د پاکستان د سيند صوبايي حکومت پرېکړه کړې، په صوبه کې د ديني مدرسو د استادانو د څارنې دپاره نظام جوړولی شي. دغه پرېکړه د وزیراعلا په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې شوې ده.
د سيند صوبې د اطلاعاتو وزير شرجېل مېمن مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي، د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د وزيراعلا مراد علي شاه په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ غونډه شوې چې پکې د پوليس او پوځ مشران هم شامل وو.
هغې ويلي، په غونډه کې رپورټ وړاندې کړل شوی چې تېر کال په کراچۍ کې د پوليسو په دفتر کوم بريد شوی وو، د هغې بيا پلټنې شوي، په دغه حمله کې يو بريد کوونکی د مدرسې استاد وو او وژل شوی وو.
نوموړي زياته کړې، د اېپکس کمېټۍ ګډون والو په دغه رپورټ د حېرانتیا څرګندونه کړې، يو تن چې په مدرسه کې معصومه ماشومانو ته درس ورکوي هغه په حمله کې شامل وو.
شرجيل مېمن ویلي، دا د اندېښنې وړ خبره ده چې د مدرسې يو استاد په مهمه اداره حمله کې شامل وي. که دغه ډول خلک هر چرته وي که په مدرسه کې وي او که په پوهنتون کې وي د هغو خلکو به نه يواځې څارنه کیږي بلکې د هغو ارادې به ناکامه کولی شي.
خو د سيند صوبې د اطلاعاتو وزير دا نه ده څرګنده کړې چې په حمله کې شامل استاد د کومې مدرسې وو.
په کراچۍ کې تېر کال په 17م فرورۍ د پوليس په مرکزي دفتر وسله وال بريد شوی چې پکې د پوليس او رېنجرز ځواک د عسکرو په ګډون پينځه تنه وژل شوي او د 20 پورې نور ژوبل شوي وو.
پوليس هغه وخت ويلي وو درېو ځانمرګي بريد کوونکو دغه بريد کړی دوه خودکش د پوليس په ډزو کې وژل شوي او يو ځان ته چاودنه ورکړې وه.
تحريک طالبان پاکستان د دغه برید زمه واري منلې وه.
د مارچ په مياشت کې بيا سی ټي ډي پوليسو دعوه کړې وه، په پوليس دفتر د بريد پلان جوړونکي دوه ترهګر یې وژلي او دوه نور یې نيولي وو.
او د اپرېل په مياشت کې بیا پوځ ویلي وو، د کراچۍ په پوليس دفتر برید کې درې ترهګر وژل شوي د يو وژل شوي کفایت الله تعلق د لکي مروت او بل زاله نور تعلق د شمالي وزیرستان سره وو او د ياد برید مرکزي درې کردارونه وروسته نیول شوي وو.
Forum