا راپور یې د کینیا له ګاریسا کاونټي څخه چمتو کړی چې بهشته تلاش یې وړاندې کوي.
د امریکا په کالجونو او پوهنتونونو کې د زده کونکو کلني فیسونه تر اتیا زرو ډالرو رسېږي خو د کمولو لارې یې هم شته زده کونکي وایي، دوی د پوهنتون د څلور کلنې دورې لپاره په کال کې له 40,000 څخه تر 80,000 ډالرو پورې فیس ورکوي. ددغو فیسونو د کمېدو لارې چارې څه دي؟
نور کتل