د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف عزم څرګند کړی، د نړیوالو همکارانو په مرسته او ملکي ادارو په هڅو به د ملک څخه د پوليو خاتمه کولی شي. هغه ويلي، د سيمې نه د پوليو په بشپړ ډول ختمولو دپاره د پاکستان او افغانستان مرستې ضروري دي.
د پاکستان سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ويلي، شهباز شريف د بل اېنډ ميلنډا ګېټس فاونډېشن د پلاوي او پوليو اوور سايټ بورډ د صدر ډاکټر کرسټوفر ايلاييس په مشرۍ د پوليو مخنيوي د نړيوال پروګرام د پلاوي سره ليدلي او پوليو د مخنيوي په اړه یې ورسره خبرې اترې کړي دي.
د پاکستان وزیراعظم ويلي، پوليو يو موذي ناروغي ده او پاکستان د خاتمې دپاره ژمن دی.
هغه زياته کړې، د پوليو د مخنيوي د نړيوال اقدام سره په ګډه به پاکستان کې د پوليو د خاتمې دپاره د پوهاوي کمپاين کولی شي. هغه د پوليو د مخنيوي په کمپاين کې شاملو ټولو ادارو سره د حساب کولو او د دغه عمل د روڼتيا ويلي دي.
د شهباز شریف په خبره، د پوليو ضد څاڅکو ورکوونکو ويکسينېشن ټيمونو ته به بشپړ تحفظ ورکولی شي.
ويل شوي د پوليو د خاتمې دپاره نړیوالو ادارو د کارمندانو سره په ليدنه کې د پوليو د خاتمې دپاره په اقداماتو بحث او يو بل سره حال احوال شريک کړل شوی دی.
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان يواځيني هيوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس په کې شتون لري.
چارواکي وايي، د پوليو د خاتمې په لړ کې ورته اوس هم تر ټولو غټ چېلنج د میاندو پلارانو د پوليو ضد څاڅکو ورکولو څخه انکار کول دي، خو په دغه لړ کې تر ډېره حده کامیاب شوي دي.
پاکستان کې وخت په وخت د پوليو ضد څاڅکو ورکولو ټيمونو او ساتنه باندې مامورو پوليس اهلکارو یې وژونکي بريدونه کيږي.
څلور ورځې وړاندې د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه باجوړ کې د پولیو کمپاین په ډله وسله والو ډزې کړې چې پکې یو پولیس عسکر ژوبل شوی وو.
پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو دوه مثبتې پېښې معلومې شوي او د ملک په بېلابيلو برخو کې د چاپېریال نه اخېستل شوي نمونو کې د پولیو وایرس موندل شوی دی.
Forum