لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د سايبر جرمونو د مخنيوي دپاره نوې اداره جوړه کړل شوې


د پاکستان حکومت د سایبر جرمونو د پلټنو او مخنيوي دپاره د ( نيشنل سايبر کرايم انوېسټيګېشن ايجنسۍ) په نوم نوې اداره جوړه ‏کړې ده. ويل شوي د مرکزي تحقیقاتي ادارې (اېف آی اې) څخه د سايبر جرمونو د پلټنو واک بيرته اخستل شوی دی.‏

د پاکستان د انفارمېشن ټکنالوجۍ او ټيلي کميونيکېشن وزارت په اعلامیه کې ویلي، اېن سي سي آی اې د الېکټرانک جرمونو د قانون ‏‎2016‎م د ‏‎29‎مې ‏مادې لاندې په عمل کې راوستل شوې او د سایبر جرمونو د مقدمو پلټنې به کوي.‏

له دې وړاندې به د سایبر جرمونو پلټنې مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف آی اې) کولې. ‏

ويل شوي، د اېن سي سي آی اې مشر به د ‏‎21‎‏ ګرېډ افسر وي او د صوبې د پوليس مشر هومره واک به ورسره وي.‏

د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ ويلي وو، حکومت د ډيجيټل حقونو د خوندي کولو او په ټولنيزو رسنیو د پروپېګنډې او اوازو د ‏مخنيوي دپاره په نوې اداره جوړولو غور کوي.‏

تارړ په خبري کانفرنس کې ویلي وو، په وروستیو کې په ټولنيزو رسنيو په انلاين بڼه د ځورونو او جعلي خبرونو کمپاين ليدل شوی، بايد په انلاين بڼه هر ‏ډول ځورولو ته د پای ټکې کېښودل شي.‏

په ټولنيزو رسنیو د اېن سي سي آی اې په اړه بحث پيل شوی چې دغه اداره به د خبريالانو پرضد کاريږي، حکومت د دغه لارې سنسرشپ سېوا کول غواړي ‏بايد د جعلي خبرونو د مخنيوي دپاره هغو ادارو ته رسايي وکړل شي کومې چې د جعلي خبرونو ضد کار کوي.‏

خبريالې بېنظير شاه ويلي، ‏‏"حکومت وايي د ټولنيزو رسنيو نوی قانون او نوې اداره د ښځو دپاره ده خو دا ټولې بهانې دي، اصل مقصد یې سنسرشپ دی".‏

بېرسټر سلمان اکرم راجه په اېکس (پخواني ټويټر) ويلي، ‏‏"په ټولنیزو رسنیو پابنديانې نورې سختې شوې، که چرته نن مونږ په دې غږ پورته نه کړو، نو راتلونکې ورځې به د قيامت نه کمې نه وي".‏

‎تېره مياشت د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي وو، پاکستان کې په "اېکس" رسنۍ د ځینو اکاونټونو نه د سپریم کورټ د چیف جسټس په ضد ‏پروپېګنډه شوې وه او اېکس د دغو اکاونټونو د تړلو په اړه د پاکستان خواست ته څه ځواب نه وو ویلی ځکه پاکستان کې دا ټولنیزه رسنۍ تړل شوې وه.‏

په پاکستان کې ایکس رسنۍ د 17مې فرورۍ راهسې تړل شوې ده او د دې تړل کېدو په ضد اسلام اباد هایکورټ، سیند هایکورټ او پېښور هایکورټ ته ‏خواستونه هم شوي دي.‏

څېړونکي او نړیوالې ادارې پاکستان کې د اېکس رسنۍ تړل کېدل د رای څرګندولو د حق تروړلو په مانا عمل بولي او وایي په سوشل میډیا د بندیزونو ‏لګولو له لارې پاکستان کې د غیر جمهوري او غیر قانوني اقداماتو نه د نړۍ مخه نه شي اړول کیدای.‏

د پاکستان ټيلي کميونيکېشن اتهارټۍ (پي ټي اې) سیند هايکورټ ته ویلي وو، د ټولنيزې رسنۍ اېکس (پخواني ټویټر) د بندولو حکم د کورنيو چارو ‏وزارت کړی وو. ‏

د پاکستان سيند هايکورټ ته د اېکس رسنۍ د بنديز خلاف فعالو خواست کوونکو ويلي وو، د اېکس د بندولو مقصد د اتمې فرورۍ په عامو انتخاباتو ‏‏کې د درغليو په تورونو د خلکو د جذباتو د څرګندونو غلي کول وو.‏

خو د پي ټي اې وکیلانو عدالت ته په ورکړو اسنادو کې ویلي، پي ټي اې د پاکستان د استخباراتي ادارو د ‏‎17‎مې فرورۍ حکم منلی دی.‏

عدالت ته په ورکړل شوو اسنادو کې ویل شوي وو، د استخباراتي ادارو په رپورټونو د کورنیو چارو وزارت په سمدستي ډول د بل حکم پورې د اېکس د ‏‏بندولو حکم کړی وو، ځکه د ټولنيزو رسنيو پاڼه اېکس (پخوانی ټویټر) بلاک يا بند کړل شوی دی.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG