د ملګرو ملتونو د انساني امداد د رابطې دفتر اوچا ترجمان ینس لېرېک په جېنیوا کې خبري کانفرنس ته وویل که په رفح کې پوځي عملیات کېږي نو په نتیجه کې به يې د ملکي خلکو قتل عام کېږي او د ښار نه چلېدونکي امدادي هلو ځلو ته په نقصان ورسېږي
د سيند صوبې د اطلاعاتو وزير شرجېل مېمن مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي، د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د وزيراعلا مراد علي شاه په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ غونډه شوې چې پکې د پوليس او پوځ مشران هم شامل وو
پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو دوه مثبتې پېښې معلومې شوي او د ملک په بېلابيلو برخو کې د چاپېریال نه اخېستل شوي نمونو کې د پولیو وایرس موندل شوی دی
د پېسکوف ترڅنګ د روس د خارجه وزارت ترجمانې ماریا زکروا هم خبرې غونډې ته وېنا وکړه او ويې وېل دا وړمبی ځل دی چې یو مغربي سیاستدان دا خبره تسلیم کړه چې تراوسه د زیاترې دنیا دپاره معلوم راز و چې مغربي ملکونو د یوکرېنیانو په لاس د روس خلاف خفیه جنګ کوي
د تېر کال د نومبر په میاشت کې امریکايي چارواکو وویل د هندوستان د حکومت یو چارواکي د سېک بېلتون خوښی مشر ګورپتونت سېنګ پنو د وژنې سازش تیار کړی. پنون د امریکې او د کېنېډې غبرګ شهریت لري
د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف خلا ته د پاکستانۍ سیارې لېږل کېدل تاریخي سنګ میل وبللو او ويې وېل د دې دلارې به ملک خلا ته د مواصلاتي سیارو د لېږلو صلاحیت هم ترلاسه کړی شي.
د وایټ هاوس نه خپور کړی شوي یو بیان کې صدر جو بایډن وویل خبریالان په نړۍ کې د بډو رشوتونو ، جنګونو او نورو فوري عالمي پېښو او د اولسونو تحفظ ته د ورپېښو خطرو رابرسیره کولو او ددې په اړه وګړو ته د معلوماتو ورکولو هڅې کوي
افغانه خبریاله فایزه وهاب یوسفزۍ ډیوې ته وویل چې په افغان ښځینه خبریالانو ګڼ شمېر بندیزونه لګیدلي او ورو ورو د ټي وي سکرینونو څخه لیرې شوي. اغلې زیاتوي چې په ۱۶ ولایتونو کې ان تر دې چې د ښځو پر غږ هم بندیز لګېدلی
نور کتل
No media source currently available