لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې د داعش خراسان لخوا شوي برید کې یو تن وژل شوی او درې نور ژوبل شوي


File Photo
File Photo

ای اېف پي خبري اداره وايي په کابل کې تېره شپه شوي یوې چاودنه کې یو تن وژل شوی او درې نور ژوبل شوي‌. خبري اداره د کابل د پولیسو لخوا ویلي چې داعش خراسان ډلې د دغه برید ذمه واري منلې ده.

دغه چاودنه د کوټ سنګي په سیمه کې شوې چرته چې زیاتره شیعه مسلمانان ژوند کوي او وړاندې هم د یادې ډلې لخوا په دغو بریدونه شوي او ځورول شوي.

د کابل د پولیسو ویاند خالد زدران لخوا تیره شپه خپور شوي یو بیان کې ویل شوي ٫٫ دغه چپکشي/ نښلیدونکی بم په یو وړوکي بس پورې تړل شوی وو. د بس چلونکی په پېښه کې وژل شوی او درې نور مسافر ژوبل شوي.٬٬ د بیان تر مخه امنیت ساتونکو د دغه پېښې پلټنې پېل کړي.

داعش خراسان ډلې په خپل ټیلیګرام چېنل د دغه برید ذمه واري منلې او زیاته کړې یې ده چې په دغه بس کې شیعه مسلمانان سپاره وو او د طالبانو د یوې چېک پوستې سره د تیریدو په وخت الوځول شوی. د وسله والې ډلې د بیان تر مخه ٫٫ چاودنې د لاسه تباهي شوې او تر لسو پورې خلک پکې مړه او ژوبل شوي.٬٬

په کال ۲۰۲۱م کې د افغانستان نه د امریکا د وتلو او د طالبانو لخوا د جګړې ختمولو او په واک کې د راتلو وروسته ځان مرګي بریدونو او چاودنو کې لوې کمی لیدل شوی.

خو د داعش خراسان په شمول یو شمېر نورې وسله والې ډلې لا هم یو خطر دی.

تیره میاشت د داعش وسله والې ډلې لخوا د کابل په یو بنک باندې شوي یو ځانمرګي برید کې هم ګڼ خلک وژل شوي وو کله چې خلکو د دغه بنک نه خپل معاشونه/ تنخاګانې ترلاسه کولې.

چارواکو ویلي وو چې په دغه چاودنه کې درې تنه وژل شوي خو د روغتون سرچینو ای اېف پي خبري ادارې ته د ۲۰ کسانو د وژنې پخلی کړی وو.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG