لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې


په واشنګټن کې د خبریالانو د نړیوال مرکز (ICFJ) او د امو ټلویزیون په همکارۍ د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په اړه یوې ځانګړې غونډې ته افغان خبریالانو ووېل چې د طالبانو له ویرې دوی په خپلو رسنیو کې میشت افغان خبریالان په نامو یا پيژندګلو نه کوي
په واشنګټن کې د خبریالانو د نړیوال مرکز (ICFJ) او د امو ټلویزیون په همکارۍ د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په اړه یوې ځانګړې غونډې ته افغان خبریالانو ووېل چې د طالبانو له ویرې دوی په خپلو رسنیو کې میشت افغان خبریالان په نامو یا پيژندګلو نه کوي

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته، په بهر کې جلا وطنه خبریالان وايي دوی او ځايي خبریالان په ګډه افغان ولس ته اوس له بهر نه خبرونه رسوي. افغان جلا وطنه خبریالان دغه ډول ژورنالیزم ته د هایبریډ ژورنالیزم کلمه کارووي.

دلته په واشنګټن کې د خبریالانو د نړیوال مرکز (ICFJ) او د امو ټلویزیون په همکارۍ د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په اړه یوې ځانګړې غونډې ته افغان خبریالانو ووېل چې د طالبانو له ویرې دوی په خپلو رسنیو کې میشت افغان خبریالان په نامو یا پيژندګلو نه کوي او هغوی سره په پټه له هېواده بهر او په هېواد کې دننه معلومات راغونډوي.

د امو ټي‌ وي ايډیټرسمیع مهدي دې غونډې ته وویل چې "هابریېډ میډیا ځکه مهمه ده چې طالبان غواړي هر څه کنټرول کړي. هر هغه غږ چپ کړي چې د طالبانو په خوښه نه غږیږي. دا مهال مونږ د هېواد په هر ګوډ کې خبریالانو لرو. زمونږ ۵۰ ٪ همکاران دننه په افغانستان کې دي خو ایډیټران او ۵۰سلنه همکاران مو بهر له هېواده دي. مونږ هره ورځ له لسو هم زیات ولسي وګړو غږونه په پروګرامونو کې خپروو."

د امو ټي وي مشر لطف الله نجفي زاده وايي د طالبانو واکنمۍ لاندې معلوماتو ته لاس رسی ډیر محدود دی خو دا مهال بله لویه لاره ټولنیزې رسنۍ دي چې هر افغان وګړی دا مهال په خپله یو خبریال کیدای شي او په خپله یوه رسنۍ ده.

"په هغه ټولنې کې چې د خلکو غږ چپ شوی، او د طالبانو په څېر ډلې دا هڅې کوي چې د اړیکو او خبرو لارې وتړي او چېنلونو باندې بندیزونه ولګوي ، نو ټولنیزې رسنۍ د خلکو لپاره یو لوی فرصت برابر کړی چې هر یو تن په خپله یو رسنۍ وي او خپل خبره او غږ ولري. او رسنیو سره په اړیکه کې وي."

د افغانستان د خبریالانو مرکز، افغانستان جرنلسټس سینټر، په خپل وروستي راپور کې وايي د ۲۰۲۳ کال مې میاشتې راهسې تر اوسه د رسنۍ د ازادیو څخه د سرغړونې ۱۳۶ پېښې ثبت شوي، چې په کې ۷۲ پيښې خبریالانو ته د ګواښونو او ۶۴ د زنداني کیدو قضیې دي.

د امو ټلویزیون ايډیټر سمیع مهدي زیاتوي چې "له بده مرغه زه باید ووایم چې طالبانو زمونږ ګڼ شمېر همکاران نیولي‌ چې په کې ځینې یې له ۶میاشتو هم زیاتې مودې راهسې په بند کې دي. ځینې یې شکنجه شوي او په زروه ترې ویډیو ګانې اخیستل شوي دي. مونږ خپل هڅه کوو چې د خپلو خبریالانو شناخت پټ وساتو."

د بې پولې خبريالانو د ۲۰۲۴ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په نړيوال انډکس کې افغانستان په ۱۸۰ هېوادونو کې د تېر کال په پرتله ۲۲ درجې نور هم ټیټ شوی او د ۱۵۲ نه ۱۷۸ م ته راغوځېدلی. د افغان طالبانو ځېنو مشرانو ویلي چې د بیان ازادي تر هغه ځایه شته چې د طالبانو په جوړ شوي چوکاټ برابر وي. خو د افغان رسنیو څارونکي وايي واکمن طالبان انتقاد ته زغم نلري، د بهرنۍ مېډیا خپرول یې منع کړي، ځاي مېډیا د بندیزونو سره مخ ده، او وايي چې پر طالب چارواکو نیوکې، له "جلاوطنه" رسنیو سره له همکارۍ او کار منع دي.

افغانه خبریاله فایزه وهاب یوسفزۍ ډیوې ته وویل چې په افغان ښځینه خبریالانو ګڼ شمېر بندیزونه لګیدلي او ورو ورو د ټي وي سکرینونو څخه لیرې شوي. اغلې زیاتوي چې په ۱۶ ولایتونو کې ان تر دې چې د ښځو پر غږ هم بندیز لګېدلی.

همداراز د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو پر اساس د افغانستان د جمهوري اسلامي دولت له سقوط وروسته او د طالبانو له راتلو سره په افغانستان کې د فعالو ۶۰۰ رسنيو نیمايي يې د لګیدلي بندیزونو او اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې دي.



Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG