لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په لاس اېنجلس ښار کې د یونېورسټي اف کېلېفورنیا په کېمپس په غزه کې د جنګ خلاف احتجاج غېرقانوني بلل شوی


د فلسطینیانو په حمایت کې احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې په غزه کې د اوربند وکړی شي او یونیورسټیانې دې د هغو کمپنیانو سره مالي تعلق ختم کړي چې د اسرایل مرسته کوي
د فلسطینیانو په حمایت کې احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې په غزه کې د اوربند وکړی شي او یونیورسټیانې دې د هغو کمپنیانو سره مالي تعلق ختم کړي چې د اسرایل مرسته کوي

د امریکې په لاس اېنجلس ښار کې د یونیورسټي اف کېلېفورنیا په کېمپس د زیارت، پنجشنبې، په سحر پولیس ځای په ځای کړی شوي وو او د یونیورسټۍ انتظاميې په کېمپس د فلسطینیانو په حق کې احتجاجي کېمپ غېر قانوني بللی او چارواکو امر کړی چې دغه ځای دې خالي کړي.

د یونیورسټۍ کېمپس ته د پولیس د ورتګ نه یوه شپه مخکې اسرایل پلوه مظاهره چیانو د فلسطینیانو په حق کې احتجاج کوونکي په لوري شیانو وویشتل او هغه خنډان د لېرې کولو کوښښ یې کولو چې د فلسطینیانو په حق کې احتجاج کوونکو ولاړ کړي وو.

د فلسطینیانو په حمایت کې احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې په غزه کې د اوربند وکړی شي او یونیورسټیانې دې د هغو کمپنیانو سره مالي تعلق ختم کړي چې د اسرایل مرسته کوي.

د یونېورسټي اف کېلېفورنیا چانسلر جین بلاک د شورو، چهارشنبې، په شپه د تشدد الزام د هغه په قول د راپاروونکو په یوه ډله ولګولو. بلاک په یو بیان کې وویل که څوک د احتجاج کېمپ په اړه هر څه احساسات لري خو په طالب علمانو، استاذاتو او د ټولنې په غړو حمله د قبلولو وړ نه ده.

په یونیورسټي اف کېلېفورنیا کې احتجاج د هغو مظاهرو څخه دی چې د امریکې په کالجونو کې کېږي او په غزه کې د جنګ بندۍ غوښتنه کوي. د دې احتجاجونو په مهال سلګونه زدکوونکي پولیس ګرفتار کړي هم دي.

د زیارت، پجنشبې، په ورځ پولیس نیو هېمشېر ریاست په ډرټ مت کالج کې د احتجاجي کېمپ خیمې لرې کړې او د شورو، چهارشنبې، په شپه يې ګرفتاریانې وکړې. د شورو، چهارشنبې، په ورځ چې په کالج کې کېمپ ولګول شو نو انتظاميې وویل دا د سکول د تګلارې خلاف ګام دی.

د اکتوبر په میاشت کې په ډرټ مت کالج کې دوه زدکوونکي د خیمې دلګولو په مهال نیول شوي وو. د طالب علمانو د ګرفتارۍ خلاف نورو زدکوونکو د لوږې هړتال کړی و او تېره هفته په کالج کې د غزه په حمایت کې احتجاج کې تر ۱۰۰ کسانو ګډون وکړو. د کالج پرووسټ ډېوډ کوټز په یو بیان کې وویل اداره د اختلافاتو پرته په مشکلو موضوعاتو مکالمې ته تیاره ده.

د ټېکسس ریاست په یونیورسټي اف ټېکسس اېټ ډېلس په کېمپس پولیس د فلسطینیانو په حق کې احتجاجي کېمپ لرې کړو او لږ تر لږه ۱۷ کسان يې ګرفتار کړل.

د نیویارک په فورډم یونېورسټۍ کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د فلسطینیانو په حق کې احتجاجي کېمپ د لرې کولو په مهال پولیس ۱۵ کسان ګرفتار کړل.

په یونېورسټي اف مېنېسوټا کې د احتجاج منتظېمینو د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د یونیورسټۍ د موقتي صدر جېف اېټېنجر سره د خبرو وروسته به يې احتجاجي کېمپ دوام لري. اېټېنجر دغه مذاکرات تعمیري مکالمه وبلل.

د نیویارک د کولمبیا یونېورسټۍ انتظاميې د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د سمېسټر باقي پاتې تعلیمي هلې ځلې به د احتجاجونو په سبب په انلاین بڼه سر ته رسوول کېږي. کولمبیا یونېورسټۍ کې د احتجاج په مهال زدکوونکو د کېمپس یوه قبضه کړې وه او د مظاهرو په لړ کې پولیس قریباً ۳۰۰ کسان ګرفتار کړي دي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د فلسطیني ریاست د قیام په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې په موقع اسرایلي استازي په امریکا کې د طالب علمانو د احتجاجونو غندنه وکړه. ملګرو ملتونو دپاره د اسرایل سفیر ګیلاد اردن وویل "مونږ ته همېشه معلومه وه چې حماس په سکولونو کې پټېږي، مونږ ته احساس نه و چې دا یوازې د غزه په سکولونو کې نه بلکې په هارورډ، کولمبیا او نورو مخه ورو یونیورسټیانو کې هم" د هغه په قول حماس وجود لري.

د وایټ هاوس ترجمانې کېرن جین پېر د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل خلک د پرامنه احتجاج حق لري ترڅو دا د قانون دننه او پرامنه وي.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې په جواب کې چې په کې ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان یرغمل نیول شوي، اسرایلي ځواکونو په غزه کې د حماس خلاف عملیات شروع کړي دي. د غزه د صحت وزارت وايي په غزه کې تر اوسه د ۳۴۵۰۰ نه فلسطینیان وژل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG