لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حماس د سولې په اړه د اسرایل تجویز ته د مثبت ردعمل اظهار کړی


په عېن حال کې ملګرو ملتونو ویلي د جنګ وروسته د غزه به بیا ودانولو کې به اینده څو لسيزې تېرېږي
په عېن حال کې ملګرو ملتونو ویلي د جنګ وروسته د غزه به بیا ودانولو کې به اینده څو لسيزې تېرېږي

د تېرو څو میاشتو د مذاکراتو وروسته فلسطیني مسلح ډلې دا امید وړاندې کړی چې اسرایل سره د ډزبندۍ معاهده نږدې ده دا په داسې حال کې چې د غزه په جنوبي ښار رفح کې د اسرایل د پوځي عملیاتو امکان لیدل کېږي.

د حماس مشر اسماعیل هنیه وویل حماس به زر یو پلاوی مصر ته لېږي چې د ډز بندۍ په اړه موجوده خبرې اترې مکمل کړي او یو داسې معاهدې ته ورسېږي چې د هغه په قول زمونږ د خلکو غوښتنې پوره کړي. امریکې، برطانيې او ځینو نورو مغربي ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

هنیه د حماس د سیاسي څانګې مشر دی او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ يې د مصر او د قطر مرکچیانو سره په ټېلې فون خبرې وکړې. هغه وویل د اسرایل وروستي تجویز ته په مثبته جذبه ګوري.

مصر، قطر او امریکا د اسرایل او د حماس د اووه میاشتو راهسې دوامداره جنګ کې د اوربند دپاره کوښښونه کوي.

د امریکې د استخباراتي ادارې سي ايي ای شمر وېلیم برنز د مصري چارواکو سره خبرو دپاره د جمعې په ورځ په قاهره کې و. روېټرز خبري ادارې دا خبر د دریو سرچینو له قوله ورکړی دی.

د امریکې خارجه وزیر د اسرایل تجویز "غېرمعمولي سخاوت مند" وبللو او په حماس يې غږ وکړو چې ويې مني.

د ډز بندۍ په زېر غور تجویز کې په جنګ کې د ۴۰ ورځو وقفه او د فلسطیني قېدیانو د ازادۍ په بدل کې د حماس په ولکه کې د یرغمالانو ازادي شامله ده. دا تفصیل برطانيې جاري کړي دي.

اسرایل دا خبرداری تکرار کړی چې په رفح کې د حماس خلاف به عملیات کوي. په رفح کې تر یو مېلین پورې خلکو پناه اخېستې ده.

د ملګرو ملتونو د انساني امداد د رابطې دفتر اوچا ترجمان ینس لېرېک په جېنیوا کې خبري کانفرنس ته وویل که په رفح کې پوځي عملیات کېږي نو په نتیجه کې به يې د ملکي خلکو قتل عام کېږي او د ښار نه چلېدونکي امدادي هلو ځلو ته په نقصان ورسېږي.

لېرېک وویل دا مهال په رفح کې شفه خانې، د انساني امداد نه ډک سامانونه، د خوراک د وېش مرکزونه او د خوراک د کمي ښکار ماشومانو دپاره ۵۰ مرکزونه چلېږي.

اسرایل ويلي ملکي خلک به د ښار نه وباسي.

د ملګرو ملتونو د صحت د ادارې یو چارواکي د جېنیوا دغه خبري کانفرنس ته وویل په رفح کې د بېړني حالاتو دپاره یې تیاری کړی چې په کې یو عارضي هسپتال هم شامل دی خو هغه دا زیاته کړه چې دا تیاری به کافي نه وي که چېرې مرګ ژوبله زیاتېږي.

په عېن حال کې یو مشهور فلسطیني ډاکټر چې اسرایل د تېرو څلورو میاشتو راهسې قېد کړی و په زندان کې مړ شوی دی. د دې خبر اعلان فلسطيني قېدیانو تنظیم کړی دی.

ډاکټر عدنان البرش د غزه د الشفا هسپتال د ارتوپيډېک څانګې مشر و او په عارضي ډول يې د شمالي غزه په العوده هسپتال کې خدمات ترسره کول.

د قېدیانو تنظیم د ډاکټر البرش مرګ قتل بللی او ویلي يې دي چې د هغه جسد د اسرایل سره دی.
اسرایل د ډکټر البرش د مرګ تصدیق کړی دی.

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې، ډبلیو اېچ او، او نورو امدادي تنظیمونو غوښتنه کړې چې هسپتالونه او طبي عمله دې د جنګ نه محفوظ وساتل شي خو اسرایل وايي حماس طبي سهولتونه د عسکري مقاصدو دپاره استعمالوي.

د غزه د صحت وزارت په یو بیان کې ویلي په اووم اکتوبر د جنګ د شروع کېدو راهسې د طبي امداد قریباً ۵۰۰ غړي وژل شوي دي.

د غزه د صحت وزارت د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل د حماس خلاف د سرایل جنګ د شروع کېدو نه پس په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېره ۳۴۶۲۲ ته رسېدلې او ۷۷۸۶۷ کسان زخمیان شوي دي.

اسرایل د حماس خلاف جنګ په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې په جواب کې شروع کړی دی. د حماس په حمله کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.

اسرایلي حکومت د جمعې په ورځ وویل یو اسرایلي سړی چې د حماس په ولکه کې و مړ شوی دی. ۴۹ کلن ډرور او وروستی یرغمل تن دی چې د حماس په ولکه کې یې د مرګ تصدیق شوی.مړ شوی.

د تېر کال د نومبر په میاشت کې د عارضي جنګ بندۍ په مهال اسرایل د خپل قېد نه ۲۴۰ فلسطینیان او حماس ۱۰۵ یرغمال کسان ازاد کړي وو. د اسرایل اندازه ده چې د حماس په ولکه کې د باقې پاتې ۱۲۹ یرغمالانو څخه ۳۵ مړه شوي دي.

په عېن حال کې ملګرو ملتونو ویلي د جنګ وروسته د غزه به بیا ودانولو کې به اینده څو لسيزې تېرېږي.

د عرب نړۍ دپاره د ملګرو ملتونو د پرمختګ پروګرام، یو اېن ډي پي، سیمه ایز مشر عبدالله الدارداري په اردن کې خبرې غونډې ته وویل په غزه کې د تباهۍ کچه زیاته او غېر معمولي ده او نړیواله ټولنه د دویم عالمي جنګ وروسته د داسې صورتحال سره نه ده مخامخ شوې.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG