لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکایي کورنۍ: صدر بايډن دې بهر هېوادونو کې لاقانونه نيول شوو امريکایانو په اړه نور معلومات شريک کړي


په بهرنیو هیوادونو کې په لاقانونه ډول د نيول شویو يو شمېر امريکايانو کورنیو د صدر بایډن نه غوښتنه کړې چې د دوي د خپلو خپلوانو په اړه دې نور معلومات شریک کړي او د دوي د راخلاصولو لپاره دې قوي هڅې وکړي.

د نهې- سه شنبې په ورځ د امريکا کانګرس د اورېدنې لپاره د هغو کورنيو غړي را غوښتي وو د چا چې نیزدې خپل خپلوان په بهر هېوادونو کې تښتول شوي دي او يا په لاقانونه ډول بنديان دي.

دې اورېدنې ته غزاله شارمهد راغلې وه د چا پلار چې دا وخت په ايران کې په لاقانونه ډول بندي دی او د مرګ سزا ورته اورولې شوې ده.

غزاله وي او ډيوه ته وویل، "زما پلار جمشید شارمحد یو جرمن امریکایی دی چې له دریو کلونو راهیسې په ایران کې بندي دی او اوس د مرګ په بند کې دی. د بده مرغه زمونږ حکومت د هغه په راوستلو کې پاتې راغلی، زمونږ سره په خبرو کولو او رابطو کولو کې پاتې راغلی دی”.

دا وخت نهه تنه امريکايان په افغانستان، سوریه، ایران، روس، چین او نایجیریا کې په لا قانونه ډول نيول شوي او د ډېرو پکې د مرګ ژوند هم پته نه لګي.

د کانګرس دغې غونډې ته خپل فرياد وړاندې کولو لپاره مريم کمالاز هم راغلې وه. مريم وایي ددې پلار مجد کمالمز اووه کاله وړاندې په شام کې د بشارالاسد خلکو تښتولی وو:

"زما فکرمندي دا ده چې ایا زما پلار ژوندی دی که نه، او د امريکا حکومت ته پکار دي چې د هغه د ژوند، دا چې چرته دی او په کوم حات کې دی، په دې اړه شواهد وړاندې کړي، لکه څنګه چې دا وخت د بشرلاسد حکومت هغه نیولی دی، خو مونږ تر اوسه پورې د هغه نه څه غږ واورېدو، او په تېرو اوو کلونو کې هيڅ چا ورسره لیدلي هم نه دي".

مجد کمالمز یو امریکایي ډاکټر دی چې وروستی ځل په کال 2017 کې د دمشق څخه بهر د بشرلاسد د حکومت یوې پوستې خوا کې لیدل شوی وو.

مريم کمالمز وويل، د پلار نشتوالي يې پر کورنۍ ژور تاثير کړی دی، "تاسو ته معلومه ده چې یو تن څومره مهم دی تر هغې پته نه لګي تر څو چې هغه ستا د ژوند نه لاړ نه شي، زما په پلار زمونږه ټوله کورنۍ راغونډه وه، زما پلار چې ماته په عام ژوند کې څه ښودلي دي هغه څه چې ما ته یې را زده کړي زما په غوږونو کې اوس هم هره ورځ اورېدل کېږي".

ټېرا ټیس، د امريکایي خبريال آسټین ټیس مور ده. آسټېن په کال 2012 کې په شام کې تښتول شوی وو. وائس اف امریکا ته ټېرا ټېس وویل:

"د نننۍ غونډې لپاره، زما اصلي هدف د امريکا قانون HR 3202 قانوني بدلون دی چې د کوم له وجې د شام سره د هر ډول روابط غېرقانوني دي. دا ډېره مهمه وه چې په دې قانون بحث وشي”.

د انا کاربیټ خاوند ریان کاربیټ په افغانستان کې د طالبانو په ولقه کې دی. د کانګرس دې غونډې ته انا کاربېټ ووېل: "زه نه پوهیږم چې زما د خاوند د ژغورلو لپاره کوم ګامونه اخیستل کیږي".

دې ټولو کورنيو ته د کانګرس غړو باور ورکړو چې د دوي د کورنيو د غړو د راخلاصولو لپاره به هڅې کوي.

صدر باېډن په کال 2022م کې يوه حکم نامه جاري کړې وه چې پکې یې په بهر هېوادونو کې په لاقانونه ډول ګېر امريکايانو د راخلاصولو لپاره د خپل حکومت د هڅو ژمنه کړې وه.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG