په کېنېډا کې پولیس د جمعې په ورځ د هند درې کسان د سېک بېلتون خوښي مشر هريب سېنګ نجر د قتل په لړ کې نیولي ویلي يې دې چې تحقیقات به کوي چې ایا ګرفتار کسان د هندوستان سره تړون لري او که نا؟
پينځه څلوېښت کلن نجر د تېرکال د جون په میاشت کې د کېنېډې د وېنکور ښار په مضافاتو کې د سېک ګوردوارې نه بهر په ډزو وژل شوی دی.
د نجر د وژل کېدو څو میاشتې وروسته د کېنېډې وزیراعظم جسټن ټرووډو ووېل د هغه په قتل کې د هند حکومت د ککړتیا ثبوت دی. د دې وروسته د کېنېډې او د هند سفارتي تعلقات د کړکېچ ښکار شول.
پولیس وویل دغه معامله اوس هم د تحقیقاتو دلاندې ده او نور تحقیقات هم کولی شي.
د کېنېډې پولیس د نیول شویو سړو پېژندګلو د ۲۸ کلن کرنپريت سېنګ، د ۲۲ کلن کمال پریت سېنګ او د ۲۲ کلن کرن برار په نومونو وکړه.
پولیس سپر اېنټېنډېڼټ مندیب موکر په ټېلې وېژن نشر شوي خبري کانفرنس ته وویل تحقیقات کوي چې معلومه کړي چې ایا نیول شوي کسان د هندوستان حکومت سره تعلق لري او که نا؟
نجر د کېنېډې شهري وو او سېنکانو دپاره یې د هندوستان نه جدا ملک خالصتان د جوړېدو دپاره هلې ځلې کولې.
هندوستان د ډېر وخت راهسې د کېنېډې په خاوره د بېلتون خوښو سېک ډلو په موجودګۍ د مایوسۍ اظهار کوي. هند نجر ترهګر ټاکلی و.
تېره هفته امریکې د صدر جوبایډن حکومت په هغو رپورټونو د تشویش اظهار وکړو چې د هندوستان استخباراتي اداره په امریکا او کېنېډا کې د خلکو د وژلو په سازشونو کې کردار لري.
د کېنېډې پولیس وویل د امریکې د قانون نافذ کوونکو ادارو سره يې همکاري کړې ده خو په دې لړ کې یې څه تفصیل وړاندې نه کړو.
د جمعې په ورځ د نیول شویو کسانو په اړه پولیس وویل د البرټه په اېډمنټڼ ښار کې بغیر د څه واقعې ګرفتار کړل شول.
ټرووډو د تېر کال د سېپټمبر په میاشت کې وویل د هېواد چارواکي په دې الزاماتو تحقیقات کوي چې د هندوستان د حکومت اېجنټان د نجر د قتل سره تړي. هندوستان د ټرووډو دعوه بې منطقه وبلله.
کېنېډا غوښتنه کوي چې هند دې په تحقیقاتو کې مرسته وکړي. د تېر کال د نومبر په میاشت کې امریکايي چارواکو وویل د هندوستان د حکومت یو چارواکي د سېک بېلتون خوښی مشر ګورپتونت سېنګ پنو د وژنې سازش تیار کړی. پنون د امریکې او د کېنېډې غبرګ شهریت لري.
Forum