پاکستان کې خواريکښ او په شخصي کمپنیو کې کار کوونکي تنخادار وايي، د حکومت لخوا چې د خواريکښو دپاره کومه تنخا يا د میاشتې اجرت مقرر کړل شوی، هغه ورته نه ورکول کيږي.
د خواريکښو په نړیواله ورځ (لومړۍ مې) مزدوران وايي د ورځې یې دومره امدن نه وي چې د بچو د خوراک او کور ضرورتونه پرې پوره کړي. د پاکستان حکومت په سرکاري کچه د مياشتې اجرت کم نه کم 32,000 روپۍ او د کار وخت اته ساعته مقرر کړي دي.
خو په شخصې کمپنيو کې کارکوونکي وايي د هغوي نه 12 ساعته کار اخستل کيږې او اجرت ورته کم ورکړل کيږي.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي، خواریکښو ته په ورپېښو مسلو خبر دی، حکومت ته په راتلونکي بجټ کې مزدورانو سره د خېرښېګړې کولو ټول ممکنه اقدامات پورته کوي.
هغه په لاهور کې خپل کور کې د مزدورانو د نړيوالې ورځې په مناسبت راجوړې غونډې ته په وينا کې ويلي چې مزدور ته پوره حق نه مېلاويږي ملک پرمختګ نه شي، حکومت به یې د مزدورانو اجرت سېوا کول يقيني کوي.
په شخصي امنيتي کمپنۍ کې کار کوونکی 40 کلن امريز خان وايي، څلور نفره کورنۍ لري، د مياشتې ورته 25,000 روپۍ تنخا ورکول کيږي.
د پاکستان حکومت په روان مالي کال 2023/24م کې په قامي بجټ کې د مياشتې کم نه کم تنخا دوه ديرزشت زره روپۍ مقرر کړې، خو په شخصې ادارو کې کارکوونکي وايي، اکثرو ته د 25،000 روپو پورې ورکول کيږي.
د خېبر پښتونخوا وزير اعلا علي امين ګنډا پور د مزدروانو د ورځې په حواله ويلي دخواريکښو د خېر ښېګړې د پاره به ګامونه اخلي.
د نړيوال بېنک د شمېرو ترمخه پاکستان کې 40 فيصده خلک د غربت سره مخ دي.
د پاکستان حکومت وايي د ملک دننه د بې روزګارۍ شرحه اته فيصده ده، خو ازادې ادارې وايي بې روزګاري 16فيصدو ته رسېدلې او د يو کس د ورځې امدن څلور ډالره يا 1100 روپۍ جوړيږي.
نړيوال بېنک وايي د ملک دننه يو کروړ او پينځه ويشت لکه خلک د غربت د کرښې نه لاندې ژوند تيروي.
کارپوهان وايي، پاکستان کې خواريکښ نه يواځې د بې روزګارۍ او کم اجرت سره مخ دي، بلکې دوی د موسمي بدلون د بدو اغېزو هم ښکار کيږي.
د مزدورانو نړيوال سازمان ويلي چې موسمي بدلون په نړيواله کچه 70 فيصده کارکوونکو دپاره د صحت په برخه کې د ناروغو يو کاکټېل يا مجموعه جوړوي چې پکې کېنسر، د سا ناروغۍ، د زړه بيمارۍ، د ګردو خرابېدل او په دماغي صحت اثرات کېدل شامل دي.
کارپوهان دا راپور د اندېښنې وړ بولي او وايي چې په پاکستان کې مزدورانو او کارکوونکو دپاره د اسانتياو نيشوالی، او د خلکو ناپوهۍ له امله د هيواد په هر يو برخه کې کارګران په څه نا څه شکل کې د موسمي بدلون د خرابو اثراتو نه زيات اغېزمن کيږي.
د خواريکښو نړيوال سازمان (آی اېل او) پخپل وروستي رپورټ کې ويلي چې موسمي بدلون د وړاندې نه په نړيواله کچه د کارګرانو په خونديتوب او صحت بدې اغېزې کړي دي.
د سازمان ترمخه د نړۍ د 3.4 بيلينه ټول کاري ځواک 2.4 بيلينه څخه سېوا کارکوونکي د خپل کار پرمهال د زياتې ګرمۍ ښکار کېدای شي.
د روغتيا د چارو پوهان وايي چې سخته يخني او ګرمي دواړه د کارکوونکو خلکو په ژوند خراب اثر پرېباسي او د بې احتياطۍ له امله د څرمنې بيمارو ترڅنګ د زړه، ګردو او فشارخون ناروغۍ يې ژوند د ګواښ سره مخ کوي.
د زړونو د ناروغو ډاکټر اسفنديار خان وايي، " د فالج خطره ډېره زياته شي ځکه چې خولې ډېرې لاړې شي بدن کې اوبه کمې شي او وينه ډېره ټينګه شي، د دې اثراتو له وجې زمونږه ګردې هم خرابېدې شي ځکه چې بدن کې اوبه کمې شي او ګردو چلېدو دپاره اوبه پکار وي او په دوه درېو ورځو کې د د دې د خرابېدو خطره وي او چې ګردې خرابې شي نو د هغې هم په زړه اثر وي او د هغې وجې نه مرګ هم کېدای شي او دې ته مونږه هيټ سټروک وايو".
د ادارې د رپورټ ترمخه موسمي بدلون په نړيواله کچه 70 فيصده نه سېوا کارکوونکو دپاره د صحت په برخه کې د ناروغو يو کاکټېل يا مجموعه جوړه وي او د کال 2000 راپدېخوا دا شمېره د 65،5 فيصده نه 70،9 فيصده ته لوړه شوې ده.
د ماحولياتو ماهرين وايي پاکستان کې اقليمي شرايط د وړاندې څخه د کارګرانو دپاره مناسب نه وو او لا هم يې هم د ځانونو خوندي کولو په برخه کې پوهه او اسانتياوې نه دي ترلاسه کړي.
(په دې خبر کې رياض حسېن، ارشد مومند او عبدالرزاق معلومات شريک کړي دي)
Forum