لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان طالبان وايي په هرات کې د شيعه مسلک په جومات حمله کې شپږ کسان وژل شوي


د طالبانو د داخله وزارت ترجمان عبدالمتین قانع وویل تېرماسخوتن مسلح حمله کوونکو په ګذرې ولسوالۍ کې په جومات کې په لمونځ ګزارو ډزې وکړې
د طالبانو د داخله وزارت ترجمان عبدالمتین قانع وویل تېرماسخوتن مسلح حمله کوونکو په ګذرې ولسوالۍ کې په جومات کې په لمونځ ګزارو ډزې وکړې

د افغانستان واکمن طالبانو ویلي په هرات کې د شیعه مسلک په جومات حمله کې د یو ماشوم په شمول شپږ کسان وژل شوي دي.

د طالبانو د داخله وزارت ترجمان عبدالمتین قانع وویل تېرماسخوتن مسلح حمله کوونکو په ګذرې ولسوالۍ کې په جومات کې په لمونځ ګزارو ډزې وکړې.

قانع په اېکس، پخواني ټوېټر، وویل په حمله کې شپږ ملکي کسان ووژل شوو او یو تن زخمي شو.

په سمدستي ډول د حملې ذمه واري چا نه ده اخېستې خو شک په داعش خراسان وسله والې دلې کېږي. په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته داعش په شیعه ټولنې د یو شمېر حملو ذمه واري اخېستې ده.

په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي په هرات کې د ګل، دوشنبې، په ورځ شوې حمله وغندله. هغه وویل داعش خراسان د افغانستان، ایران او په پراخه کچه د سيمې دپاره خطر دی.

قمي چې د افغانستان دپاره د ایراني صدر خصوصي استازی هم دی، په اېکس، پخواني، ټوېټر خپل پېغام کې يې وویل د ترهګرۍ خلاف جنګ کې افغانستان خپل همکار ګڼي او په دې لړ کې مرسته به اهمه ترجيح وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما هم د هرات په جومات د حملې غندنه وکړه او غوښتنه يې وکړه چې په حمله کې د ککړو کسانو دې احتساب وکړی شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG