د خیبر پښتونخوا د خوراک وزیر ظاهر شاه طورو وايي، د حکومت لخوا له بزرګو څخه د غنمو د اخېستلو لپاره ۳۹۰۰ روپۍ وروستی ټاکل شوی نرخ دی له ښاغلي طورو سره د ډیوې خبریال حمیدالله مرکه کړې.
په پاکستان کې د موسمیاتو د محکمې د اپرېل میاشتې په راپور کې راغلي، چې په ډېرو سیمو کې د بارانونو کچه له اوسط نه هم پورته وه. تفصیل د حمید الله په راپور کې.
د يو نوي تحقيق ترمخه پاکستان په ولسي کچه د کرپټو کرنسۍ د خپلولو او دوستانه ماحول دپاره د نړۍ په سر لسو هېوادونو کې ځای لري د پاکستان شپږ اعشاريه شپږ فيصدي ابادي په کرپټو ايکسچينجونو کې د ټوکنو، کرنسیو او کاينز يعني د سيکو جمع واري لري. تفصیل د حميد الله په راپور کې.
وروستیو سېلابونو او بارانونو د چارسدې د ترناب په بکرۍ سیمه کې خلکو ته زیانونه اړولي د پسرلي بې وخت بارانونو په ټوله پښتونخوا کې خلکو ته زیانونه اړولي خو د چارسدې په کې اوس هم په سلګونو کورونو کې اوبه بهېږي. تفصیل د حمید الله په کې.
پوهان په اسرایلو باندې د ایران له ځوابي برید وروسته اندېښنه څرګندوي چې که اسرایل ځواب ورکړي نو په منځني ختیځ او سیمه کې به یوه پراخه جګړه پيل شي اسرایلو د اپرېل په لومړۍ نېټه په سوریه کې د ایران په سفارت برید کړی و چې یو شمېر ایراني پوځي قومندانان پکې وژل شوي وو. تفصیل د عثمان خان په راپور کې.
د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې په روژه کې د تاوتریخوالي پېښې په دوامداره ډول رپورټ شوي څېړونکي یې یو دلیل دا هم ګڼي چې سږکال د حکومت او د ټي ټي پي ترمنځ کومه ډزبندي هم نه وه اعلان شوې. تفصیل د حمید الله په راپور کې.
څېړونکو د پاک افغان ټرانزېټ ټرېډ ټرانسپوټرانو ته د ویزې او پاسپورټ پرته د سفر د اجازې ورکولو هرکلی کړی د دواړو خواوو ترمنځ دغه موافقه د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د درې ورځنیو خبرو په پایله کې شوې. تفصیل د عثمان خان او حمید الله په راپور کېږ
د پيښور هائې کورټ پنځه کسېزه بېنچ د سني اتحاد کونسل هغه خواست خارج کړی دی چې په کوم کې یې د مخصوصه څوکیو غوښتنه کړي وه د ډېوه خبريال حميد الله خان پدي اړه پيښور هائي کورټ کې عدالت ته وړاندي شويو ځینو قانون پوهانو نظر راټول کړی.
په پاکستان کې له انتخاباتو وروسته سیاسي ګوندونه دا وخت د حکومت جوړولو پر هڅو بوخت دي له یوې خوا مسلم لیګ ن که پيپلز ګوند او ایم کيو ایم سره خبري کوي او له بلې خوا تحريک انصاف د مولانا فضل الرحمن سره ليدلي او له ځینو نورو سياسي ګوندونو سره يې خبري پيل کړي.
پخواني وزير اعظم نواز شريف د سوات په جلسه کي په تير اليکشن کي د عمران خان د کاميابيدو پړه په پښتنو ورواچوله خو څيړونکي واي د نواز شريف دا دريځ له حقيقته لري دی. د نوازشريف وينا او د څيړونکو دريځ د حميدالله او فياض ظفر په راپور کې.
پاکستان: په افغانستان کې امريکا پرېښودې وسلې د ترهګرو لاس ته ورغلي څېړونکي: د افغانستان د طالبانو لاس ته پرېوتل د سيمې د پاره په هغه وخت بده پېښه ګڼل شوې وه
په جمرود کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د پېښې نه څلور ورځې واړندې د خېبرضلعې د تحصيل په ودانۍ ځانمرګي بريدونو کې د پوليسو په ګډون درې تنه وژل شوي او لس نور ژوبل شوي وو
د مردان د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت د نهم مۍ په احتجاج کې په پوځي ودانيو کې د ورانکارۍ د تورونو په سر د شپږو کسانو مقدمې پوځي عدالتونو ته ليږلي دي. دغو تورنو کې پوځي عدالتونو ته د صوبې د نورو سيمو ملاکنډ ضلعې نه څلور، د دير ضلعې نه درې او د بنو نه هم د دريو نورو کسانو د مقدمو د سپارلو رپوټونه دي.
د عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان پېښور هايکورټ کې خواست کړی چې په پښتونخوا کې د ترهګرو د بيا اباد کارۍ د پلټنو د پاره دې د لوړې کچې کميټي جوړه شي.
د بره سوات د بحرين نه پاس سېمي يو واري بيا د هېواد د نورو برخو نه پرې شوي او سيلابونو دغلته په درال خوړ جوړ عارضي پل وړي دي.
راپورونه وايي، د عمران خان په تېر حکومت کې له سود پرته د درې بیلینه ډالرو قرضې نېږدې شپږ سوو کاروباري کمپنیو او کورنیو ته ورکړل شوې دي
په خېبرپښتونخوا صوبه کې نګران حکومت ویلي، تراوسه پورې ورته د مرکزي حکومت يا امنيتي ادارو لخوا د ترهګرۍ پرضد د کومو نوو عملیاتو په اړه څه نه دي ويل شوي.
نور کتل